تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرېکړه کړې چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو یوه لویه برخه وباسي.

که څه هم یو شمېر امریکايي رسنۍ وايي چې ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د ۷ زره ځواکونو پر ایستلو غور کوي خو یو شمېر نورو ویلي چې ټرمپ د ۷ زره پوځیانو د ایستلو پرېکړه کړې او د دغه هیواد دفاع وزیر جیمزمتیس له دې پرېکړې سره په مخالفت کې استعفا کړې ده.

وال ستریټ ژورنال لومړنۍ ورځپاڼه وه چې د امریکا د ولسمشر د دې پرېکړې راپور یې ورکړ. دې ورځپاڼې ویلي چې ټرمپ پرېکړه کړې چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

هفنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا لیکلي چې ټرمپ په نهایت کې غواړي چې له افغانستانه ۱۳ زره سرتېري وباسي.

ټاکل شوې ده چې نیمايي امریکايي پوځیان د راتلونکې جنورۍ تر پایه ووځي.

امریکا په افغانستان کې ۱۴ زره پوځیان لري.

حاضردمه په افغانستان کې د ټولو بهرنیو پوځیانو شمېر نژدې ۱۷ زره دی.

ټېرمپ همداراز له سوریې څخه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړه هم کړې ده.

One thought on “ټرمپ له افغانستانه د نیمايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې”
  1. US secretary of defense had resigned mainly due to President Trump decision to withdraw US troops from Syria against his advise. At this time, President Trump pressuring John Bolton ( American national security adviser ) to announce Afghanistan partial US troops withdrawal which he is resisting it too. Lets see who will win !

ځواب ورکول A. Halim Hakimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *