مایک پامپیو

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له پاکستانه وغوښتل چې په خپلو لوېدیځو پولو کې تروریستانو ته د پناه ورکولو اجازه ورنه کړي.

پامپیو، چې تېره شپه /سې شنبه/ په واشنګټن کې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل«طالبانو او حقاني شبکې ته پناه ورکول د منلو نه دي؛ پاکستان دې دا خبرداری جدي وګڼي.»

پامپیو د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان د رول په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل«که پاکستان په دې هلوځلو کې ریښتینی نه وي، امریکا به ورسره وګوري.»

پامپیو، چې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره له ټېلفوني خبرو وروسته له خبریالانو سره ږغېده، وویل «تر دې خپلې غوښتنې په وضاحت نه شو څرګندولی.»

ده په عین حال کې وویل«ټول په دې سلا شوي چې د افغانستان مسله دې د خبرو له لارې حل شي او هیله لرو چې پاکستان هم هماغسي چې موږ یې غوښتنه لرو، همکاري وکړي.»

ده زیاته کړه«موږ د پاکستان مشرانو ته په زغرده ویلي چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا پالیسي بدله شوې نه ده او له پاکستانه غواړو چې د ترهګرو په خوندي پناهځای دې نه بدلېږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل، تر څو چې د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو خوندي پناهځایونه وي، په افغانستان کې به سوله رانه شي.

پامپیو د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په ټېلفوني خبرو کې له اسلام اباد څخه د تروریزم پر ضد د مبارزې او د افغانستان د سولې له پروسې سره د مرستې غوښتنه وکړه.

One thought on “پامپیو وايي، پاکستان باید د افغانستان په اړه د امریکا خبرداری جدي وګڼي”
  1. “پامپیو، چې په واشنګټن کې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل«طالبانو او حقاني شبکې ته پناه ورکول د منلو نه دي؛ پاکستان دې دا خبرداری جدي وګڼي.»”

    Pakistan will take it seriously only if :

    1. Tighten the screws of economical and military aid flow to Pakistan.

    2. Show them the red cards of Pashtun and Baloch nationalism that can be activated.

ځواب ورکول A. Halim Hakimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *