تاند- د امریکا نوي منتخب شوي ولسمشر دونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له اوسني ولسمشر بارک اوباما سره په سپینه ماڼۍ کې ولیدل.

ټرمپ، چې له نیویارکه په ځانګړې الوتکه کې واشنګټن ته لاړ، په سپینه مانۍ کې له اوباما سره له لنډې کتنې وروسته وویل چې له اوباما سره په دې ملاقات ویاړي.

دواړو مشرانو د بندو دروازو شاته خبرې وکړې. باور کېږي چې د امریکا ولسمشران عموماً د هخپل ماموریت په پای کې نوي منتخب شوي ولسمشر ته د هیواد ځیني مهم رازونه بیانوي.

دوی وروسته د خبریالانو مخته څو تشریفاتي جملې بیان کړې.

ټرمپ وویل چې دا یې له ولسمشر اوباما سره لومړنۍ کتنه وه او هیله لري چې بیا به هم له نوموړي سره مفصلې خبرې وکړي.

اوباما وویل چې د واک لېږد په اړه یې له ټرمپ سره خبرې وکړې او هڅه یې دا ده چې ټرمپ په خپل ماموریت کې بریالی وي.

ده همداراز وویل چې د ښاغلي ټرمپ مېرمن ملینیا ټرمپ، چې له ده سره یوځای سپینې ماڼۍ ته تللې ده، د ولسمشر اوباما له مېرمن سره جلا خبرې وکړې.

سره له دې چې د امریکا په یو شمېر ښارونو کې د ټرمپ د ولسمشر کېدو خلاف سوله ییزې مظاهرې شوي، ښاغلی ټرمپ به د جنورۍ په شلمه په سپینه ماڼۍ کې په کار پیل وکړي.

له ټرمپ سره د امریکا اکثره رسنۍ او نخبه ګان مخالفت لري خو د امریکایانو اکثریت ورته رایې ورکړي دي.

2 thoughts on “ټرمپ له اوباما سره له کتنې وروسته وویل، دا یې له اوباما سره لومړنۍ کتنه وه”
  1. د امریکا اکثریت ورته رایه نه ده ورکړی. زیاتی رایی کلنټن ګټلی خو ددوی سیسټم فدرالی دی چی ده بیا زیات ډیلیګیټس یا هیتونه ګټلی….نو اشتباه مو سمه کړی.

    مننه

  2. Trump did not win the popular votes which means many american people voted for Clinton not for Trump, but trump won the Elector College votes which is the votes of the senators in each state.

ځواب ورکول افغان مین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *