تاند- د بریتانیا یوې ورځپاڼې د سې شنبې د ورځې په ګڼه کې لیکلي چې سعودي عربستان په پام کې لري چې په مدینه منوره کې د حضرت پیغمبر (ص) زیارت ونړوي او د هغه مبارک د هډونو په شمول هر څه نامعلوم ځای ته یوسي.

بلفاسټ ټیلګراف ورځپاڼې لیکلي چې که سعودي عربستان دا کار وکړ نو د مسلمانانو ترمنځ به ژور درز رامنځته شي.

ورځپاڼه وايي چې دا لانجمن وړاندیز د هغه مشورتي سند برخه دی چې یوه مخکښ سعودي عالم چمتو کړی او په مدینه کې د نبوي مسجد سرپرستانو ته یې سپارلی دی.

د حضرت پیغمبر اکرم (ص) زیارت، چې په مدینه منوره کې دی، د مسلمانانو لپاره له مکې مکرمې وروسته دوهم ستر او مقدس زیارت دی چې زیات خلک یې زیارت ته ورځي.

د حضرت رسول اکرم (ص) د زیارت د نړولو پلان یوه بل سعودي عالم، چې په مکه مکرمه کې د سپېڅلو ځایونو او زیارتونو د ورانولو مخالف دی، رابرسېره کړ.

د حضرت رسول (ص) د زیارت د نړولو په پلان کې، چې په ۶۱ مخونو کې ترتیب شوی دی، له اوسني ځایه جنتة البقیه هدیرې ته د رسول اکرم (ص) د مبارک بدن د وړلو سپارښتنه کوي او وايي چې هلته به یې څوک نه پېژني چې په کوم ځای کې خاورو ته سپارل شوی دی.

تراوسه پوري رسماً په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې ایا دا پلان به عملي شي او که نه شي.

د سعودي عربستان حکومت پخوا په دې تاکید کړی و چې د اسلام په مقدسو ځایونو کې هر راز تغییر او بدلون به په خورا غور راولي.

سعودي په تېرو کلونو کې د صحابه وو ګڼ زیارتونه نړولي او تر وسه وسه یې هڅه کړې چې زیارت کوونکي د هغو زیارت ته پرېنږدي.

د اسلامي میراث د څېړنیز بنسټ یا فونډېشن ريیس ډاکتر عرفان العلوي وايي چې نبوي جومات او د پیغمبر (ص) زیات هم سنیانو او هم شیعه ګانو ته تقدس لري او د هغو د ورانولو هره هڅه به ناکراري وپاروي.

دی وايي چې دا کار د اسلام د دوو لویو څانګو یا مذهبونو ترمنځ د فرقه پالنې اور هم بلولی شي.

د ده په وینا هسي هم د عراق او سوریې د شخړو له کبله د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ اختلاف زیات شوی دی.

سعودي پولیس عموماً زیارتوال نه پرېږدي چې د حضرت رسول د زیارت کټارو ته نژدې شي. دوی دا کار شیرک ګڼي
سعودي پولیس عموماً زیارتوال نه پرېږدي چې د حضرت رسول د زیارت کټارو ته نژدې شي. دوی دا کار شرک ګڼي

په راپور کې داسي ښوول شوي چې ګواکي د حضرت پیغمبر د زیارت په نړولو یوازې شیعه مسلمانان خوابدي کېږي، حال دا چې اکثره سنیان له سلفیانو سره په دې ډول مواردو کې د نظر یووالی نه لري.

ویل کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د سلفي عربانو یوه جدي غوښتنه دا وه چې د بامیان د مجسمې له نړېدو وروسته دې په بلخ کې حضرت علي کرم الله وجهه ته منسوب زیارت ونړول شي خو د طالبانو رژیم ونه پایید او د هغوی ارمان نیمه خوا پاتې شو.

راپورونه وايي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د عراق په موصل کې ډېر تاریخي زیارتونه او جوماتونه نړولي دي. د هغو په منځ کې یو هم د حضرت یونس (ع) زیارت دی چې په بمونو یې الوزولی دی.

په لاندې ویدیو کې د حضرت یونس ع د زیارت نړول وینئ:


په دې (لاندې) ویدیو کې د داعش غړي وینئ چې د پیغمبر حضرت یونس ع قبر په څه بې رحمۍ ویجاړوي:

11 thoughts on “ټیلګراف ورځپاڼه: سعوديان د حضرت پیغمبر د زیارت د نړولو پر پلان کار کوي”
  1. ډیرو درنو مسلمانو وروڼو او خویندو السلام علیکم و رحمت الله و برکات:
    تیلګراف ورځپاڼه د بریتانیا هیواد یو پلیته ورځپاڼه دي، او له اسلام سره د بریتانیا دوستۍ او عداوت ټول ته ور معلوم دي۰ زه وعده درکوم چې د سعودي عرب علما به نه دا کار وکړي، او نه به هم چاته اجازه ورکړي چې دا جرم تر سره کړي ۰ دا سې راپورونه د فتنو له راولاړولو پرته بل څه نه سي کیدلای۰ زه د تاند له چلوونکي ډلې څخه یو ځه خوابدې یم، ځکه ډیر وخت دوې داسې مطالب خپروي چې هیڅ د خپرولو وړ نه وي، خو په عین وخت کې منطقي او پر استدلال ولاړي علمي لیکنې نه خپروي۰ د رسول (ص) د قبر د تاریخ او وجوهاتو په هکله به یوه لنډه لیکنه د خپرولو لپاره ډیر ژر چمتو، او مینه وال کولي سي د بینوا او ټول افغانستان په برښنا پاڼو کې یې ولولي سي۰

  2. Assalam alikum,

    Allah de Ekhpel Habeeb Hefazat kawe Saudi Dualat heskala da kar nashe kawolay, ka cherta da kar wokre beshaka che zan ta ba deer kar wogore … Lanat de we po hagho Ensanano che da feker ye keray de aw da shom plan laree, Allah de doi Heskala ham Kamyab nakree.

    Wa salam

  3. الله ج دې وکې چې دغه دشیطانانو انګریزانو دورځپا ڼې خبره درواغ شې. دانګریزانو اوددوی دخلف (ختیځ ګا ونډې هیواد) زور خو موږ افغانانو ته مالوم دی.او که خدای مه کړه دغه رشتیا شې دا به دسلفیت اووها بیت ډیر بد او منحوس اقدام وې. بیا وایم چې خدای دې یې درواغ کړې.

  4. یوه ضرورې خبره با ید ووایم چې دانګلیس اودهغه دخلف (سویل ختیځ ګاونډی هیواد ) دشیطا نت اومنا فقت زور موږ لیدلی دی.

  5. Hello

    I think it is another Satan-like(iblieysiyet) imagination of saudi A`rab`s sheykhs to Islamique world!
    The extreme sex abuser sheykhs dont know that , howmany billions of dollers had they gained & are gaining from the ziarets (Hadj) of those sacred tombs!!.
    The innocent A`rab & other countries moslems must take back that money from the sex-abused-sheykhs of saudi & others.
    Ve akhero da`wana anil Hamdo liALLAHe Rabbul a`alemin

  6. سلام د دی کار فکر چی چا کړی الله دی هغه تباه کړی دا داسی ځای ده که چا لاس هم وروړ نو ور به واخلی له سعودی پليت وهابی دولت نه غواړو چی له داسی موظوعاتو څخه ډډه وکړی خان ته د کار نه لټوی

  7. سلام علیکم!
    کفار هر ځه وایی وایی دی نو مونږ مسلمانانو ته څه ضرورت دی چی داسی فکر وکړو ځکه چی دا یو ناممکنه کار دی د ناممکنه کار په اړه فکر کول یو ناسم کار دی نو زه ددی پاڼی د اډمین څخه غواړم چی مهرباني وکړی دا خبر له منځه یوسي او د خلکو ذهنونه د پدی ناممکنه خبر نه ګډوډوي.

  8. Da kar kho bad dy ao hissok hum warta kha nashee wayalee. Za dy ta heran yam che afghanan da khabara hum Pakistan ta arrawee.Sa haramian khalak ye yar.

ځواب ورکول Hakeemi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *