تاند- له ډونالډ ټرمپ څخه د ده د ترور (خاله) زوی غوښتي چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له بري وروسته خپل مورني ټاټوبي ته ورنه شي.

د ټرمپ مور د سکاټلند د لیویس (Lewis) ټاپو اوسېدونکې ده او ټرمپ ځیني وخت په دغه ټاپو کې د خپلې مور د کور لیدو ته ځي.

د ټرمپ د ترور زوی کالوم مورای نوي غوره شوي ولسمشر ته په استولي پیغام کې ویلي چې د خپلې مور کور ته په ورتګ کې له بیړې کار وانخلي ځکه چې دا ټاپو ډېر کوچنی دی او که دی ورشي نو له خلکو به ارام واخلي.

د ټرمپ مور
د ټرمپ مور

د مورای په باور ټرمپ اوس یوازې ملیاردر او د تلویزیونی خپرونو پخوانی ستوری نه دی بلکې د امریکا په شان د ستر هیواد ولسمشر دی نو که لیویس ټاپو ته ورشي ډېر خلک به دې ټاپو ته ورمات کړي.

ډونالډ ټرمپ وروستی ځل ۸ کاله وړانډې د سکاټلنډ لیویس ټاپو ته تللی و.

په دغه کور کې، چې ټرمپ یې مخته ولاړ دی، د ده مور زېږېدلې ده.

 د ټرمپ مور او خور وروسته امریکا ته مهاجرت وکړ.

5 thoughts on “ټرمپ ته وویل شول چې لیویس ټاپو ته لاړ نه شي”
  1. تاند- له ډونالډ ټرمپ څخه د ده د ترور (خاله) زوی غوښتي چې…. د خبر نورې برخې ډېرې ښکلې دي مګر (خاله) او (ترور) توپیر سره لر ي (ترور) د پلار خور او (خاله) د مور خور وي.
    مننه

    1. هاشم صاحب په پښتو کې د خاله او عمه دواړو لپاره یوه کلمه (ترور) لرو.
      ځیني نورې ژبې هم همداسي دي لکه انګلیسي

  2. لومړی خو له ښاغلي هاشم څخه نړۍ مننه کوم چې په تاند کې په یوه خیر کې د یوې کلمې اصلاح په اړه یې تاند ته لیکلي دي. خو افسوس په دې کوم چې تاندخيل ولې د دې ښاغلي اصلاح رد کړې ده !!! او په دې نه پوهیږي چې ترور او خاله دوه بیلابیلې کلمي دي او ځمکه او آسمان توپیر لري. لوستونکیو ته باید یادونه وکړم چې په خوږه او ګرانه پښتو کې د عربي د دوو کلمو ( عمه ) او ( خاله ) لپاره ( ترور ) او ( توړۍ ) کلمي لرو. ترور د پلار خورته ویل کیږي او توړۍ د مور خور ته وايي. جورنالسټ باید سم خبر په کړه او آسانه ژبه وړاندې کړي.
    درناوی

ځواب ورکول هاشم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *