تاند، پنجشنبه، د میزان ۲۵مه: د ټاکنو کمېسیون وايي، دا مهال ترې د بایومتریک ۱۸۷ دستګاوې او ۴۹۵ د بایومتریک دستګاو میموري کارتونه ورک دي، خو وايي، دا ورک شوي شیان به د ټاکنو په پایلو کوم اغېز ونکړي.

 د کمېسیون غړې رحیمه ظریفي وايي، هڅې روانې دي چې دا میموري کارټونه  ژر پیدا شي: (( نه یوازې ۱۸۷ بایومتریک دستګاوې او ۴۹۵ میموریکارټونه ورک دي بلکې د بایومتریک ماشینونو ۱۷۲ پرینترونه هم نادرکه شوي دي.))

دا په داسې حال کې ده چې رحیمه ظریفي وايي، نن د ۲۳۰۰ قرنطی شویو بایومتریک دستګاو  د ارزونې کار هم پیل شوی او تر دوه ورځو پورې به یې ارزونه بشپړه شي.

3 thoughts on “ټاکنې: ۱۸۷ بایومتریک ماشینونه، ۴۹۵ میموري کارټونه او ۱۷۲ پرینټرونه ورک دي”
  1. د افغانستان خلکو ته بایومتریکه دستګاه نه بلکې د دوي قانونی رایه مهمه ده چې استعمال شوېده .
    د ټاکنو پرپایلو یوه رایه هم اغیزه کوي. دا څنګه کېدای شي چې پدې حساسو او له مسوولیت نه ډکو دندو کې غفلت وشي . امنیتي ارګانونه باید د خاینانو دا خیانت کشف او مجرمین په اشدو مجازاتو سره محکوم کړل شي.
    د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هغو افغانانو رایو ته چې خپل ژوند یې په خطر کې اچولی وو ، هم پاملرنه ونکړه ، د زرګونو افغانانو رایې چې ستاسو په بایو متریک دستګاوو کې ندې ثبت شوي ، باطلې کړل شویدي.
    د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید کاملا بېطرفه وي، په کابل کې د نړۍ د مختلفو هېوادونو له سفیرانو سره د دې کمیسیون د غړو او مشرانو کتل ستاسو بېطرفوالی او بې پرېتوب ته زیان رسوي.
    کمیسیون د خپلو ګناهوونو بار په رایه ورکوونکو اچولی ، دا ستاسو ستونزه وه چې دستګاوو مو کار ونکړ او یا ستاسو مسوولینو هغه استعمال نشوې کړای. له بلې خوا د هغو کسانو رایه چې په تذکرو یې ستیګر لګېدلی ، د انتخاباتي حوزو په لست کې یې نومونه ثبت ول ، خو ستاسو کارمندانو پلمه وکړه چې هلته ستاسو نوم پیدا نشو.
    پدې باب د رایو ورکوونکو حق باید تلف نه شي.

  2. د پاکستان اجڼتان نو نه دې پوښتنې وسي او هغه مسئول کسان چې مسؤلیت يې پر غاړه وو.

ځواب ورکول بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *