دلته لاخلک خوښوي د وینو رنګ درویشه
ښایي چې پای ته ژر ونه رسي دا جنګ درویشه
د هغوی چې د وینو رنګ خوښیږي ، کلونه کلونه وینې تویې کړې وې، د ژوند زیاته برخه یې د نورو د وینو او اوښکو په بهولو تیره کړې وي او د واک لپاره یې د خلکو په سر اومال سرپه نه وي کړې، د هغوی په یوه دموکراتیکه پروسه کې هم د ټاکنو د شنه رنګ پر ځای د وینو رنګ وریادیږي.
د نوي انتخابي حکومت په منځ ته راتلو سره له ټولو افغانانو سره دا هیله وه چې وروسته له دې به که خدای کول آن هغه کسان هم چې د جګړو او وینې تویولو له لارې یې واک لاس ته راوړ، نور په دې لارو فکر ونه کړي او په یوه دموکراتیک بهیر کې کې په صادقانه توګه ور ګډ شي.
خو له بده مرغه نه یوازې هغو ډلو چې همدا اوس د اوسني حکومت په مقابل کې په وسله واله مبارزه ټینګار کوي او جنګیږي او لا یې کومه نتیجه هم لاس ته نه ده راوړې د وینو په تویولو ټینګار کوي. بلکې هغه ډلې او کسان هم د وینو د تویولو ارمانجن دي چې دا نږدې دیارلس کاله یې د دموکراتانو اکټونه کول.
دغو ډلو ټپلو په ټاکنو کې برخه واخیستله او په خوله یې دموکراتیک بهیر ومانه. خو موږ لیدل چې دلته هلته به یې پلویانو د وینو او جګړو خبرې کولې. ویل به یې چې که له دوی پرته بل څوک د خلکو په رایه واک ته ورسیږي دوی به یې ارام پرې نه ږدي او د جګړې له لارې به پخپله واک په لاس کې واخلي. دا خبرې به هر ځای کیدې خو خلکو هسې د بدمعاشانو خبرې او غورې دربې بللې.
له بده مرغه د ټآکنو په ورځو کې مو ولیدل چې د جګړه مارو ډلو رسمي ویندویانو هم په رسنیو کې همدا د زور خبرې وکړې. وروستی مورد یې د ولسمشرۍ ټاکنو د یوتن نوماند عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین د ویاند فضل الرحمن آوریا اخطار امیزه خبرې دي، چې یو شمیر یې وډار کړل او نور یې حیران کړل.
نوموړي د ولسمشري د یوبل مخکښ کاندید د بریا په صورت کې د وینو تویولو ګواښ وکړ ویې ویل که چیري هغه واک ته رسیږي نو په کابل کې به د وینو ویالې روانې شي. کیدای شي دا خبرې د همدې سړي نا عاقبت اندیشانه او نا سنجول شوې څرګندونې وبولو. خو په دې اړه لا هم پوښتنې نه دي ځواب شوې.
لومړی داچې دا ښاغلی د ولسمشري د یوه ویاند د ټاکنیز کمپاین رسمي ویاند دی که دا د هماغه ټیم رسمي نظر نه وي نو بیا ولې د اصلاحاتو او همګرایي ټیم د هغه خبرې رد نه کړې ؟ او دا یې ونه ویل چې دوی په ټاکنو او دموکراسي باور لري هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې په دې وخت کې د زور خبرې وکړي. زه حیران یم چې ولې دغه ټیم او دغه نوماند له خلکو بښنه ونه غوښتله.
بل داچې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولې غبرګون ونه ښود، ولې یې دې ښاغلي او دغه نوماند ته ونه ویل چې پخپل ځای دې کینې اوس ۱۳۹۳ کال دی ۱۳۷۱ یا ۱۳۷۳ کال نه دی چې څوک دې د وینو تویولو له لارې واک ته ورسیږي. دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ولې دا یوه لویه انتخاباتي سرغړونه ونه بلله او ولې یې دغه نوماند ته جزا ورنه کړه؟
بله ګوته افغان دولت او د افغان حکومت عدلي او قضایي ارګانونو ته متوجه ده، دوی ولې پوښتنه ونه کړه؟
آیا دا د هیواد ملي امنیت ته یو ګواښ نه و؟ آیا داسې غیر مسوولانه څرګندونې زموږ امنیت له خطر سره نه شي مخ کولی؟ که ددې ډلې مقابل لوری هم همداسې بې حوصلې او جګړه مار وای آیا زموږ دموکراتیک بهیر به د زور او جګړې په بهیر نه و بدل شوی ؟
د افغانستان حکومت او په حکومت کې عدلي او قضایي او امیتي ارګانونو ته په کار ده چې ددې ډول غیر مسولانه او ناسنجول شویو څرګندونو په مقابل کې چوپ پاتې نه شي. تر هر څه دمخه دغه موضوع په جدي ډول وڅیړي نوموړی جلب کړي او له اړوندې ډلې څخه یې هم د دا ډول څرګندونو په اړه پوښتنه وشي.
The people who shed bloods and stole money in the past are afraid, if a real democratic government gets established in the country, they will be brought to justice.