تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ، چې په نورو ملنډې وهي او نور پر ده ملنډې وهي، د دې لړۍ په دوام کې د چهارشنبې په ورځ په ملنډو وویل چې د هند صدراعظم نریندر مودي په افغانستان کې کتابتون جوړوي چې هیڅ ګټه نه لري.

د سترایټس ټایمز او مېل ورځپاڼو د راپور له مخې، ټرمپ د کابینې په غونډه کې په داسې حال کې چې له خپل هیواده دباندې یې د امریکا د مرستو پر کمولو ټینګار کاوه، له افغانستان سره د هند د مرستو یادونه وکړه.

ده وویل چې له مودې سره یې خبرې کولې او هغه پر له پسې ورته ویل چې په افغانستان کې یې کتابتون جوړ کړی دی.

ټرمپ زیاته کړه«پوهېږئ چې په دې خبره موږ پنځه ساعته وخت ولګاوه. او تمه وه چې ورڅځه مننه وکړو چې په افغانستان کې یې کتابتون جوړ کړی. خو زه نه پوهېږم چې له دې کتابتون څخه به څوک کار اخلي.»

تراوسه پورې داسې کوم راپور نه دی خپور شوی چې هند دې په افغانستان کې کتابتون جوړ کړی وي او یا دې د هند صدراعظم ۵ ساعته وخت له ټرمپ سره په خبرو ضایع کړی وي.

سترایټس ټایمز ورځپاڼه وايي چې څرګنده نه ده چې ټرمپ د کتابتون د کومې پروژې یادونه کوي؛ خو هند په تېرو ۱۷ کلونو کې له افغانستان سره لږترلږه د ۳ یا ۴ ملیارد ډالرو مرسته کړې.

د ورځپاڼې پر اساس د هند په مرسته په کابل کې د ممتازو زده کوونکو لپاره لېسه جوړه شوې او هر کال ۱۰۰۰ افغان محصلانو ته سکالرشیپونه ورکول شوي دي.

دغه راز د هند په مرسته د افغانستان د ملي شورا ودانۍ جوړه شوې ده.

مودي ژمنه کړې چې افغان ځوانانو ته به د عصري او مسلکي زده کړو پروګرام براخوي.

په همدې حال کې سي این بي سي تلویزون وویل چې ټرمپ وايي«موږ په افغانستان کې په یوه میاشت کې تر هغه څه ډېرې پیسې لګوو چې د امریکا او مکسیکو ترمنځ د دېوال جوړولو ته پکار دي.»

د امریکا کانګریس د ټرمپ مصرفي بودجه د دې لپاره نه تصویبوي چې په دې بودجه کې د دېوال لپاره ۵ ملیارد ډالره غوښتل شوي دي. د دې لانجې پر سر د امریکا د فدرالي حکومت یوه برخه پرچاو شوې ده.

2 thoughts on “ټرمپ په ملنډو وویل چې مودي په افغانستان کې کتابتون جوړ کړی”
  1. اصل کی هند په دی کتابتون سره غواړی چه افغان ولس ته خپل اصلی دشمنان وروپیژنی او هم افغان مشرانو ته ورذده کړی غواړی ترڅو د ټرمپ په شان ناهله خلکو ته و نه نڅیږی او په ځان او خپل عظیم ولس لکه د هند مشران باور ولری

ځواب ورکول سلیمان زاهد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *