تاند، یکشنبه، د عقرب ۵مه: د ټاکنو کمېسیون د راتلونکې نومبر میاشتې ۱۴مه د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه وټاکله.

د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، دوی د لا دقت لپاره د ټاکنو د پایلو په اعلان بیړه نه کوي.

 نوموړې نن یکشنبه څو شیبې وړاندې په یو خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې کمېسیون به دا ځل ټاکل شوې نېټه باندې خامخا د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي او له دې به زیاتې نه ځنډېږي.

د ټاکنو کمېسیون د سپټمبر د ۲۸مې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د اکتوبر ۱۹مه د لومړنیو پایلو ورځ ټاکلې وه، خو وروسته د تخنیکي ستونزو له کبله کمېسیون له ملت بخښنه وغوښته او زیاته یې کړه وخت ته اړتیا لري چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې په کې اعلان کړي.

One thought on “ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ د ټاکنو د لومړنیو پایلو نوې نېټه اعلان کړه”
  1. د ټاکنو د پایلو ځنډ خلک مایوسه کړی په راتلونکو کې به خایی په ټاکنو کې برخه وانحلی .

ځواب ورکول حیات الله نیازی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *