تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۰مه: د امریکا این بي سي تلویزون راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ په افغان سولې پروسه کې ځکه له بیړې څخه کار اخلي چې نوموړی د سولې د نوبل جایزې اخیستلو په لټه کې دی.

راپور وايي، ټرمپ پر خپلو همکارانو ځانګړی فشار راوړی دی چې د افغانستان د جګړې د ختمولو یو مانور اجرا کړي تر څو خلکو ته وښودل شي چې ټرمپ په ۲۰۱۶ کې د خپل کمپاین پر مهال کړې وعدې پوره کړې دي.

راپور وايي، د امریکا ولسمشر غواړي په دې سره ژر تر ژره د سولې نوبل جایزه ترلاسه کړي.
د این بي سي تلویزون سرچینې وايي، ټرمپ د همدې لپاره مایک پمپیو کابل ته استولی و تر څو ولسمشر غني ته د ټرمپ اخطار ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر امریکا نیوکې دي چې د سولې په پروسه کې يې طالبانو ته لوی امتیازات ورکړي دي او ټرمپ د خپل کمپاین په خاطر د افغانستان سترې ګټې له پامه غورځولې دي.

په دې مقابل کې افغان ولسمشر په بیا بیا ویلي دي چې افغانستان ته به له باعزته سولې پرته بل هیڅ ډول تړون لاسلیک نه کړي.

همدا راز شننې دا دي چې له همدې کبله ولسمشر او واشنګټن په ټکر کې واقع شوي دي او امریکا اوس هڅه کوي عبدالله د ولسمشر غني پر وړاندې وکاروي.

2 thoughts on “ټرمپ، افغان سوله کې د نوبل جایزې ګټلو لپاره بیړه کوي”
  1. که تا جایزه ګټل غوښتل نویو اصیل امریکایی دانشمند چی په صلح او بشر دوستی او خدماتو کی ممتاز خواص درلودای ،هغه ته باید دا مسؤلیت ورسپارل شوی وای ، دا خو نه افغانی خواص لری او نه سالم بشری، بلکی نور مشکلات یی وزیږول ،او د کوم ارزښتناکه بشری خدمت یا کومی صلحی سابقه هم نلری نو انتظار مو ممکن بیځایه وی .

  2. ا مریکه باید د افغانستان ملی حاکمیت ، خوارادیت ته، د افغانستان اساسی قانون ته او د افغانستان د ملت رایی او ارادی ته ، جمهوریی نظام او دیموکراسی ته ، متقابل احترام ولری ، ددی نه علاوه ډیره مهمه خبره داده چه امریکه د تروریسم په وړاندی د افغانستان د ملت قربانیو ته احترام ولری چه د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونه او ملت په اول خط کی د تروریسم سره په جګړه کی دی چه د افغانستان نه علاوه د ټولی منطقی او جهان د مشترک دښمن په مقابل کی چه تروریزم دی هره روځ قربانی ورکوی ، که امریکه په دی لاره کی د افغانستان ددولت سره مالی مرستی کړی خو افغانانو ځانی قربانی ورکړی دی ، نو که دغه مهم واقعیتونه په نظر کی نه نیول کیژی ، دا به د امریکی امنیتی تعهد او هغه ارزشونه چه په نړیواله سطح یی ادعا کوی ترجدی پوښتنی لاندی راولی .

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *