تاند(دوشنبه، د حمل ۴) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د افغانستان سفر په داسې حال کې پای ته ورساوه چې د سیاسي اختلاف د حل په اړه څه ونه ویل شول.

د امریکا (اې بي سي نیوز) وايي، پامپیو له افغانستانه لاړ خو د سیاستوالو ترمنځ د واک وېش پر سر د کومې معاملې په اړه څه ونه ویل شول.

راپورونه وايي چې کابل ته د مایک پامپیو د ننني ناببره سفر یو هدف دا و چې د ولسمشر غني او د هغه د انتخاباتي سیال عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړی وکړي.

په ۲۰۱۴ م کال هم د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ولسمشر غني بریالی اعلان کړ خو عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې تر هغو نه منلې چې د امریکا د هماغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کیري منځګړتوب وکړ او په پایله کې یې د ملي یووالي حکومت رامنځته شو.

https://www.archive.www.archive.taand.com/archives/146915

اسوشیتید پریس خبري اژانس په کابل کې د ښاغلي پامپیو تر کتنو مخکې په یوه راپور کې وویل چې ښاغلی پامپیو به له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره جلا جلا وګوري او وروسته به له دواړو سره یوځای کتنه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر غني او پخواني اجراییه رييس عبدالله عبدالله سره جلا- جلا وکتل خو د درې اړخیزې غونډې په اړه تراوسه پورې نه ارګ او نه نورو سرچینو څه ویلي دي.

کابل ته د ښاغلي پامپیو د سفر بل هدف له طالبانو سره د امریکا د سولې د موافقې د عملي کېدو لپاره د افغانستان له حکومته د طالب بندیانو د خلاصون موضوع ښودل شوې ده.

خو تراوسه معلومه نه ده چې ایا ښاغلی پامپیو توانېدلی چې د بندیانو خلاصون ته د افغانستان حکومت وهڅوي او که نه.

د افغانستان ولسمشر ویلي چې ۱۵۰۰ طالب بندیان به په لومړي پړاو کې خوشي کړي خو د افغانستان اسلامي جمهوریت داسې تضمین غواړي چې خوشي کېدونکي کسان به بیا د جنګ جبهې ته نه ځي.

One thought on “پامپیو له کومې څرګندې معاملې پرته له افغانستانه ستون شو”
  1. په پښتو کی یو متل دی وایی د تیزن بهانه روټه ده ، دغه اعلامیه د امریکی د سیاست ښکارندویی کوی او داسی ښکاری چه محض د یوی بهانی په لټه کی آمریکا د مخکی غوښتل چه خپل نقدی کومک د افغانستان سره کم کړی نو اوس د پمپو د راتګ نه یوه بهانه جوړه شوه که نه دغه اعلامیه شاید د مخکی نه تیاره وه چه یوه روځ په یوه دلیل باندی علنی شی ، ترمپ یو بیزینسمن دی نه سیاستمدار ، مالی او اقتصادی ویری داسی وارخطا کړی اوس په یو میلیارد دالرو باندی خپل امنیتی قرارداد د افغانستان سره تر پښو لاندی کوی ، که امریکا پیسی مصرفولی ، افغانانو د بینالمللی تروریسم په مقابل کی په سر باندی جنګیژی ، واضح ده چه د سر بیه تر پیسو ډیره ده . دا البته په دنیا کی اول ځل نه دی دغه د دیموکراسی علمبرداران ځپلو بینالمللی تعهداتو ، حتی خپل ارزشونو ته هم وفادار نه دی . افغانستان خو به خدای (ج) وساتی او ۵۰۰۰ کله دا ملت غیر د بل هیواد د کومک نه ژوندی ملت پاتی شوی ، په داسی حال کی چه اوس ډیر فرصتونه په لاس کی لری چه همداسی د یوه عظیم او تاریخی ملت په توګه سرلوړی اوسی او ژرترژره خود کفایی ته ورسیږی

ځواب ورکول یفتلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *