تاند، شنبه، د اسد ۱۲مه: د امریکا ولسمشر یو وار بیا ویلي چې که اراده وکړي افغان جګړه په زور له دوو تر څلورو ورځو ګټلی شي خو نه غواړي دغه هېواد کې ۱۰ میلیونه بې ګناه انسانان ووژني.
ټرمپ زیاته کړې که داسې شوي وای، جګړه یې ګتله خو ډېر بې ګناه انسانان به هلته وژل شوي وو.
ټرمپ وايي، د سولې له خبرو سره هم مهاله ډېر پرمختګونه شوي او امریکا غواړي اوس افغانستان کې خپل سرتېري راکم کړي.
دا په داسې حال کې د چې ټرمپ پرون خپلو پلویانو ته یوې غونډه کې د بالتیمور د امنیتي وضعې د خرابوالي په تړاو وویل، بالتیمور د انسانانو د وژنې له پلوه تر افغانستان هم بد ځای دی.
ټرمپ تر دې څو ورځې وړاندې هم له عمران خان سره لیدنه کې افغانستان ته سپکاوی کړی و چې د افغان حکومت، سیاسیونو، طالبانو او خلکو له سخت غبرګون سره مخ شو.
درنو هیوادوالو!
ولی خبره لویوی. ترمپ ریشتا وایی مونز او تاسو کومه شیگنه لرو چی پری ونازیزو. د هغه خبری ولی کزی کوی. وایي د بی گناه خلکو لپاره يي نه کوم. داسی مثالونه خو افغانان دیر زیات ورکوی. تول پوهیزي که یوه بی ۵۲ پاسیده والله که طلب گلی او ای اس ای په کشمیر کی هم گیر کی. دا کار پخوا هم شوی او دوی یی اوس هم کوی شی. نور نو قضاوت له تاسو سره.
وایي له سپي څخه چا پوښتنه وکړه چې و لی غاپې؟ هغه ورته وویل چې خلک ډاروم!!!!!!!!!!!!!!!!!ا بیایې ورڅخه وپوښتل:نو بیا ولې تیزونه اچوې؟ هغه ورته وویل : زه پخپله ډاریږم!!!!!!!!!!!ا
ټرمپه: ته چې دومره خلک ډاروې او په څلور ورځو کې افغانستان ارامولی شې نو په ۲۰ کاله کګې ولې نه شې کولی!ایا د ا شل کاله څوک مري؟