ولسمشر ډونالډ ټرمپ

تاند – د امریکا نوي ولسمشر له لوړې وروسته د افغانستان په اړه په خپلو لومړنیو څرګندونو کې په افغانستان کې مېشتو امریکايي پوځیانو ته وویل چې مبارزې ته دوام ورکړي او د بري تر پولې پوري یې ورسوي.

ډونالډ ټرپ تېره شپه د لوړې له مراسمو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې د افغانستان نوم وانخیست خو څو ساعته وروسته یې په افغانستان کې دېره امریکايي پوځیانو ته د ویدو کنفرانس له لارې وینا وکړه.

ښاغلي ټرمپ په افغانستان کې مېشت امریکايي پوځیان وستایل او د هغو د هڅو ملاتړ یې وکړ.

ټرمپ په بګرام کې دېره امریکايي پوځیانو ته وویل، «مبارزې ته دوام ورکړئ ځکه چې امریکا په دې مبارزه کې بریالۍ کېږي.» ټرمپ خپلو پوځیانو ته دا هم وویل چې ژر به له دوی سره وویني. د امریکا ولسمشر خپلو پوځیانو ته په خطاب کې وویل«تاسو نه هېرېدونکی کار کوئ او زه به ستاسو سل په سلو کې ملاتړ وکړم.»

ویل کیږي چې ولسمشر ټرمپ په خپله لومړنۍ وینا کې هم چې پرون جمعه /د جنوري ۲۰مه/ یې په واشنګټن کې وکړه ډېر تاکید د امریکا د متحده ایالاتو په اقتصادي ښېرازۍ، د سرحدونو په خوندیتابه او د هغه په وینا د اسلامي راډیکالیزم پر ضد مبارزه باندې وکړ.‌

 

2 thoughts on “ټرمپ په افغانستان کې مېشتو امریکايي پوځیانو ته وویل، خپلې مبارزې ته دوام ورکړئ”
  1. داد حرامې نطفی نه زیږیدلي شادیان صرف پټکی وهي په حقیقت کی یی پتلونونه لړلي
    لکه دروس غوندی به دړی وړی کیږي ان شاءالله
    وماذالک علی الله بعزیز

ځواب ورکول ایمل خاکسار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *