تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۹ م کال کې په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې دفاع وزیر جېمز متیس یې د دې لپاره ګوښه کړ چې نوموړي د افغانستان د جګړې په برخه کې ښه کار ونه کړای شو.
متیس تېره میاشت (دسمبر) اعلان وکړ چې له خپلې دندې استعفا کوي. د متیس د استعفا دلیل له افغانستانه د نیمايي امریکايي پوځیانو د ایستلو پر سر اختلاف ښودل شوی و.
خو ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې متیس یې برطرفه کړی ځکه چې د ده په وینا متیس د افغانستان د جګړې په اړه کومه نتیجه ترلاسه نه کړای شوه.
ده وویل«ولسمشر اوباما برطرفه کړ… او د ضرورت له مخې ما هم دا کار وکړ. موږ نتیجه غواړو.»
ښاغلي ټرمپ د ۲۰۱۶ کال په اګست کې د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه چې پر اساس یې باید د افغانستان جګړې پای ته ورسېږي. د دې ستراتیژۍ پر اساس پر پاکستان، چې د افغانستان د جګړې اصلي تمویلوونکی او ملاتړ کوونکی دی، د امریکا مالي او پوځي مرستې بندې شوې خو پاکستان د امریکا د مرستو په وړاندې مقاومت وکړ او د طالبانو ملاتړ ته یې دوام ورکړ.
ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه څه ونه ویل.
افغانان باید د خپل هیواد لپاره تر بهرني ملاتړ ژور فکر وکړي. بهرنۍ ملاتړ د موقت ښه اقتصاد لرلو لپاره ښه ده خو اوږمهال کې پر ځان تکیه او بسیا کېدل هم اړین دي او دا چاره هغه وخت امکان لري چې د وطن دوستۍ له شعار څخه د وطن دوستۍ عملي ډګر ته ووځو. دوېم د قومونو تر منځ کلک اتفاق د درسي نصاب له لارې رامنځته کړو.