ډانلډ ټرمپ

تاند، سه شنبه، د عقرب ۷مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان د امریکا له شیکاګو ایالت سره پرتله کړی او ویلي یې دي د شیکاګو په پرتله افغانستان په مراتبو خوندي او امن ځای دی.

ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې د پولیس افسرانو یوې غونډې ته کړې دي او ویلي یې دي چې ټوله نړۍ د شیکاګو په اړه غږېږي چې دا د شرم خبره ده.

ټرمپ ویلي، شیکاګود جرمونو او د ناقانونه کډوالو د اوسېدنې له کبله مشهور دی او دا د ده حکومت ته د سرټیټۍ او شرم خبره ده.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تر دې وړاندې بالتیمور هم د نړۍ په کچه تر ټولو ناامنه ځای بللی و، حتی تر افغانستان یې هم دا سیمه بده بللې وه.

2 thoughts on “ټرمپ: افغانستان د امریکا تر شیکاګو زیات امن دی”
  1. د دوی مطلب دادی چی په پاکستان باندی بیا د افغانستان کراره حالت نور هم بد کړی او امریکا او پاکستان خپلو موخو ته ورسیږی ځکه خو پاکستان په کونړ باندی بریدونو ته زور ورکړی چی څو تنه ماشومان پکی وژل شوی مګر دولت تر اوسه پوری یاده موضوع نړیوالو او ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د شکایت په ډول نده لیږلی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *