تاند- د امریکا ولسمشر او د هند صدراعظم د دوو هیوادونو په سوداګرۍ کې د امریکا د کسر پر کمولو او په افغانستان کې د همکارۍ پر زیاتېدو خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر دوې اوونۍ وروسته له دې د هند صدراعظم ته ټېلفون وکړ چې ده د خپل هیواد د کابینې په غونډه کې په افغانستان کې د یوه کتابتون د جوړولو په اړه د هند د صدراعظم څرګندونې په ملنډو یادې کړې او هندي پرې عکس العمل وښود.

سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د هند صدراعظم نریندر مودي ته ټېلفون وکړ او د نوي کال مبارکي یې ورته وویل.

د هندي رسنیو د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې راپور ورکړ چې ټرمپ له مودي سره د هند او امریکا په سوداګرۍ کې د کسر پر کمېدو او په افغانستان کې د دواړو هیوادونو د همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړې.

سپینه ماڼۍ همداراز وايي، د دوو هیوادونو مشرانو موافقه وکړه چې له هند سره په سوداګرۍ کې به د امریکا کسر کم کړي او دواړه هیوادونه به په روان ۲۰۱۹ م کال کې په خپل منځ کې ستراتیژیک مشارکت زیات کړي.

د امریکا ولسمشر د جنورۍ په دوهمه نېټه د خپلې کابینې په غونډه کې په ملنډو وویل چې د هند صدراعظم نریندر مودي په افغانستان کې کتابتون جوړوي چې هیڅ ګټه نه لري.

«پوهېږئ چې په دې خبره موږ پنځه ساعته وخت ولګاوه. او تمه وه چې ورڅځه مننه وکړو چې په افغانستان کې یې کتابتون جوړ کړی. خو زه نه پوهېږم چې له دې کتابتون څخه به څوک کار اخلي.»

  د ټرمپ د حرګندونو په غبرګون کې هندي رسنیو د هغو مرستو اوږد لیست خپور کړ چې هند په تېرو ۱۷ کلونو کې له افغانستان سره کړي دي.

  هند روانه اوونۍ هم دغه هیواد ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار د سفر په لړ کې د افغانستان هوايي ځواک ته د ۴ هیلي کوپترونو د ورکړې ژمنه وکړه.

One thought on “ټرمپ او مودي په افغانستان کې د هند او امریکا پر همکاریو خبرې وکړې”

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *