پامپیو

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، له طالبانو سره خبرې ډېرې پېچلې دي خو هیله لري چې زلمی خلیلزاد به په خبرو کې پرمختګ وکړای شي.

ښاغلي پامپیو «د امریکا د سبا ورځې ګروندګر» په غونډه کې وویل، د امریکا یو پلاوی د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له طالبانو سره په خبرو بوخت دی.

ده زیاته کړه، د دغو خبرو هدف دا دی چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي، دا هیواد د امریکا په ګډون د بل هیواد پر ضد د حملې لپاره ونه کارول شي او د افغانانو لومړني حقونه خوندي شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره روانې خبرې سختې وبللې، ویې ویل، په دې خاطر چې د چین، روسیې، پاکستان او هند په ګډون د سیمې لوبغاړي په افغانستان کې د خپلو ګټو په لټه کې دي، دا خبرې ستونزمنې شوي دي.

پامپیو له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد خبرو ته په اشارې وویل«خلیلزاد له طالبانو سره په خبرو بوخت دی او هڅه کوي چې ډېر پېچلي او بدلېدونکي مسایل پر یوې د منلو وړ موافقې واړوي.»

ده وویل «موږ له طالبانو سره د یوې موافقې په لټه کې نه یوو، بلکې څه چې موږ ته اهمیت لري هغه دا دي چې د ټولو لوبغاړو ګټې په پام کې ونیول شي څو دایمي سوله ټینګه شي.»

پامپیو هیله څرګنده کړه چې خلیلزاد لازم پرمختګ وکړي او په خپله به هم د مرستې لپاره دوحې ته ورشي او د یوې موافقې له ترلاسه کېدو سره به مرسته وکړي.

6 thoughts on “پامپیو، له طالبانو سره خبرې سختې دي ځکه چې د سیمې لوبغاړي د خپلو ګټو په لټه کې دي”
  1. وینې مو دارې وهي، موږ په خپل غم، د ځانکدن و سلګیو په غیږکې د مرګ وژوند پرپوله، قصابان رانه چاپیر دي، چاړې په لاس چربۍ پسې… خدایه څومره ذلیل شو، څه بیشرمې بیرحمې زمانې ته پاته شوو

  2. داسی اورېدل کیږی چي ایران هم په افغانستان کی خپل خواخوږی او طرفداران لری او په ضمن کی دا هم اورېدل کیږی چي ایران د څلورو وروستیو لسیزو په اوږدو کی زموږ د وطن په هراړخیزه جغرافیا کی مثبت او منفی رول او اغېز درلودلې ده بناً پوښتنه داده چي خلیل زاد لالا ولی په مستقیمه توګه د نورو هیوادونو تر څنګ د ایرانیانو سره هم زموږ د هیواد د لانجې د حل په هکله نه ږغېږی؟

  3. طالبه اوس ورته ټینګ شه چی ځان دی شل ځایه خرڅ کړی اوس هر یو در څخه خپله غوښتنه لری او ته په دوو کی پاتی نه یی بلکه په شل لارو کی سردرګومه یی چی اوس څه وکړم
    د افغانستان د بی ګناه مسلمانانو ازار به دی وهی د خیره

  4. Hekmatyar is also killed Dr Attaullah of Dir khyber pokhtonkhwa in khyber medical Peshawar in 1982 when.at that time I was the student FSc in islamia college pekhawar during da islami jamiat talaba and people student federation. So he is an agent of isi and jomat islamia Pakistan

  5. د پردیو مزدورۍ او غلامي خو همداسې وي. ټالیب د ځان اختیار نه لري ، یو مشر ملا عبدالغني برادر بېچاره د دوي د ظالم بادار له لاسه 14 کاله د پنجابیانو په لعنتي زندان کې تېر کړل. د ټالیبانو مرکچي پلاوي پخوا د آی اس آی افغاني الاصله جنرال شیرمحمد عباس ستانیکزي رهبري کاوه. ځکه یې د افغانستان د مسلحو قواوو د انحلال فتوا صادره کړې وه.
    هغه ورور ته چې د ایران د ګټو ساتونکو ملاتړ غواړي ، باید وویل شي ، چې ټالیبان خپله حاضر دي د دوي لپاره چنه ووهي. دوي هره ورځ له ایران سره په تماس کې دي او د ایران د ګټو ساتونکي همدوي دي.
    د پاکستان لپاره خو یې ځانونه په هلمند او ننګرهار کې قربان کړل او د هند انتقام یې له افغانانو واخیست .

ځواب ورکول zee raja ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *