د ټاکنیزو مسایلو سمبالښت لپاره د قانون په چوکاټ کې رامنځته شوی د ټاکنو کمېسیون نن سبا د ماشومانو هغه لوبتکې ته ورته دی چې هر سړی یې په هره خوا وغواړي اړولی او لوبولی شي، خو جالبه داده چې ددې ټولو په منځ کې اوس هم څنګه دې کمېسیون ته د خپلواک (؟) کلمه لیکل شرط دي؟ د یو خپلواک ارګان په توګه شرط ده چې د ټاکنو کمېسیون پوره نوم (د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون) ولیکل شي، خو له دې ټولو جنجالونو او پکې ددې کمېسیون له رول سره اوس هم باید د ولس په منځ کې په همدې نوم وپېژندل شي؟
پدې اوس ان یو ماشوم هم پوهېږي چې د ټاکنو کمېسیون کاري مهالوېش له بله ځایه ترتبیېږي، خو تر ټولو جالبه اوس داده چې د ټاکنو کمېسیون په لازمي پرېکړو کې اوس هم ددې کمېسیون د پخوانیو شړل شویو چارواکو اغېز خورا جوت دی.
ددې ټولو جنجالونو په منځ کې پرون د ټاکنو کمېسیون د رایو صندقونو په ځای یا ګودام کې د جعلي ناظر په نوم د یو بهرني نیول کېدل ددې شرم لکۍ نوره هم اوږدوي.
له نورې ټولې پروسې که راتېر شو، چې دغه بهرنی جعلي ناظر څه ډول ګیر شو او په راتلونکي کې به ورسره څومره د قانون په چوکاټ کې چلند کېږي، اوس د پوښتنې وړ موضوع داده چې دغه بهرنی ناظر څنګه او څه ډول تر دې مهم ځایه ورسېد او هغو چې تر دې ځایه رسولی څوک دي؟
د رایو د تفتیش تر دې مهم ځای ددې بهرني رسول کېدل به اوس هم ددې پروسې شفافیت ته کوم زیان وانه ړوي او د هغه رایه ورکوونکو اندېښنې اوس هم مهمې دي چې له تېرو دوه دریو میاشتو یې حوصله نور خولې ته راغلې ده؟
لومړی که راشو دې ته چې د ټاکنو کمېسیون له ټولو اصولو، قوانینو، امنیتي څارونکو او ددې کمېسیون له کشفي ارګانونو سره، سره دا ډول کسان دا شان مهمو ځایونو ته رسېدلی شي، نو بیا ددې امکان خو هم شته چې یو شمېر کړۍ د یو مشخص کاندید په ګټه د ټاکنو کمېسیون له ډیټابیس څخه پریمانه رایې ډیلېټ یا لرې کړي او یا یې د یو بل کاندید په ګټه ور جمع کړي.
دغه بهرنی د چا په مرسته تر دې مهم ځایه ورسېد؟ هلته چې جعلي ناظر پخپله خوله وایي، چې د ډاکتر عبدالله عبدالله ناظر دی او د هغه په ګټه کار کوي، نو د اصلاحاتو او همپالنې ټیم او ددغه بهرني ترمنځ خو حتمي اړیکي شته دي.
تر هغه ځایه چې پدې کمېسیون کې د ډاکتر عبدالله عبدالله د ناظر فضل احمد معنوي نفوذ دی او یا د پیسو په زور نوموړی د ډاکتر عبدالله عبدالله لپاره د وروستي چانس په توګه د تقلب په بېسارو هڅو لګیا دی، د دغه بهرني وړل له نوموړي سره بې رشتې نشي بلل کېدای.
د معلوماتو له مخې بهرني ناظر د ډاکتر عبدالله عبدالله له ټاکنیز کمپ څخه میلیونونه امریکایي ډالره ترلاسه کړي او زمینه سازي هم ورته هغو بهرنیو څارونکو بنسټونو کړې چې د نړیوالو څارونکو په نوم د رایو د تفتیش په پروسه کې ښکیل دي.
دا نورې پوښتنې دي چې دغه بهرني بنسټونه ولې د ډاکتر عبدالله عبدالله لپاره د تقلب په هڅو لګیا دي او اوس به زموږ قانوني مراجع ورسره څه ډول چلند کوي، خو دا ډېره واضح موضوع ده چې د بهرنیو څارونکو په نوم یو شمېر بهرنیان او د ډاکتر عبدالله عبدالله ډله هڅه کوي حد اقل پدې ډول د خپل سیال ټیم یو څه رایې راکمې کړي چې پدې پروسه کې ورسره ځان مساوي کړي.
دوی پوره باوري دي او یقین لري چې له خپل سیال ټیم یې رایې کمې دي، خو دا هڅې یې په راتلونکي حکومت کې د ائتلاف په نوم د زیاتې او یا نیم په نیمه برخې خپلولو لپاره دي.
بلخوا د ټاکنو کمېسیون هم ځکه ځواب ویونکی دی، چې ولې دومره ناخبره دي چې د دوی په محوطه کې، د دوی په لاسلیک یو بهرنی جعل کوي او ان د ټاکنو کمېسیون ګودام ته ور رسېږي؟ دا ددې کمېسیون د پایمال شوي حیثیت هغه وروستۍ نمونه ده چې هره شېبه دې ولس ته څرګندېږي او په کارونو یې د بطلان کرښې را ښکل کېږي.
دا هم نشي ردېدای چې ټاکنو کمېسیون چارواکي دې په دغه شان پېښو کې ښکیل نه وي، چې کله د دوی په ډیټابیس کې د ناظر جعلي کارت ثبتېږي، نو د جعلي رایو ثبتول هم کومه ډېره مشکله خبره نده، خو له دې ټولو سره، سره اوس پوښتنه داده چې دې کمېسیون ته اوس خپلواک ولیکو او که نا خپلواک؟
هغه کسان چی د ملت په سرنوشت لوبی کوی او پردیو جاسوسانو ته د میلیونونو ډالرو په ورکولو سره داسی یو مهم ځای ته رسول کیږی ، خاینین دی. د « ګوډ ملا معنوی» او نور هغه کسان چی یو ځل یی په تقلب کی ملت ته امتحان ورکړی دی ، نور باید د دی مهم کمیسیون له شاوخوا لری وشړل شی او تر جدی پوښتنی لاندی راشی. څنګه کیدای شی یو خارجی تبعه د افغانستان سرنوشت وټاکی؟ د افغانستان د امنیت لوی ریاست ته په کار ده چی پدی مورد کی هراړخیزی پلټنی وکړی او ټول هغه کسان چی پدی پلیده معامله کی ملوث دی تر جدی پوښتنی لاندی ونیول شی.