د ارنست همینګوې کیسه

 ژباړه: م- ن ساپی –

موږ لا په کټ کې پراته وو. هغه کوټې ته راننوته چې کړکۍ پورې کړي. پوه شوم چې ناروغه دی. وجود یې لړزېده، رنګ یې الوتی و او په تکلیف سره یې قدم اخیسته لکه د وجود کومه برخه چې یې دردېدلې وي.

  • “څه خبره ده، ساچی؟”
  • “سر مې خوږیږي. “
  • “زه بېرته دې کټ ته لاړ شه، ډډه واچوه. “
  • “نه. هسې، ښه یم. “
  • “ځه لاړ شه. زه جامې بدلوم، درښکته کیږم. “

لاندې چې ورښکته شوم، د خوب جامې یې بدلې کړې وې او د بخارۍ مخې ته ناست و. ومې لیده چې د ناروغۍ په حالت کې دغه نهه کلن ماشوم څومره بې وسه او بې چاره ښکاره کېده. په تندي باندې مې ورله لاس کېښوده، تبه یې وه.

  • “زه خپل ځای کې دې څمله، ارام وکه. ” ورته ومې ویل، “ناروغه یې. “
  • ” ځواب یې راکړ.”نه، ښه یمه.

ډاکټر چې راغی د هلک تبه یې وکتله.

  • پوښتنه مې ترې وکړه.”څومره ده؟ “
  • “یو سل او دوه. “

د تګ نه مخکې راته ډاکټر په لاندې پوړ کې د خوراک له لارښوونې سره درې رنګه مختلفې ګولۍ او کپسولونه د میز پر سر پریښودل. یو ځای د تبې، بل د تیزابو د مخنیوي لپاره او ځنې یې جلاب وو. د انفلوینزا میکروب یواځې د تیزابو په حالت کې پايي، ډاکټر راته وویل. فکر کوم د انفلوینزا په اړه یې ښه کافي مالومات لرل. ویې ویل که تبه له یوسل او څلورو درجو پورته نشي، د اندیښنې وړ نه ده. دا د زکام خپرېدلو عادي حالت بلل کیږي او که چېرې په کې د نمونیا مخه په سمه توګه ونیول شي کوم خطر نه لري.

کوټې ته چې ورغلم د هلک د تبې درجه مې په یوه کاغذ باندې ولیکله او د بېلا بېلو ګولیو د خوراک وختونه مې له ځان سره نوټ کړل.

  • پوښتنه مې ترې وکړه.”څنګه، خوښه دې نه ده یوه کیسه درته ولولم؟”
  • ځواب یې راکړ. ” سمه ده که ستا خوښه یې. ” د مخ رنګ یې الوتی و او سترګو یې ګردچاپېره تورې حلقې نیولې وې. په کټ کې بې حرکته او له هرڅه بې پروا پروت و.

د هاورډ پایل له کتاب ” سمندري داړه ماران” څخه مې ورته په لوړ غږ کیسه لوستله خو متوجې وم چې پام یې بل خواته دی.

  • پوښتنه مې ترې وکړه:”ساچی، څنګه طبعه دې یوڅه ښه نه شوه؟”
  • ځواب یې راکړ: “اوسه پورې خو لا هماغسې یم. “

د کټ سر ته یې ناست وم. کتاب مې له ځان سره غلی لوسته او د دویمې ګولې ورکولو وخت ته منتظر وم. باید له اولې ګولۍ سره ویده شوی وی خو چې ورپام مې شو هماغسې ویښ پروت و. د کټ پښو ته برګ شوی و، ډیر عجیبه یې ورته کتلې.

  • “ولې نه ویده کیږې؟ دوا ته دې زه خپله راپاڅوم. سترګې پټې کړه، ویده شه. “
  • “نه، نه ویده کیږم. “

شیبه ورسته یې راته کړه: “پلار جانه، که ته په تکلیف کیږې او د لیدلو تاب یې نه لرې، زه لاړ شه. ضرور نه ده چې په خوا کې مې کښېنې.”

  • “نه، زه نه په تکلیف کیږم. “
  • “نه، وایم که ته یې د لیدلو زغم نه لرې او په تکلیف کیږې، ضرور نه ده چې په خوا کې مې ناست وې. ” فکر مې وکړ چې اوس یې وضیعت ښه دی. د ډاکټر له لارښوونې سره سم مې په یوولسو بجو بله ګولۍ ورکړه او د لږ ساعت قدم وهلو لپاره بیرون ووتلم.

***

اسمان شین و. ځمکه درنې واورې پوښلې وه او یخه هوا لګېدله. لوڅې ونې، ګڼ ځنګلي بوټې، چمنونه، د ونو ماتې شوې څانګې او ښاخونه ټول د روښانه لمر وړانګو ته تک سپین ځلیدل. د آیرلینډي نسل وړوکی تازی مې له ځانه سره د عمومي سرک پر لور د کوچنۍ کنګل شوې ویالې ترڅنګ روان کړی و. د ویالې په بیلورینې سطحې باندې درېدل او پرې قدم وهل سخت و، سور رنګه تازی ورباندې ښوېده راښوېده. سور رنګه تازی ورباندې ښوېده راښوېده. زه ورباندې دوه ځله راوغورځيدلم. یوځل ښه بد ولګېدلم، د لاس نه مې ښکاري ټوپک ولوېده او دوه درې متره لرې وښوېده.

د یوې لوړې غونډۍ د ځنګلي بوټو په ګڼه لمنه کې مو د زرکانو په یوه سیل باندې سترګې ولګېدلې. مخکې له دې چې سیل د غونډۍ سر ته والوځي او له سترګو پناه شي، دوه دانې مې په کې وویشتل. ځنې زرکان په ونو کې په اسانۍ سره ښکاره کېدل خو زیاتره به په واورو پوښل شویو ګڼو بوټو کې خواره واره کښېناستل چې باید اخوا دیخوا دې ورپسې منډې ترړې کړی وی. دې کار ښکار له مشکل سره مخ کاوه خو ما بیا هم دوه زرکان ښکار کړل، پینځه نور رانه خطا شول او د کور په خوا کې د بل سیل لیدلو خوشاله کړم: ځان سره مې وویل سبا بیا خدای مالک دی.

***

کور کې یې راته وویل هلک څوک کوټې ته نه ورپریږدي. “مه راننه وځه. ” غږ یې وکړ. “زه نه غواړم ته هم زما په ناروغۍ اخته شې. ” خوا ته یې ورغلم. په کوم وضیعت کې چې مې پریښی و هماغسې پروت و؛ د مخ رنګ یې تک سپین اوښتی و خو د غومبورو پاسنۍ برخې یې تبې سرې کړې وې او هماغسې د کټ پښو ته برګ و. په تندي باندې مې ورله لاس کېښوده چې تبه یې وګورم.

  • پوښتنه یې وکړه.”څومره ده؟”
  • “د سلو په شا و خوا کې. ” ځواب مې ورکړ. خو تبه یې له یو سلو او دوه درجو یوڅه پورته وه.
  • “هغه خو وویل چې یو سل او دوه درجې ده. “
  • “چا؟”
  • “ډاکټر. “
  • “ستا تبه نورمال حالت کې ده. ” ورته ومې ویل. “ته ولې تشویش کوې؟ “
  • “نه، تشویش نه کوم. ” ویې ویل. “خو نارامه فکرونه مې نه پریږدي. “
  • “تشویش مه کوه. ” ورته ومې ویل. “لږ ورته ځان تکړه که.”
  • “ځان مې ورته تکړه کړی دی. ” سترګو ته یې مخامخ راکتل، ځواب یې راکړ. داسې ښکاره کېده لکه د یوڅه لپاره چې یې کلکه اماده ګي نیولي وي.
  • “هه، دا واخله. اوبو سره یې تیره کړه. “
  • “دې سره به ګنې ښه شم. “
  • “ولې نه، خامخا ورسره ښه کیږې. “

کښېناستلم. ” سمندري داړه ماران” کتاب مې بیا خلاص کړ او د کیسې په لوستلو مې پیل وکړ خو چې پوه شوم پام یې بلې خواته دی، بیرته مې بند کړ.

  • پوښتنه یې وکړه.”کله مړ کیږم؟”
  • “څنګه؟”
  • “وایم مرګ ته مې څونه وخت پاتې دی؟”
  • “نه مرې. ولې دسې خبرې کی!؟ “
  • “نه، مړکیږم. ما خپله واوریدل چې ویې ویل یو سل او دوه درجې. “
  • “د یو سلو او دوه درجې تبې نه هم څوک مړ کیږي؟ دا کم عقله خبره دې د چانه اورېدلې ده؟”
  • “ولې نه مړ کیږي. په فرانسه کې زما ټولګیوالو ویل څلور څلویښت درجې تبه سړی وژني، نو زما تبه خو د یو سلو او دوه درجو نه هم جګه شوې ده. “

ټوله ورځ، د سهار له نهو بجو یې مرګ ته انتظار کړی و. “وا زما ساده ځویه. ” ورته ومې ویل. “د دې ځای او د فرانس د تبې کتلو آلو ترمنځ داسې توپیر دی لکه د کیلومټر او میل ترمنځ. نه مرې. د دې ځای او فرانس ترمامیټر یو تربله سره ډېر فرق لري. په فرانس کې د ترمامیټر ۳۷ درجې د تبې نورمال حالت راښايي او همدغه ۳۷ درجې بیا د دې ځای ۹۹ درجو سره برابرې دي. “

  • “رښتیا وايې؟”
  • “هو، بالکل رښتیا وایم. ” ځواب مې ورکړ. “فرق هماغه د میل او کیلومټر ترمنځ دی. ته پوهیږې کله چې موږ په موټر کې اویا میله مزل وکړو دغه اویا میله د کیلومټر په حساب څومره کیږي؟”
  • “ښه،ښا.” په حیرانۍ یې سر وښوراوه.

د کټ له پښو یې چې همداسې ورته برګ و، سترګې ورور راپورته کړلې. د ارامتیا ساه یې وایستله او رنګ یې یوڅه تغیر وکړ. په دا سبا ورځ یې له همزولو سره خپلې لوبې کولې؛ په نه خبره به مرورېده او په نه شي به یې لانجې کولې.

پای

د ۲۰۱۵ میلادي کال د اپریل ۳۰ شمه

کابل

3 thoughts on “ټوله ورځ انتظار/ لیکوال: ارنېسټ هیمنګوی”
  1. سلام،
    ن.م. ساپی صاحب ډیره ښه ژباړه مو کړې ده.صرف که خپه کیږې نه یوڅو ډیرې وړې املايي-لغوي تېروتنې چې ۱-۲ ځایه تکرار شوې دي در په نښه کړم ترڅوپه راتلونکې کې لاښې اوکره پښتوقِصې مونږته راوژباړې:
    -(زه )بیرته دې کټ ته لاړ شه!،(زه )خپل ځای کې دې څمله>> باید په پښتو ځ لیکل شوی وای (ځه!)
    -که ستا خوښه ېې؟>> که ستا خوښه وي؟ ، یا ،که ستا خوښیږي؟..
    – د(متوجی)پرځای که>> (ځیر) ولیکو څنګه به وي.؟.
    -د( ویده) د مونث یا مذکر د توپیرولو لپاره، که څه هم له جملې له قیاسه پوهیدای شي ؛ مګر د ډاکټر صاحب پالوال په وړاندیز که د نارینه زوَرَکي لیک نښې لپاره که له “ء “څخه د “ه “په عوض کار واخلو ، راتلونکو نسلونو ته به مو آسانه کړې وي.(ويدء)
    -(ښه بد) ولګیدلم؟ >>>( سخت یا کلک )ولګیدلم
    دء ټولو پښتنو(افغانانو) د یوې معیارې پښتود لیکلو، لوستلو، اوریدلو او وییلو په هیله. ډ.ح.ز. ساپی/بلجیم

  2. ګران ډاکټر صاحب ډ.ح.ز. ساپی،
    مننه، کور دې ودان چې ژباړه دې په دقت لوستې او املايي تیروتنه دې راپه ګوته کړه. په داسې موضوعاتو باندې نظر ورکول د خپګان نه، بلکې د ډېرې خوښۍ خبره ده. که رښتیا ووایم له اووه- اته ځله لوستلو وروسته مې هم ورته نه دی پام شوی.
    “سمه د که ستا خوښه يي” جمله په انګلسي متن کې “All right. If you want to,”راغلې ده. دغه جمله پښتو کې «که ستا خوښیږي» هم ژباړلی شو، لکه تا چې یې وړاندیز کړی. خو د «وي» پر ځای «یې» لیکلو موخه د کرکټر مکالمه عادي خبرو ته نیږدې کول دي.
    – د «متوجې» پر ځای «ځیر» هم لیکلی شو. خو فکر کوم که د نثر روانتیا په پام کې ونیسو نو «متوجې» ترې یوڅه روان راځي. [؟]
    – “سخت یا کلک” هم ښه وړاندیزونه دي.
    د «ء» موضوع راته په زړه پورې ښکاره شوه. که رښتیا ووایم په دې اړه مې تر اوسه په دقت سره کومه موضوع نه اوریدلې او نه مې هم لوستې ده. د استادانو لیکنې به په دې اړه ولولم. مننه.
    د «ء» په اړه مې په تیر وخت کې ځنې موضوعات سرسري لوستي و، خو دلته دې ورته متوجې کړم. دغه موضوع به راتلونکې کې په نظر کې نیسم چې د پښتو ژبې استادان په دې اړه څه وړاندیزونه لري.

    په درنښت،
    م-ن ساپی
    کابل

ځواب ورکول M.N. Sapai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *