استاد شهسوار سنګروال

د ورځې لس بجې به وې، چې ټېلېفون راته راغی. کله چې مې د ټېلفون غوږی پورته کړ د بې بې سي له ايراني څانګې څخه يوه تن راته د افغانستان ترسرليک د يوه بحث لپاره بلنه راکړه. ما هم ورسره ومنله او په ټاکلي مهال د بې بې سي وره ته ورسېدم. يوه چا راسره روغبړ وکړ اوما ورته ووېل، افغان ېې؟ ده راته کړل ،افغانستانی يم… خبره مې په خندا تېره کړه…د بې بې سي سټډيو ته ننوتو، نو د تاوده بحث په ترڅ کې مې زړه کې تېره شوه چې دغه ښاغلی خوهم لکه د هغو په څېر دی، چې د افغان له نوم نه کرکه لري .نو غوره مې وګڼله چې درې څېرې چې د …: د يوې تنې درې سرونه کېږي په لنډه توګه دروپېژنم

لومړی سر د دې تنې

د لومړي سر کیسه له همدې ځايه پيلوم، چې کله له سټډيو راووتو، نو زما سيال راته يوکتاب ډالۍ کړ چې سرليک یې دی:؛ هويت واقتدار تاجيکان؛ کتاب مې د نالوستو کتابونو په نوملړ کې کېښود او ايله چې اوس ورته د لوستلو وار راورسید.

د دې کتاب يوه سرليک ته حيران پاتې شوم، چې د پاڼې په تندي ليکل شوي وو؛ امپراتوريهاې تاجيکها؛…تاسو خو پوهېږئ چې د افغانستان ټول وروڼه قومونه د لاس پنځه ګوتې دي، خو دا چې څوک خپل وياړونه د نورو په لمن کې اچوي او يا د نورو په وياړونو شخوند وهي او خپل ځان پيکه کوي. نو سړی هرومرو خواشینی کېږي…هغه دا چې نوموړي ليکلي دي، د تاجيکانو نيکونو، هخا منشېیانو، ساسانيانو) کوروش، داريوش۰۰يزګرد.(مادانو او نورو نيکونو يي دوولس سوه کاله، چې پلاز يي پارس وو په ټول اوسني ايران او افغانستان واکمني چلوله…) د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ۴۲ مخ) پر دې سربېره نوموړی وایي، کوروش۲۵۰۰ کاله وړاندې د بشري حقوقو منشور رامینځته کړ…حال دا چې کوروش د هغه وخت د افغانستان په زرګونو انسانان ووژل…ان دا چې د يوې ساکۍ مېرمنې تومېرېس، چې د ساکانو مشره هم وه، د هغې زوی یې اسير او يرغمل کړ…ساکي ميرمنې هغه ته پېغام واستاوه او بيا ېې جرګه هم ولېږله چې زوې ورخوشې کړي ولې کوروش نه يوازې هغه خوشې نه کړ بلکې وې واژه…د هېرودوت په وينا د پارسانو ټول پوځ په جنګ کې  پوپنا شو) وګورئ۲۹-۳۰مخونه (او داسې يو تاريخي روايت هم شته چې نوموړی د همدې ميرمنې له خوا په افغانستان کې ووژل شو…هغه وخت چې بېا سکندر پارس ته راغی داریوش سکندر ته .وړاندېز وکړ چې د ده له لور سره واده وکړي خو سکندر ونه منله ولې همدې سکندر…  د کونړ په درو کې مرګونې ستونزې وګاللې او ان په پښه ټپي هم شو.

تاسو پوهېږئ چې د تاريخ پلار هېرودوت د هخامنشیانو معاصر وو، خو ده هيچېرته نه دي وېلې چې تاجيکان هخامنشيان دي، بلکې کله چې دی د افغانستان د قومونو يادونه کوي لکه ساکان، اپريتان، ستاګيديان، داديکيان، ګنداريان اونور…دی په دې ټينګار ګوي چې دغه قومونه ټول يو ځاې اوسېدل. وروسته نورو څېړونکو چې موږ بيلو، سراولف کارو، الفسټون اونوريادولی شو چې د افغانستان د قومونو په اړه څرګندونې کړي دی، اپريتان اوسني اپريدي ګڼي، داديک اوسني تاجيک بولي…پختيان، پکتيکا، پختوس، پکتيس، پختين، پشتين اوسني پښتانه ګڼلی کيږي …

لکه څرنګه چې په افغانستان کې اريايي او نااريايي توکمونه شته دارنګه په پارس کې هم د سلو په شاو خوا کې بېلابېل قومونه موجود دي خو د پارس خلکو کله هم نه دي ویلي او نه کوم لاسوند شته چې تاجيکان د هخامنشيانو او ساسانيانو زوزات او اولاده ده لکه د رحيمي په څير چې د ډاکترعبداله وياند دی، له ايرانيانو سره چې مخ شي نو خوله ورته جينګه کړي چې زه خو په اصل کې ستاسو له اولادې څخه  يم…نو ځکه دی د همغې تنې يو بل سر دی.

د دې تنې دويم سر

لکه دمخه مو چې يادونه وکړه، رحيمي هم لکه د خپل ناپېژند استاد اپارسين په څېر ساسانيان د تاجيکانو نيکونه ګڼي او د هغوی په ټولواکمنۍ وياړي…حال دا چې مېر غلام محمد غبار جغرافیه تاريخي افغانستان په ۲۱۸ مخ کې د سامانیانو دولت د تاجېکانو لومړی حکومت بولي چې پلازمېنه یې سغدانیه (بخارا) وه.

اصطخري وايي کله چې زه د دوی دربار ماورالنهر ته ورغلم، سوداګريزو چارو په کې ډېر پر مختګ کړی وو، ولې دغه په ساساني توکم سرپريکړی مين رحيمي له يوې خوا تاجکان ساسانيان بولي او له بلې خوا افغان نه مني…

 او خراسان ته ژمن دی. حال دا چې د ساسانيانو موسس اردشېر هغه څوک وو چې په۲۲۶ز کال ېیې پارتېانو ته د خراسان نوم وکاروه، کوم خراسان چې نه یې جغرافیوي حدود څرګند وو او نه هم خارجي وجود، يو مهال چې دغه نوموړی هرات ته لاړ په داسې حال کې چې د ډاکتر صيب عبداله وياند وو په ډيرې سپين سترګۍ د ايران په تړاو داسې څه وويل چې افغان څه، ان له افغانستانی سره هم ښې نه برېښېدې چې د هرات تاريخ  دب دبه د پارس په تاريخ پورې وتړي.

د هرات تارېخ دومره له وېاړونو ډک دی چې د داريوش په ډبرلېکونو کې د هريوه په بڼه راغلی دی چې کړکۍ یې د سرو زرو او دېوالونه یې ډبرين ول… د غوريانو په وخت کې هرات دومره متمدنه وو چې شپږ زره حمامونه، کاروان سرايونه، درې سوه نهه پنځوس مدرسې درلودې …او ښار څلويښت زره کورونه درلودل …

سکندر پارس په اسانۍ سره  لاندې کړ. ولې په هرات کې له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان سو . د ډاکتر صېب وياند ته باید دا ورزده کړو چې پارسیان خپل وېاړونه  لري او افغانان خپل، ولې له لرغوني تاریخه راواخله تر معاصر تاريخ پورې موږ په کلتوري او تاریخي لحاظ بېلې بېلې لارې درلودې … د مثال په ډول د ساکانو د واک په وخت کې ساکانو د لمر لمانځنه کوله ولې پارسیان زردشتان وو .

ساسانیانو چې پارتیه وګړي خراسانېان وبلل د دې له پاره چې د ساکانو کلتوري شتون ته زيا ن ورسوي، ولې د خراسان مانا کومو اوسېدونکو ته نشي کارول کېدی…دا چې يو شمېر کسان په توکمېزو ناندرېېو کې ښکېل دي او يا غواړي د بهرنیو د چوپړ په موخه د افغانستان تاريخي ویاړونه تر پښو لاندې کړي اوتو بوتو ته لار پرانيزي … د مثال په ډول د دې تنې درېېم کس درپېژنم چې خوارکی له څومره تېروتنو سره مخ دی؟

د دې تنې درېېم سر

د دې د درېیمې څېرې له نوم سره هغه مهال اشنا شوم چې ده د پارس يانې د اېران د کیهان په نوم يوه ورځپاڼه کې ليکلي وو؛ افغانستان يک نام جعلي است؛ هر څوک په دې پوهېږي چې د پدرام په نوم دغه کس به له ايراني حکومت نه څومره ډالره ترلاسه کړي و؟ دی او د ده په څېر نورې څېرې هڅه کوي چې له دې لارې د افغان نوم په پلورلو د بهرنېېو هېوادونو له سفارتونو پیسې او وسلې ترلاسه کړي …چې موږ په دې  لړ کې ایران او پاکستان د بېلګې په توګه يادولی شو. دغه ډله کسان له ایران نه په دې نوم پېیسې اخلي چې د افغانستان تاريخی وېاړونه وپلوري د مثال په ډول دوی  د خراسان چیغې وهي، ولې په دې نپوهېږي چې د خراسان حدود د ساسانیانو په وخت  کې لا ناڅرګند وو… په دغه وخت کې یوازې مرو د خراسان په نوم  ېادېده اود مرو ؛رغېاڼه يا واهه دساسانېانو پوځي پلا ز وواودا هغه وخت دی،چې هرات، اوبلخ دمرو په لاس کې  نه وو …داچې ابن خرداد ددې خبرې پخلی کړی دی،چې دافغانستان ټولې برخې دساسانيانو په ولکه کې وې هېڅ بل لا سوند په دې تړاو شتون نه لري…ولې همدې ساسانېانو په وخت کې دافغان نوم په بېلا بېلو بڼو شتون درلود…دساري په توګه په سنسګرت کې اسواغانه يا اسواکا،په پهلوي کې ابګان،چې معرب ېې افغان دی …

همدا راز له پا کستانه چې  دغه لاسپوڅي کومې پېسې ترلاسه کوي يو ستر لامل ېې  د ډېيورنډ د کرښې په رسمېيت  پېژندل دي، چې د دوۍ په اند دډېورنډ کرښه خلا صه ده بايد چې په رسمیت وپېژندل شي… نو که خلاصه وي نو بیا رسمیت پېژندولو ته څه اړتيا ده؟ څرنګه چې دا يو بل ځانګړی ملي او تاریخي بحث دی، دا به يوه بل وخت ته پرېږدو.

مننه دوستانو داوس لپاره همدومره

One thought on “ټول تاجکان داسې نه دي| استاد شهسوار سنګروال”
  1. محترم استاد سنګروال ! ستاسو ژور معلومات او څیړنی د قدر وړ دی ، افغانان باید د خپل تاریخ مطالعه ژوره کړی ، ځکه ستاسو د عالمانه او بیطرفانه نظریاتو په تآیید رښتیا هم یو تعداد د سفارتونو معاش خواره ، اجیر ذلیل اشخاص تاریخی واقعیتونه د منطقی او جهان د استعماری دولتونو د ګټو مطابق مسخ کوی اودغه اکثرآ غیر ملی عناصر دی چه په وړو وړو دایرو کی د تعصب راګیر دی : د قوم دایره ، د لسان او سمت او مذهب دایری ، دوی نشی کولای چه افغانستان شموله ، بی غرضه او بی تعصبه نظر ورکړی ، خو ملت اوس ډیر بیداره دی ، دغه تاسو چه ددوی نومونه ذکر کړل د ملت دغوڅ اکثریت د طرفه دوی منفور او مردود دی ، په دی انتخاباتو کی چه ډیر کوشش وشو چه خلک برخه وانخلی ددوی د رایو فیصدی ددوی د پاره ښه سبق دی . خو دا عناصر پردی پاله دی هیڅ شرم نلری ، د پیسو د لاسته راوړلو ډپاره هری بیغیرتی ته چمتو دی .

ځواب ورکول Ajmal Nasar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *