تاند، سه شنبه، د حوت ۱۳مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره لاسلیک شوي دوه هغه محرم او پټ سندونه له کانګریس سره شریک کړل، چې تېره ورځ ترې د باندنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرده پورته کړې وه.

مایک پمپیو تر دې وړاندې پولیټیکو رسنۍ ته ویلي وو، چې د ټرمپ اداره به د نظامي تطبیقاتو دوه پټ سندونه چې له طالبانو سره لاسلیک شوي دي، د سه شنبې په ورځ د کانګرس د باندنیو اړیکو له کمېټې سره شریک کړي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون د پټو او ښکاره موادو په اړه د امریکا د کانګرس د باندنیو اړیکو کمېټې مشره الیوټ اینجل وايي، دا یو ډیر لوی څه دي خو د جګړې د پای ته رسولو لپاره مهم وو.

د همدې کمېټې جمهوري خواه غړی مایک مک کاول ویي، د تړون په اړه شکونه شته خو اړتیا ده چې فرصت ورکړل شي که طالبان له هوکړې سرغړونه وکړي، تړون مات شوی وبولئ: (( موږ پوهیږو چې ښه ډله نه ده، هغوی ډېر بې رحمه دي خو بل انتخاب هم نه لرو.))

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لا له امریکا سره د پټ کوم سند د لاسلیکولو په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې امریکا پر طالبانو باندې دا منلې چې په افغانستان کې به یې استخباراتي حضور مني.

همدا راز دا هم پرې منل شوې چې طالبان به القاعده مشران امریکا ته سپاري.

2 thoughts on “ټرمپ، له طالبانو سره پټ لاسلیک شوي دوه سندونه کانګرس سره شریک کړل”
  1. هغه متل رښتیا ویلی

    چی ورکه دا د بله سپکه

    یو لیکوال د انګلستان د سفر په اړه لیکنه کړی او په اخر کی د همدی سولی تړون ته اشاره کړی او ویلی ده چی دا څه ډول د سولی تړون دی چی امریکا سره سوله او اوربند کوی بلکه افغان ولس او افغان دولت باندی د برید امر کوی
    عنوان یی ده ته احمق یی او که پر موږ د احمقانو ګمان کړی

    پنځه ویشت کاله وړاندې کله چې مجاهدین کابل کي پر خپلمنځي جهاد بوخت و له یوهٔ بل سره جګړه کې یې افغان پلازمېنه ورانوله او په هر ګوټ کې بې ګناه مسلمانان وژل کېدل، د پناه اخیستو په تکل الوتکه کې لندن ته را ورسېدم. له رسېدو سره سم، را ته د شوې لارښوونې له مخې مې پاسپورټ څیرې کړ او ځان مې د هوایي ډګر پولیسو ته وسپارهٔ. په روانه انګریزي ژبه مې ورته وویل چې له افغانستانه راغلی یم. هغوی نه منله ځکه په انګریزۍ ژبه مې روانې خبرې کولې او هغوی داسې انګېرله چې ګواکې له کوم بل خوندي هېواده راغلی یم او دوی تېرباسم. ما انګريزي ژبه په خپله زده کړې وه، ډېر وخت به مې د دغې ژبې زده کړې ته وقفوه. دلیل یې دا و چې د ګټې وټې ژبه بلل کېده.

    ښه مې په یاد دي چې دوه ځوانې افسرې راغلې او لومړۍ پوښتنه یې دا وه چې انګریزي مې چېرې زده کړې؟ زما ځواب دا و چې په کور کې مې په خپله زده کړې، د ښوونځي او د ژبزده کړې د نورو مرکزونو په تړاو مې د نورو جزییاتو ورکول نه غوښتل. هغوی را ته حیران حیران کتل. یوې په حقه را ته وویل:

    “په خپله احمق یې او که پر موږ دې د احمقانو ګومان کړی؟“

    نو نن مې چې د امریکا سره د سولې خو له افغانانو سره د جګړې د غځولو په تړاو د ځینو طالب مشرانو استدلال اورېده نو د ګمرک د هماغې افسرې داخبره ناڅاپي را په زړه شوه، :

    “تاسو احمق یې او که پر موږ مو د احمقانو ګومان کړی؟“

    “معاهده له امریکا سره ده نه له افغان حکومت سره.“

    دا بي بي سي اردو ته د خیرالله خیر خواه وینا وه، او بیا وروسته د طالبانو یوه اعلامیه هم مخې ته راغله چې ظاهرا” یې خپلو نومولو والیانو ته استولې او هغوی ته لارښوونه شوې پر افغان ځواکونو بریدون پیل کړي.

    دا راز وینا او عمل افغانستان کې د طالبانو د ۲۰ کلنې جګړې څرنګوالی له پوښتنې سره کوي.

    جګړه څه لپاره وه؟ د “اشغال” ختمولو لپاره؟ نو اشغالګر یا نیواکګر دي څوک؟ امریکا او که افغان ځواکونه؟

    که افغان ځواکونه د طالبانو په وینا له امریکایانو سره دي نو ما خو ځانته هېڅ قناعت ورکولی ونشوای چې د ستونزې له اصلي زړي یا هستې سره جوړه خو د ستونزې یوهٔ اړخ سره جګړه؟ دا څنګه کېدای شي؟

    مذهبي پوښښ کې د واک لپاره جګړه

    د چارو څارونکي وایي که طالبان جګړې ته دوام ورکوي دا په دې مانا ده چې د واک له جګړې اوس پرده پورته شوه. طالبانو ویل چې “اشغال” د سولې خنډ دی، اوس خو له امریکایانو یانې “اشغال” سره هوکړه لاسلیک شوه، پر نړیوال دریځ د دوی په وینا د “اشغال” له استازي سره لاس ورکړل شو. نو بیا له افغان حکومت سره ولې نه. که دا استدلال وي چې د افغانانو خپلمنځۍ ناسته کې پر اوربند خبرې کېږي نو چې بالاخره خبرې کېږي نو ولې باید د سلګونو نورو بېګناه مسلمانانو وینه وبهېږي. دا خو اوس څرګنده ده چې طالبان به پر امریکایانو بریدونه نه کوي یانې تمریکایی به نه وژل کېږي یوازې او یوازې به افغان وژل کېږي.

    دا خبرې چې “افغان لوری په رسمیت نه پېژنو ” هغو ته ورته دي چې مجاهدینو به د اتیایمې لسیزې وروستیو کلونو کې کولې او پایله یې د افغانستان ورانېدل او د مجاهدینو رسوایي را ووته. تر ډېره څرګنده ده چې افغانان له تېر زده کړه نه کوي خو آیا طالبان بیا د نویمو کلونو تکرار غواړي؟!

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *