تاند، جمعه، د حوت ۱۶مه: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، ممکن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره طالبان د دغه هیواد واک ترلاسه کړي.

ټرمپ دا څرګندونې نن جمعه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته کړې دي.

ټرمپ ویلي، یوازې تر څه وخت د یو چا لاس نیول کېدای شي او نور باید هېوادونه پخپله د ځان خیال وساتي.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان به بالآخره واک ترلاسه کړي وویل، ”داسې خو انګېرل کیږي نه خو ممکن همداسې وشي“.

امریکا تېره شنبه (د فبروري په ۲۹مه) له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ څو یې په افغانستان کې جګړه ختمه شي او امریکايي ځواکونه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

2 thoughts on “ټرمپ واک ته د طالبانو د رسولو اشاره ورکړه”
  1. د طالبانو د نظامي‌ کمېسیون مشر ملا ذاکر پر ټولو طالبانو غږ کړی چې د افغانانو په وړاندي‌ خپلو فعالیتونو ته دوام وکرکړي‌.

    د کوټي شورا ځیني ‌استازو او د طالبانو قاضي القضات د ملا ذاکر د کنټرولولو هڅه کړې ده ، خو پآکستان مېشتو طالب مشرانو ددې ستونزي‌ د حل لپاره قطرنه مرسته غوښتې ده .

    په قطر کې طالب سرچینو خبریال ډاټ کام ته وویل چې ملا برادر د ملا ذاکر د کنټرول لپاره ملا فاضل اخوند او شاهین صیب کوټي ‌ته استولي ‌دي‌.

    تېره شپه د کوټې د پښتون اباد سیمې په چالو باوړۍ سیمه کې ملا فاضل اخوند او ملا ذاکر لمړی د ځینو نورو طالب مشرانو په وړاندي ‌خبري ‌سره وکړې او وروسته یې یو په یو – یوه غونډه هم وکړه .

    ملا ذاکر یو د هغه طالب قوماندانانو له جملې څخه دی چې په جنګي طالبانو کې پراخ ملګري لري ‌او تر ډېره بریده یې طالبان خبري ‌ته غوږ نیسي‌.

    ملا ‌ذاکر وايي چې تر څو یو امریکايي په افغانستان کې وي ‌دوی به جګړه کوي‌ ، خو ملا فاضل چې ملا ذاکر یې خبره نه غورځوي‌ او شاهین چې د سیاسي ‌دفتر ویاند او د پآکستان مېشتو او قطر مېشتو طالب مشرانو تر منځ د پل هیثیت لري هڅه کوي ‌چې ملا ذاکر له خپلي ‌دې خبري ‌را وګرځوي .

    په کوټه او د پآکستان په ځینو برخو کې په جګړه کې ښکېل طالبان د سولي‌ په تړاو سره وېشلي‌ دي .

    د نیمو نظر دادی چې نور په افغانستان کې جهاد ختم او د واک جګړه ده او ددوی په وینا په دغه جګوه کړې نور ګډون نه کوي‌،ځکه شرعي ‌جواز نه لري‌.

    نیم نور بیا وايي چې تر څو یو امریکا يي په افغانستان کې پاتې وي باید جګړه ونه درول شي‌.

    دا ستونزي ‌وروسته له هغه را وټوکېدې چې نېژدې یوه اونۍ وړاندي ‌د تېري ‌فبروري میاشتي پر ۲۹ نېټه د طالبانو او امریکا یانو ترمنځ د سولي ‌تړون لاس لیک شو .

    د سولي ‌د تړون ترتړون وروسته یو شمېر طالبانو کې دا خبره خپره شوه چې نور په افغانسان کې جګړه شرعي‌جواز نه لري ، نو دوی جګړې ته نه ځي‌.

  2. ښاغلي نوري سلام
    کوم معلومات چه خپاره شوي مهرباني وکړه هغه تکراري مه خپهروه
    په تبصره کي خپل نظر له لوستونکو سره شريک کړه
    خوښنه

ځواب ورکول څپز ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *