د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ

تاند (سې شنبه، د حوت۱۳) د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي چې نن یې د طالبانو د قطر د دفتر له مشر ملابرادر سره په قطر کې د وروستۍ موافقې په اړه ټېلفوني خبرې وړکړې.

ټرمپ تر موافقې وړاندې ویلي و چې له طالب مشرانو سره به خبرې وکړي.

ده له طالب مشر سره خپلې خبرې ښې وبللې، ویې ویل چې هغوی په افغانستان کې د تشدد د کمولو لپاره د موافقې له عملي کولو سره سلا وکړه.

ټرمپ، چې په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره ږغېده، وویل چې په پام کې لري چې په نژدې راتلونکې کې په خپه له طالب مشرانو سره وویني.

خو طالبانو له ټرمپ سره د ملابرادر د خبرو په باب په خپله خبرپاڼه کې د تشدد د کمېدا موضوع ته هیڅ راز اشاره نه ده کړې.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره له خبرو یوه ورځ وروسته په قطر کې د طالبانو مرستیال مشر ملاعبدالغني برادر ته ټېلفون وکړ.

 د طالبانو د قطر دفتر ویلي چې ټرمپ له ملابرادر سره څه باندې نیم ساعت خبرې وکړې.

طالبان وايي چې ملابرادر د متحدو ایالتونو ولسمشر ته ویلي چې که امریکا د دوحې پر موافقې ودرېږي، دواړه خواوې به په راتلونکې کې ښې اړیکې ولری.

ملابرادر همداراز ټرمپ ته ویلي چې د افغانستان په بیارغونه کې مرستو ته دوام ورکړي.

طالبان وايي چې د امریکا ولسمشر ملابرادر ته ډاډ ورکړ چې امریکا به له افغانستان سره مرستې جاري ساتي.

د طالبانو د خبرپاڼې پر اساس، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د طالبانو مرستیال ته وویلَ«خوشاله یم چې له تاسي سره خبرې کوم، تاسي قوي خلک یاست او ډېر ښه هیواد لرئ او زه پوهېږم چې تاسي د خپلې خاورې لپاره جنګېږئ، موږ ۱۹ کاله هلته وو او دا ډېره اوږده موده ده، اوس له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د تولو په ګټه دي.ِ»

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، ټرمپ ملابرادر ته وویل چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر به ژر له اشرف غني سره خبرې وکړي چې د بین الافغاني خبرو په وړاندې پراته خنډونه لېرې شي.

په خبرپاڼه کې د خنډونو څرنګوالي ته اشاره نه ده شوې خو ظاهراً طالبان تر خبرو وړاندې د خپلو ۵ زره بندیانو خلاصون غواړي چېئ ولسمشر غني یې تر هغو مخالف دی چې طالبان د سولې خبرو ته کښېنستي نه وي.

ښاغلی غني ټینګار کوي چې باید داسې تضمین په منځ کې وي چې خوشي کېدونکي بندیان بیا د افغانستان پر ضد د جنګ میدان ته نه ځي.

2 thoughts on “ټرمپ وايي، ملابرادر د موافقې پر اساس د تشدد له کمېدا سره موافقه وکړه”
  1. دادصلحی معامله د خلیلزاد په وسیله ډیره مضره او خطرناکه ډرامه دی، امریکا د پاکستان په تام رضایت او همکاری کله یو د ملت دوښمن ګروپ د ملت پر اوږو سپوروی او کله بل تر څو چی ملت داسی وځپل شی چی هیڅکله پخپلو پښو ونه دریدای شی او اهسته اهسته اصلی غلام پاکستان پر افغانستان تام حاکم کړۍ شی دا ډول اعلامیه هغه وخت د قاتلی ږیری ګلبدین له خوا هم د کابل یرغل وخت کښي خپره شوی وه چی افغانستان او پاکستان دواړه باید متحد هیواد شی او جمعیت ربانی د ځان سره د مشاور په حیث حمیدګل مقرر کړ ، بیا د امریکا خاص ګروپ څخه کرزای د امریکای عسکرو په بدرګه په ارګ داخل کړۍ شو او المان بن کښی تماشائی افغانی مجلس ته قاتلان او چورکوونکی راټول او د کرزای تر رهبری د ملت ضد حکومت ئید خپلو راتلوونکیو مردودو هدفونو لپاره جوړ کړ او جاهلو طالبانو په یو اتفاق سره بی له اندکترین مقاومت پاکستان خواته خوځیدلی وو او بیا د بل خبیث پلان لپاره دا طالبان مالی او اسلحوی حمایه او د ا مریکا ضد شعار لاندی د امریکا سره زرګری جنګ باندی شروع وکړه په واقعیت کښي ملت ئي په قتل ورساوو او اوس هم دوام لری ! کابل کښي امریکا خپله باداری واضحآ د دوکتور اشرف او عبدالله ۵۰ |۵۰ فیصدی د دوه رئیسانو ټاکل فوق العاده تمثیله کړه او اوس بیا د صلحی شعار لاندی جاهل قاتل طالبان ډیر ونازول شول او ددوی تر مینځ صلحی شرائيط دا کاملآ واضحآ کوی چی طالبانو ته د امریکا سی آی اي جاسوس خلیلزاد په واسطه د امارت وعدی ورکړ شوی دی او غوښتل کیږی چی طالبان دی ځل قوی تره کابل ته داخل کړی او کابل کښی ئي همدارنګه قاتل چور کوونکی جاسوس عبدالله عبدالله غورپشونو ته خوشۍ کړۍ دی ، و به لیده شی چی دوکتور اشرف غنی دی ځل د ملت طرف نیسی او که د واشنګتن او پاکستان ؟؟؟؟

  2. دامریکا متهده ایالاتو سرتېري‌ نن په ډېره آزاده پښه کندهار ښار ته راوتلي ‌وو. په کندهار کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي‌ چې تر بل هر وخت امریکا يي ځواکونه په آزاده پښه د کندهار په هرات بازار کې ګرځېدل .

    امریکا یانو ته په عامو بازارونو کې په آزاده پښه د ګرځېدلو اختیار طالبانو ورکړی دی .‌طالبان به نور په امریکا يي‌ ځواکونو بریدونه نه کوي‌.

    دا پرېکړه په قطر کې د (۲۹/۰۲/۲۰۲۰) د طالبانو او امریکا یانو ترمنځ وشوه .

    د کندهار ښار د هرات بازار یوه دکاندار صالح محمد خبریال ډاټ ‌کام ته وویل چې د امریکا یانو راتګ بازار ته اوس د امنیت راتګ دی .‌ هغه زیاته کړه :‌

    « امریکا یان آزاد ګرزي یوه یوه توپنچه ورسره ده ، په بازار کې سودا وي‌ کوي‌، هیڅ‌ مشکل نشته ، کاش چې افغان امنیتي‌سرتېري‌هم هم دا ډول ګرزدلای او زموږ څخه یې شیان رانیولای .‌»

    د کندهار ښار یوبل اوسېدونکی نجیب الله بیا خبریال ویب پاڼې ته وویل چې امریکا یان طالبانو راوستلي ‌وو او اوس په ښارونو کې د ګرځېدلو اجازه هم طالبانو ورکړې ده .

    نجیب الله زیاته کړه : « که طالبانو ترهه ګر اوسامه بن لادن د پاکستان پر ځای امریکایانو ته ورکړی وای امریکایان به ولي‌افغانستان ته راتلل؟‌

    ولي‌ به زموږ خلک ټوکر ټوکر کېدل ؟‌ طالبانو امریکایان راوستلي‌ دي‌ او اوس یې په ښارونو کې د ګرځېدو واک هم ورکړی دی .‌موږ افغانان بې وسه یو کنه نو دا ډېره لویه بې ننګري ‌ده چې افغانان په وېره او امریکا یان په ډاډه زړه په کندهار ښار کې ګرځي‌.»

    په کندهار کې له امریکا یانو سره نن ترجمانان هم په لڅ مخ او ډاډه ګرزېدل ، هغوی هم خوشحاله وو او داسي‌ یې انګېرله لکه ښار چې ددوی وي‌.

    کندهار یې یوه بېلګه ده ، نن دافغانستان په بیلا بیلو برخو کې امریکایان د طالبانو له بریدونو بېغمه ګرزي ‌خو د طالبانو هدف یوازي ‌افغانان .

    خلک وايي چې طالبانو ته نور د جهاد کولو کومه پلمه پاتې نشوه ،او پر افغانانو بریدونه یې یوازي ‌او یوازي ‌د قدرت د لاسته راوړلو لپا ره دي‌.

    ولس په قطر کې د کوټي ‌شورا له استازو غواړي‌ چې د تاوتریخوالي ‌د کمولو پر پرېکړه له سر غور وکړي ‌او د طالبانو خلاف نور د افغانانو نفرت راونه پاروي‌.

    له تېري ‌ورځي‌ راوروسته چې کله طالبانو پر افغانانو د بریدونو د پیل خبر خپور کړی ، دافغانستان ولس سخته غوسه را پارېدلې ده ، د طالبانو دې کړنې سلګونه زره افغانان چې د ژوند په هره برخه کې کار کوي‌د حکومت ملاتړ ته وهڅول .

ځواب ورکول دوکتور غروال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *