وايي هر چيرې چې قبيله وي، هلته جرګه هم وي او چيرته چې جرګه معمول وي، هلته ټولنه د قبيلوي مناسباتو په سيوری کې واقع وي.

د افغانانو ټولنه يوه قبيلوي ټولنه ده او تر هغه ځايه چې تاريخ يې په ياد لري، د ډيرو لرغونو وختونو څخه پردې ټولنې قبيلوي سيوری را خور دي. په قبيلوي ټولنه کې د جرګې نظام حاکم وي، په دې نطام کې لوی مسايل د لويې جرګې په مټ د حل وفصل لار پيدا کوي. د جرګو فيصله دروند قدسيت لري، که يو کس د خپلې ټولي کورنۍ سره تباه کيږي، هغې ته غاړه ږدي او هغه قبلوي، خو د جرګې د پريکړو او فيصلوپه وړاندې بغاوت يا خيانت هيڅ کله نه قبلوي.

ځکه چې جرګه او مرکه په افغاني دودونو او عنعنو کې ډير ارزښت، لوړ ځای او لرغونی تاريخ لري. لويی جرګې زموږ په ګران هيواد افغانستان کې اوږد تاريخ لري، خو ډيرې مهمې جرګې په اتلسمه، نولسمه اوشلمه پيړۍ کې شويدي.

د اتلسمې پيړې په پيل کې هغه محال چې هيواد د ايراني صفويانو په استعمار کې بند و، د حاجی ميرويس خان په مشرۍ دوه لويې جرګې د (کوهکران ۱۱۱۷/ ۱۷۰۵ م ) او د مانجی لويه جرګه ( ۱۱۱۹/ ۱۷۰۷ م ) په مقامونو کې جوړی شوي، چې دا حرکتونه ټول مخفی وو، ترڅو کار نظم وموند او علنی قيام پيل شوه، د ايران حکمران « بيګلربيګی ګورګين » او د هغه نظامی او ملکي مشران قتل او کندهار خپلواک دولت اعلان شو او ميرويس خان دملی مشر په توګه وټاکل شوه. د زیاتو مالوماتو له پاره وګورئ:( عطايې محمد ابراهيم (اکاډميسن کانديد)، د افغانستان پر معاصر تاريخ، اول چاپ، ۱۳۸۰ هجری لمريز کال ، ميوند خپرندويه ټولنه ، ص ۱۳)

دويمه لويه جرګه د احمدشاه ابدالي د ټاکنې جرګه وه، چې د کندهارپه « شير سرخ » کې جوړه شوه او په هغې کې د قومونو مشرانو برخه اخيستې وه او څوورځې غونډې کيدي، تر څو يې احمد خان سدوزی د احمد شاه په نامه مشر کړ او هغه په خپله پوهه او درايت د احمد شاهی امپراطوری بنسټ کيښوده.

په ۱۹ پيړۍ کې په خاصه توګه د انګريز د يرغلونو په وړاندې افغانانو مقاومتونه کول، د برياليتوب تومنه يې په دې کې پرته وه چې د جرګو په فيصلو به دومره واحده قوی جبهه جوړه شوه چې ډيرو لويو قدرتونو په هغوي کې د نفوذ توان نه درلود.

د څيړنو له مخې لرغونو آريايانو هم دوه ډوله جرګې درلودلي، چې د ورپيښې کوچنۍ او لويې مسلې يې د همدغو جرګو له مخې حل او فصل کولي. دوي د «سيمتي» او «سبها» په نومونو دوه جرګې درلودلي چې سبها د يوې وړې کليوالي جرګې دنده درلوده چې په کوچنيو مسايلو به يې غور او پريکړي کولي او سيمتي جرګې به لويې مسلې حل او فصل کولي. لکه د مشر ټاکل، د خپلې سيمې څخه دفاع کول او داسې نورې مسلې به يې هوارولې له لويو جرګو پرته، چې وړاندې ورته اشاره وشوه او د هيواد په سطحه پريکړې کوي، بله سيمه ييزه جرګه وي، چې هغه د خاصو مشرانو له خوا جوړيږي، چې «نرخيان» يې بولي او له دوي پرته نور کسان هم په کې ګډون کوالاي شي، خو پريکړې اکثره هغه نرخيان کوي، چې دواړو خواو ته يې پريکړي د منلو وړ وي.

 ارشاد اورنګزيب، افغانستان پيژندنه ،اول چاپ ، ۱۳۸۴ ل / ۲۰۰۶ م ، دانش خپروندويه ټولنه ، پيښور، ص ۳۳۴/ ۳۳۵ .

جرګه ماران، چې کله د يوې پريکړې له پاره په حجره، مسجد او يا هم په يوه لويه سوپه کې خپل مجلس پيل کړي او وړاندې يې د دواړو خواو څخه مچلګه «نغدي يا جنسي ضمانت» اخيستي وي او د جرګې په پای کې چې هره خوا د جرګې پريکړه ونه مني او سرغړونه وکړي، مچلګه يې له منځه ځي او له دي پرته د ضرورت په وخت کې نور تاوانونه هم وراړوي. لکه د کور سوځول او له سيمې نه ايستل هم په کې پيښيږي .

بې جرګې نه به هيڅ کار په لاس وانخلي که خبر وي د جرګې په برکت

پای

ماخذونه :

اکاډميسن کانديد :

عطايې محمد ابراهيم ، د افغانستان پر معاصر تاريخ، اول چاپ ، ۱۳۸۰ هجری لمريز کال ، ميوند خپرندويه ټوله ، ص ۱۳ .

ارشاد اورنګزيب ، افغانستان پيژندنه ، اول چاپ ، ۱۳۸۴ ل / ۲۰۰۶ م ، دانش خپروندويه ټولنه ، پيښور ، ص ۳۳۴/ ۳۳۵

One thought on “ټولنه د قبيلې په سيوری کې (د جرګو سيستم) / ع، شيرزوی”
  1. دا په زړه پورې موضوع ده خو دا بايد په عنوان کې هم مشخصه شوي وای چې کومه ټولنه جرگه که دقبيلوي ټولني دود دی اوس په مدرنو مناسباتو کې دټولنيزو ارزښتونو پهتوگه دمدرن قانون تر سطحې را پورته شوی اوټولني ته هيې هويت ورکړي دې ۔ قبيلوي ژوند چې ځينيې يې له کراهت اوبدبينۍ سره استعمالوي اودعقب مانده گۍ لورې ورکوي ۔ داسې نه ده هره ټولنه دداسې پړاوونو تيره شوي ده ۔ زماپه نظر مساله په لنډو احکامو نه ختميږي ۔

ځواب ورکول spearaki ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *