دا یوه اونۍ پرله پسې جګړه روانه ده.

       ټک ټک ټک ټک………..ټک ټک ټک…………..درز…….درز….ګړم….ټک ټک ټک………

د تودې مینې په دره کې له آسمانه مرګ  راوریږي .  مجاهدینو د دولت په پوستو برید کړی .

      غیر د پولاد کلا پوستې، نورې ټولې پوستې لکه د خامې خټې دیوال ، پخڅه په پخڅه او پینډې په پینډې راوشړیدی، راتویې شوې، پوف و پناه شوې .

       ځینو سرتیرو ، سر ژوندی  ترې وویست؛ دشپی په تیارو کې ، ځان په مرګ شمیرلی ، ټوغ ټوغ ، په خاپوړو ، په څښیدو ، په  شش کلمو ، په سل هاوو دعاوو او زاریو تر ولسوالۍ راورسیدل .

        د نورو ډیرو بیا هملته سرونه د تخرګو لاندی شول .غوښې یې دونوپه څانګوکې ځوړندې پاتې شوي .

       بی قدره بی عزته، بی کفنه بی جنازی مړي یې یا د ډبرواوکمرو لاندې شول ، یا شغالانو شخوندونه پرې ووهل .

       ټولې پوستې وشړیدي ، وتښتیدې، تیت و پرک شوې . یوازی د پولاد د کلاپوسته جنګیدله . همدا د تودې مینه د پوستو وروستې او له ټولو مظبوطه کړې  وه .

      د پولا دکلا پوسته په هواره پرته ، له ګڼ کلی را لیری لکه مرور ماشوم یوازی ولاړه ده . مخه یې جنوب لوری ګرځولی  د کلیوالو څار کوی ،دشاله خوا لوړ لوړ چنارونه او ګڼې ګڼې سنځلې پرې راتاوې دي چې په مینځ کې یې یو لښتی اوبه داسې غلې په بهیدو دي ته وایي له لمره ځان پټوي  .

         په پوسته کې د ننه ټول ټال پنځلس سرتیرې ، یوصاحب منصب تورن شرف خان او دوه ټپیان بریدمن جانمحمد اومخابره چې پاتې دي .نورو ټولو پدې او هغې پلمې پښې سپکې کړي .

       ځوان تورن په غیرت کې جوړه نلري.

   تل به یې سرتیرو ته ویل :

 – که زما سره د مهماتو کمی رانشی ، چې د ا د انګریز بچیان ټول پاکستان هم را مارش کړی . یوه خطوه به هم شا ته تګ ونکړم .

    خو اوس بل حالت دی ؛دا یوه اونۍ پرله پسې دلته د مرګ اورښت راوري .  د ورځې لخواله لری غونډیو او غوچو ویالو دومره هاو ا نونه راځی چې څوک یې شمیرلی نشي . او د شپی خو هره شپه لاس په لستوڼې نښته  نښتې وي.

       دا یوه اونۍ د محاصرې لاندې ، ځمکه سره تبې آسمان لری ، له څلورو خواوو مرګونه را الوزی، د مهماتو صندقونه  تش ،  مجاهدین د کلا د دروازې شاته په موضع کې پراته، شاوخوا پوستې یا  والوتې یا تسلیم شوې ،له ولسوالۍد مرستې تمه صفر ، مرګ د کلا د دیوالونو د پخڅو په سر ….

        یو تورن چې همسې په خپله خبره ټینګ ولاړ  دی :

 – یا مرګ یا جګړه ، دې اشرارو ته خو به په ژوند وروانه وړم .

        مګرد نورو ټولوواڼې الوتې ، ایمان یې بایللی .

کرار کرار په سرتیرو کې ګونګو سې را وزیږدې  :

 – راځئ چې تورن صاحب تیر کړو .

    داخبره لمړی پالوان  ومیندله .

  نورو سرتیرو،چا د پالوان او بچه سید له ویرې سر ښکته پورته کړاو چا خو یوازی نورو ته کتل چې څه کوي، خپله یې نه د نه خوله درلوده نه د هو…………..

     بس فیصله په همدې شوه:

 – تورن به تیروو، بیا به مجاهدو وروڼو ته ور تسلیمیږو .

  بچه سید په اوسقالې کې له نورو تکړه وه .

ټوپک یې خلیفه آشپز ته ورکړ :

  – خلیفه ! تورن صاحب به  ته ولی .

      خلیفه آشپز په تورن صاحب ډیر ګران وه .زښته  یې نازاوه . که له هرې خوا څه راشکیدل ؛ د خلیفه برخه به پکې بیله وه .

      خلیفه  دهلیز ته مخامخ په انګړ کې ، اته قدمه له تورنه شاته ودرید . پالوان او بچه سید یې څنګو ته اړم ولاړ وو.

       تورن بی خبره له دنیا، دوهم پوړ ته په ختلو کې وه.

      د زیونو پنځه پټې مخامخ ختلې ، بیا شپږمه لویه پټه په کیڼ لاس راتاوشوې ،همسې پورته کیده.

      تورن لا په پنځمه پټه کې وه ، پښه یې جوړه کړه چې پر شپږمه یې کیږدی،

 خلیفه غږ پسې وکړ :

 –  تورن صاحب……………….

  د خلیفه غږ بل ډول وه ، تورن په حیرانو سترګو مخ ورواړوه:

  – خلیفه خیریت ده؟

   خلیفه آشپز د ټوپک ګیټ کش کړ.

   تورن پوه نشو.

   په فکر کې یې وګرځیدل :

– یانی څه؟ ګیټ یې د څه لپاره کش کړ؟

 سترګې یې له حیرته ګردې شوې،څیره یې له پوښتنې ډکه  .

 خوله یې  لا ښوریدو ته نه وه جوړه کړې ، چې خلیفه آشپز ضربه وچلوله ،تورن صاحب یې په سینه کې وویشت.

          د خلیفه زړه په یوې او دوو مرمیو سوړ نه شو . تورن  د خلیفه آشپز طبعه ډیره ساتله ، زیات پرې ګران وه.

    یا د پالوان او بچه سید له ویرې ، یا خپله د تورن له ډاره چې بیرته پرې رامنډه نه کړی ، خلیفه پوره شاجور په تورن ور تش  کړ. ګوګل یې لکه غلبیل غوندی ورته غار غار ودراوه .

  تورن راسا”  لاندې راونه لوید . د مرمیو د ضربې شدت هملته په لویه پټه کې شا په تخته وغورځاوه .

       بیا لمړی کرار کرارراوښوید، وروسته ګړندی ګړندی ، ګړز ګړزد زینې دپټه پایو په تیرو باندی لګیده، لګیده؛لاندی د دهلیز تر غولی راوکولید او د وینو لیکه یې له همغه پورته تر ځمکې پوری په زینو را وځغلیده .

   سترګو یې همسې خلاصې پاتی شوې، خلیفه آشپز ته کتل . ګڼې وروځې او ډبل بریتونه یې غونج سره ټول کړی وو . ښایې د سرو مرمیو د درد له امله ، یا ښایې د خلیفه آشپز د ګیټ کش کولو له حیرته ……..

  خلیفه په پیخه خوله پالوان ته وکتل :

-څنګه پالوان جانه! ښه مي وویشت؟

   د پالوان په څیره کې د ښه یا بد غبرګون هیڅ نښه نه وه ،نه شاباش نه رحمت.

        همسې تریو تندی ، جدی بڼه . په بیړه یې ټوپک له خلیفه واخیست، او پخپله یې د کلا د دروازې په لور منډه کړه .

بهر همسې درزو دروز روان دی .  په یوه سا……. .

ټک ټک ټک ټک……….ټک ټک ټک………….درز….. …ګړمب ……….ټک ټک ټک………….

   بچه سید په منډه خونې ته ننوت، د کومې بسترې څخه یې سپینه روجایې راوویستله ، نیمه یې ترې څیرې کړه او د اوږده لرګی په سر یې د بیرغ په شانی غوټه کړه . په یوه منډه د بام سرته وخوت او د پخڅو له سره یې د سپین بیرغ رپول پیل کړل .

       لمړی هیڅ څه پیښ نشول ، جګړه همسې روانه ده . بیا دوه درې دقیقې وروسته ډزې کمې شوې ، یو څه کرارې شوه .

       پالوان د کلا د لویې دروازی په درز خوله کیښوده، په درانه خو ریږدیدلې غږ یې نارې کړې :

 – مجاهدو وروڼو ! ډزې مه کوئ ، موږ تسلیمیږو .

 پوهیده چې مجاهدین حتما” د کلا د وره سره نژدی په موضع کې پراته  دي .

  له هغه لوری هیڅ غږ رانغی .

    له ویرې او انتظاره د ټولو هلکانو زړونه دربیدل ، چا په زوره سا نه ویستله .

   پالوان بیا د تسلیمې غږ پورته کړ.

– موږ تسلیمیږو .!!!!

 داځل راسا” د ده له غږ سره  له هغی خوا ځواب راغی:

 – د لنین بچیانو! ځان له مرګه خلاصوي ؟ تاسې د  ……………

  مجاهدینو لمړی ښکنځلې پیل کړې، بیاوروسته لږ سم شول . داځل یې ستغی ستغی  خبرې شروع کړي .

– کمونیستانو،ملحدینو، د شوروی ګوډاګیانو…………ترپرونه مو د روسانوو غلامی کوله، نن  چې ټوله دره مجاهدینو فتحه کړې ، بیا نن راتسلیمیږي؟

           پالوان بیا ور نارې کړې، داځل یې په غږ کې ناچاری او التماس ګډوله شوي وه :

– مجاهدینو وروڼو! موږ عسکر یو ، ټول مسلمانان یو. په زور یې عسکری ته راوستلې وو.  اوس ټول تاسې ته تسلیم یو . ټوله سلاح درکوو.

  له هغې خوا بیا چوپه چوپتیا شوه. داسې ژر چا باور کولای شو. مګر ډزې بندې شوې وي . چا مازی یوټک هم نه کاوه .

   بیا کوم کس د کلا وره ته نژدی راغی ، پوښتنې یې پیل کړې :

–  ته څوک یي ؟

پالوان ځواب ورکړ:

– محمداجان نومیږم ،عسکر یم.

  – ټول څو کسه یې ؟

– پنځلس……

   –  د کومې قطعې ؟

– د څلورمې خاصی مفرزې……..

    – قوماندان مو څوک دی ؟…..

    پالوان بیا ځواب وایه ، خو د هغوی شک داسې آسانه نه لیری کیده . د داسې غښتلې پوستې تسلیمیدل ، داسې یو په یو ؟

 مجاهدین په ځان ډاریدل ؛ چې دا کوم چال نه وي ، کوم دام نه وي.؟ اوس به مو د غنیمت په تمه سر بایلودی وي .

   بچه سید له بامه راکوز شو ، داځل ده خبرې پیل کړې :

 – مجاهدو وروڼو ! موږ تر اوسه یوه کمونست قوماندان په زور ساتلي وو . هغه مو وویشت له دنیا مو تیر کړ .

 هیچا ته د سید سپکو خبرو خوند ور نکړ. هلکانو ټولو یو بل ته وکتل .

   د مجاهدینو ټوله ویره له تورنه وه . زاره (زهره) یې ترې چاودیده . باور یې نشو کولای چې د هغسې جنګی سړي سا دې خپلو عسکرو ترې اخیستې وي .

  بیا د شک  او نه باور خپه چوپتیا حاکمه شوه . هلته بهر مجاهدین د تورن په هکله په خپل مینځ کې غږیږي ، له ژوندی او مړی  یې ویریږي .

 دلته په کلا کې دننه پنځلس کسه ژوندي ، دوه ټپیان ،د تورن صاحب درنه جنازه، ټول محاصره ، وږي، ستړي ،ډار شوي، بی مهماتو ، خپل قوماندان په خپل لاس وژلی ، بی سرنوشته ، تور برخلیک په مخکې…………

     نامالوم برخلیک او خپل د ژوند او مرګ واک پخل لاس  نور ته په لاس کې ورکول ، هلکان بی له ځنکدنه وژلي وو .

    بیا ناڅاپه د کلا د دروازی له هغې لورې غږ شو . آمرانه او له شک څخه ډک :

 – وه عسکرو !!! قوماندان وایي چې که په رښتیا مو تورن وژلی وي ، مړی یې راوښیي .

  پالوان په بیړه ترې وپوښتل :

 – څنګه یې دروښیو ؟

      هلکان د پالوان غږ ته متوجه شول . څومره ژر یې تغییر وکړ؛ داسې  لکه چا ته چې زارې کوي .

 ښایسته شیبه ځواب رانغی .

     بیا وروسته د مجاهدینو له ډلې یو بل غږ دې پلو را نارې کړي :

 –  د بام له سره یې راوچوئ .

      د عسکرانو چرت خټه شو.د مړي د غورځولو خبرې ټول سره کرکجن او په ویر کړل . ټول شاته شاته شول . آخر د تورن صاحب مړی وه . که یې وژلی هم وه ، په دوی خو ګران وه .

  پالوان او بچه سید د تورن مړی له لاسو ونیوه . خلیفه آشپز د ملا خوږ پلمه کړ .

  پالوان په نورو غږ وکړ :

 – څه لکه د ګاومیښې بچیان څوړ غوږونه مو نیولي ، ولاړ یاستي . هله ژر شئ ، دوه کسه یې له پښو ونیسئ .

   دټولو سرونه ښکته په سینې راولویدل ، یو هم وړاندی نشو .

  پالوان درب ،  مړی بیرته په ځمکه خوشی کړ، غبرګ لاسونه یې په ملا ونیول ، نیغ ودرید :

 – هلکانو ! دا کار مو په ټولو شریک کړي . اوس مجبور چې سر ته یې ورسوو ، کنه ویني چې مرګ مو د کلا دروازه کې پیره کوي .

  سرتیرو یو بل ته سره وکتل ؛ دوه کسان زړه نازړه راوړاندی شول ؛ د تورن مړی یې له پالوان او بچه سید سره له پښو او لاسو راپورته کړ .

     د تورن سترګې همسې رڼې رڼې خلاصې پاتې وي .لکه په سترګو او بریتو کې چې په سرتیرو پورې خاندی .

 هغو دوو چې تورن له پښو نیولی وه ، له ډاره که له شرمه سترګې پټې نیولې وي . له تورن سره د سترګې په سترګو کیدو څخه تښتیدل .

      د تورن مړی یې په همغو زینو وروخیژاوه چې هغه څو شیبې مخکې په خپلو پښو ورخاته . د تورن صاحب تازه وینې د هلکانو د بوټانو په تلو پورې ونښتې . د غټو عسکري بوټانو د وینو چاپونه له لاندې زینې همسې تر پورته له عسکرو سره وختل .

  د کلا دیوال د بام له سره نیم قد نور هم لوړ وه . د څلورو سرتیرو په اوږو د تورن جنازه د دیوال بیخ ته ورسیده .

           د تورن صاحب په شانی د ځانداره مړی پورته کول د دیوال سرته داسې آسانه نه وه .سرتیرې خو هسې هم ستړي   وو.

         لمړی یې د هغه  پښې د دیوال سرته ورپوته کړي، هغې خواته یې واړولې. بیا یې د مړي تنه له شا او اوږو ورجګه کړه ، لکه څوک چې په دیوال کینوي . د تورن مخه هغې خوا ته وه، خومګر سر یې د دوی په لور راګرځولی وه ، د تورو ډبلو بریتو لاندې یې څه راز دوی ته وایه .لکه تل به یې چې سرتیرو ته  نصیحت کاوه.

  پالوان او بچه سید، درز مړی  ورختا کړ. له همدې لوړ بامه ، هان د دیوال له سره . داسې درز چې د دوی د پښو لاندی بام یې هم ورسره ولړزاوه .

           د تورن صاحب د هیبتناک مړی په لیدو د مجاهدینو دمه جوړه شوه ، پوه شول چې نور یې مخ ته  کوم بند نشته  . اوس نو وار د دوی ده ؛ چې څنګه یې ګزوي، همسې به یې وړي .

   دسرتیرو ارواح نوره قبض وه ، غړي یې تښتیدلي .

  ټولو  سرتیرو خپل ټوپک او د تورن صاحب ښایسته د صدف د لاستی تومانچه د کلا د دروازی د تادرې له لاندې سوری څخه هغی خواته ، مجاهدینو ته ورتیر کړل او بیا یې په خپلو لاسو د  پولاد د کلا د مشهورې پوستې ور د مجاهدینو په مخ پرانیسته .

   لمړی یوازی دوه کسان راننوتل ؛ پوزونه تړلې، ګوتې په ماشه، نیم قده نیم قده، سترګې په بیړه بیړه څلورو خواوو ته غړوي .

         بیا څو شیبې وروسته دوه نور شول او بالاخره ټول ټال اوو کسو مجاهدینو ، ټوله کلا او ټول سرتیرې د خپل سام او  ټوپک د ولکې لاندې راوستل .

 نه له مجاهدینو غږ را خیژی او نه په سرتیرو کې د خبرو کولو طاقت او جرءت شته .

  دوو کسانو په ډار او بیړه د بامونو سر ماشینګڼو ته ورودانګل او دوو نورو یې په خونو کې لټون پیل کړ .   او دا نورو درېو ټول سرتیري د دیوال بیخ ته کتار کینول او لاسونه یې د څټ له لوری ، شاته په وګرځول .

هلکان لا د دیوال بیخ ته سم نه وه ناست، چې یو په یو د غالمغال او ښکنځلو آواز پورته شو. د کلا د سیوری خوا د کوټو له مینځه ، خلیفه لاسونه په سر پوری جګ نیولي مخکې ،د ترشا مجاهد د کونداغونو او ټیل لاندې، مخ په دی لورې راروان دی.

  د خلیفه آشپز چاغ نس د مجاهد له هر کونداغ سره ، لکه د اوبو ځی په شړپیدا شی ، خوارکی هڅه وکړی چې بیرته شا ته وګوری، خو لا پنډ څټ یې تاو کړی نه وي ، چې د کونداغ د بلې ضربې لاندې راشی .

      خلیفه غواړی څه ووایي ، ځان خلاص کړي، خو مجاهد یې چیرې خولې خلاصولو ته پریږدي :

 – غږ ونه کړی د لنین بچیه ، پروت وکړه …..وایم پروت وکړه………..

بیا  خپل قوماندان ته په عرض شو :

 – دی مي  په غلا ګیر کړ،له موږه یې څه شی پټول .

  مجاهد قوماندان پر ځمکې پړ مخې پروت خلیفه آشپز ته په بډوډی کې ټینګه لغته ورحواله کړه :

 – څیره یې خنزیر ته ورته ده . څه شی دې پټول د کافر زویه ؟

  خلیفه د درد له زوره په مینځ کې راغونج شو . په ټوخیدا راغی او په بنده بنده سا  یې ځواب ورکړ:

   – صاحب، په خدای که مي هیڅ شی پټول . زه آشپز یم.  تلم چې له ډیپو  ټپیانو ته درمل راوړم .

  د آشپز خبره نه وه ختمه شوې، چې مجاهد کوم یوه چې خلیفه موندلی وه ، د ورځپاڼی په کاغذ کې تاو شوی څه شی خپل قوماندان ته ورکړل :

 – دغه ده ، دې کمونست دا پیسې پټولې .

 قوماندان په ورځپاڼه کې تاو شوې پیسې واخیستې ،د واسکټ د آستر په جیب کې یې کیښودې؛ بیاپه خلیفه آشپز راټیټ شو ؛ د څټ له ویښتانو یې را پورته کړ :

 – وایه د خنزیر اولادی ، دا دې له کومه کړې ، له مجاهدینو یې پټو ې؟

 خلیفه نور له درداو له ویرې په ژړا وه :

 – نه په خدای که مي پټولی صاحب. دا د هغه کاپر تورن صاحب پیسې دي ، ماته یې ځای مالوم وه . غوښتل مي تاسی ته یې راوړم .

مجاهد یې په غوصې خبره وروچه کړه :

 – دا پدر لعنتی درواغ وایي ، پیسې یې د دیوال مینځ کې ایښودلې چې ما ګیر کړ .

د قوماندان خولې له قاره ځګونه وکړل . په  مجاهد یې چیغه وکړه :

– په غلا دې ګیر کړ او ته لا ورته ګورې ؟

  او بی له ځنډه یې د خلیفه آشپز په ځمکې پروت بدن باندې کتار کتار ګولې ورتشې کړي .

   د مرمیو د ګوزار لاندې د خلیفه لاس او پښې په شدت په شدت ولړزیدې، څو ستړې شټڼکې یې ووهلې، بیایې پنډ وجود د ابد لپاره سوړ او هوسا شو .

     ټینګې توربخونې وینې یې له پرهارونو او ټپونو راوخوټیدلې او په غوړوعسکري  جامو دې خوا هغې خوا خپرې شوې .

      د څوارلسو ژوندیو سرتیرو په څیرو کې د ویرې او مرګ سیورې پریوت ، داسې چې که دې لس چړې وهلي هم وه ، یو څاڅکی وینه به نه وه ترې راتویې شوې .

  هیچا بل ته د کتلو زړه نه ښه کاوه . څوک په زوره سا هم نشی ویستلی . نفسونو کرار کرار په پټه ښکته پورته کوي چې مجاهد قوماندان یې وانه وري . په غوصه نشی .

قوماندان د خلیفه آشپز مړی ته ورتو کړل ، بیا یې مخ د دیوال بیخ ته ناستو سرتیرو ته ورواړوه.

  د هلکانو نفسونه کلک هملته په سږو کې ونښتل ، نه ښکته تیریږی ، نه پورته راخیژي .

  د مجاهد قوماندان غږ اوس د عزراییل غږ وه :

 –  ښه اوس وایي ، تاسې کې څوک مسلمان ده ، څوک کافر ؟

 د چا له خولې سوڼ راونه وت .

 قوماندان په تړک وتړوک د کلاشنکوف شاژور بدل کړ :

 – د لنین کوټو! لکه چې په خبره پوه نشوي ؟ ژر کوئ کافر او مسلمان مو سره مالوم کړئ .

   چا ځواب ورکولی شو؟ سرتیري همسې غلي ناست وو. لکه په کالبد و کې یې چې نفس نه وي .

  قوماندان یوه شیبه صبر وکړ، بیا نو پوره په قار شو ، خولې یې بیا ځګونه وکړل :

– خیر تاسې په سمه نه پوهیږي ، ودریږئ ، اوس به یې دروښیم چې کافر او مسلمان څنګه ښکاری؟

   د کلاشنکوف میل یې د هغه سرتیري چې د کتار په آخرت کې ناست  او له ټولو ده ته نژدی وه، ورتاو کړاو لا خبره یې پوره نه وه خلاصه کړې چې  عسکر یې په وچپیلی کې د دوو وروځو په منځ منځ کې وویشت .

  د سرتیري له خولې حتی آخ هم راونه وت، همسې آسانه او یو ناڅاپه اجل ورته راغی ،ځای په ځای ډډ راواوښت .

  قوماندان خوله د خیرن څادرپه پیڅکه پاکه کړه ، بیا په چیغو شه :

 – وایي ، که بل مو در مردار کړم؟

  او د ټوپک خوله یې د دوهم سرتیری سر ته ور برابره کړه

    د کتار له مینځه د کوم سرتیری ژړا او چیغې شوې :

 – دخدای په لحاظ چې ومي نه ولی . زه مسلمان یم ، مسلمان یم ، لا الله الالله……..

   عسکر لا کلمه تیروله چې د لمر خوا له خونو یو مجاهد راووت ، قوماندان ته نژدی را غی پس پس په غوږ کې ورته وپسنید:

  –  قوماندانه ! د تورن په اطاق کې مي المارې پیدا کړه، قلف مي ورمات کړ. یوڅه پیسې دي  او بل پوره دولس دانې نوې  سوچه ګریس بندې مکروف .

  قوماندان د ټوپک خوله د عسکر له سره راښکته کړه ، د څادر څنډه یې په غاښونو کې ونیوله او په چرت کې لاړ.

   د ناستو عسکرو ډار ځپلی او مرګ حال کتار ته یې په ځیر ځیر وکتل او بیا یې  خپل مجاهد ته کرار په غوږ کې زمزمه کړه :

 – خرس ……

مجاهد وارخطا سر را پورته کړ، قوماندان ته یې په بیړه او وحشت وکتل . په سترګو کې یې ترې وپوښتل  .

   قوماندان داځل محکم او په تاکید ورته تکرار کړه :

– هو خرس ……درته وایم چې خرس …..

مجاهد ناستو سرتیرو ته سر تر آخره وکتل . د قوماندان په خبرو یې پوره باور نشو. زړه نازړه یې بیا ترې وپوښتل :

–  ټول خرس….؟

 قوماندان په ټیټ  غږ ځواب ورکړ، غاښونه یې همسې ټینګ په یوبل نیولې وو :

 – هو درته ومي ویل ..ټول یې خرس کړه…ټول ………….که یو یې هم پاتې شی ، بیا د تومانچو له خبرې مرکز خبریږي . تومانچې به همدلتو په خپل مینځ کې په هلکانو وویشو .  ………  بس خبره به همدا کوو چې عسکرو غوښتل بیرته په موږ حمله وکړي . موږ هم ټول خرس کړل .

   د مجاهدقناعت څه ناڅه حاصل شو . سر یې ښکته پورته وښوراوه، لاړه چې بل  مجاهد هم راولي .

   چې بل مجاهد راغی او دوه کسان شول، بیا یې نو په عسکرو غږ وکړ :

 – عسکرو وروڼو راپاڅئ ،  دې پلو ودریږئ . هر یو خپل نوم او ولایت راته ووایئ چې بیا مو له خیره خپل خپل ځای ته ولیږو .

 د سرتیرو په وجود کې بیا سا وځغلیده، د ژوند تمې، د هلکانو په رګو کې دوباره وینه جاری کړه .

 ټول په بیړه او ترپ وتروپ راپاڅیدل . بچه سید او پالوان له ټولو مخکې……

   د خلیفه آشپز مړي د سرتیرو لاره بنده کړی وه .چې هر یوبه تیریده، د خلیفه له سره به یې ګام واچاوه . مچان به  دهر یوه له خیز سره د خلیفه آشپز له ټپونو والوتل یوه لنډه دوره به یې ووهله او بیا به بیرته په تلوار او سرعت  د خلیفه د مړی په لور را مات شول .

    په انګړ کې لوی دهلیز ته نژدی د دیارلسو سرتیرو کتار د دیوال بیخ ته ولاړ ، منتظر چې خپل نوم او ځای وښیي.

         مخامخ دوه مجاهده  تیارسئ ورته ولاړ، هلته لږ لیری د مجاهدینو قوماندان  ټول د نظر لاندې ساتی . دې پلو د خلیفه آشپز پنډ مړی پروت د مچانو جوپې جوپې پرې کینې ، ترې والوزې .

  سر تیرو ډیرې سختې له ډاره ډکې شیبې تیرې کړې. دغه ده اوس هر څه بیرته سم ښکاری .هلکان بیرته په خبرو راغلل، یوبل سره پس پسکی کوي .

   سرتیرې همسې له یوبل سره کرار کرار په خبرو او تبصروکې………….چې نا خبره  ناببره، په یوه دم کې دواړو ټوپک والاوو مجاهدینو په سرتیرو د کلاشنکوفونو ضربې پیل کړې.

ګر ګر ګر ګر…….ګرګرګر….ګرګرګرګرګر……….له یوه سره یې ولي . یوازی په سر او په سینه ، له یوه سره …..ټول ولي .

   ناخبره او بی اسرې عسکر لکه بی ریښې ونې ، یوپه بل پسې لویدل او لویدل . لویدل او لویدل …..

      یوازی  بچه سید او پالوان چې د کتار سر کې له ټولو عسکرو وړاندی ولاړول ، مخکې له هغه چې د مرمیو کتار ور ورسیږي، په منډو شول . دهلیز ته ننوتل او په چالاکی په زینو کې په ختو شول چې په هغو پسې ، خپله د قوماندان د مرمیو ضربه  ورسیده او دواړه یې هملته د زینو په سر وریبل .

       دواړه بچه سید او پالوان دوه  پټې بیرته په ش�� راغلل بیا ولویدل ؛ بیا له همغه ځایه  په زینو کې ، پټه په پټه په شدت لاندې راوښوییدل او د وینو لیکې یې له همغه پورته تر ښکته  د تورن له وینو سره ګډې راوڅښیدې .

د دواړو د بوټانو په تله د تورن د وینو نښې له ورایه ښکاریدې .

    مجاهدینو تش شوي شارژرونه بیرته ډکول چې قوماندان غږ پرې وکړ :

 – هلکانو ژر کوي، دا مردار کمونیستان ټول څا ته وغورځوئ .لاړ شئ مکروفې ماته راوړئ چې ویې ویشو . رښتیاګورئ چې هغه دوه ټپیان هیر نکړئ، هغوې هم خرس…………

0 thoughts on “ټول خرس/عزت اله صدیق”

ځواب ورکول andar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *