محمدموسي علمي

نن غواړم چي د زړه خواله درسره وكړم، كه كومه تيروتنه پكښي وي مخكي له مخكي بخښنه غواړم. پاڅه ځوانه! اى ځوانه! كه بيده يي ويښ سه، كه ويښ يي كښينه، كه ناست يي ولاړ سه ، كه ولاړ يي حركت وكړه، او كه حركت كي يي، نو سرعت دي ډېر كړه. نوره نړۍ د نور د سرعت په څېر مخ پر وړاندي روانه ده او موږ د ژوند د لومړنیو اړتیاو څخه محروم پاته يو. كه همداسي بيده او ناخوځښته پاته وو او خپلې كړنې مو تغير نكړې نو د نور د سرعت په شان به شاته روان يو، نو بيا یې د یون او پرمختګ توپیر معلوم کړه، چي يو د نور د چټکتیا په څېر پر مخ روان وي او بل شاته واټن به څومره و؟ د هرې هوسايني او ښيگڼي د لاس ته راوړلو لپاره بايد كوښښ او هڅّه وكړو. لكه چي پاك خداي ج فرمايي: [ وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَىٰ (39) وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَىٰ (40)] سورة النجم. ژباړه: او داچي د انسان لپاره (د كړنو بدله) پرته د هغه د تلاښ او كوښښ څخه نسته. او بيشكه داچي د هغه د تلاښ او كو ښښ (بدله) به ډيره ژر وليدل سي. پريږده او وكړه ځوانه! لومړۍ خو ګرانه له قومي،ژبني، سمتي او مذهبي تعصب څخه ځان وژغوره او يووالي او ورورلي ته مخه كړه. د تعصب دنياوي او اخيروي زيانونه بي شميره زيات دي. دلته یوازي د پيغمبر (ص) د يوه حديث يادونه درته كوم. د تعصب په اړه حضرت محمد (ص) داسې فرمایي :[لَيسَ مِنّاَ مَن دَعاَ اِلي عَصَبِيَّةِ وَلَيسَ مِنّاَ مَن قاَتَلَ عَصَبِيَّةً وَلَس َ مِنّاَ مَن ماَتَ عَلي عَصَبَيَّةِ (ابوداود)]. ژباړه: هغه څوک له مونږ څخه ندی چه خلک قوميت (قبیله، ژبه، سمت، رنګ… ) ته رابولی اوهغه څوک له مونږ څخه نه دی چه پدغه منظور جګړه کوی اوهغه څوک له موږ څخه ندی چه په همدې مفکوره مړ سي. دوهم گرانه دا د كرزى صاحب په ډول د كالو د غاړي كلكه تڼي دي خلاصه كړه او د اشرف غني په ډول دا لس كته پر يوه اوږه پروت پټو دي ايسته كړه، كه رښتيا ددوی په ډول كيدل او لاره تعقبول غواړي، نو هغه څه وكړه چي دوی په ځوانۍ(ستا په عمر) كي كول يعني لوړي او لا لوړي زده كړي وكړه. دريم گرانه پريږده داد نوي موټر پر ماډل سيالي تر اوسه وختي دی اوس دي د علم او پوهي د سيالي وخت دي، پريږده دا د ولسوالۍ د مديريت د بست پر سر سيالي، ځان دي د وزارت سيالي ته چمتو كړه. د پوهي او زده كړو په اړه چي كوم قرآني آياتونه او حديث شريفونه سته كه هغه دلته وليكم نه ځايږي. څلورم گرانه اوس خو د شكر ځاي دی ډېریو ځوانانو د ليسانس زده كړي تر سره كړي دي اود ماسترۍ زده كړو لپاره هم زمينه مساعده ده، د ماسترۍ زده كړو دا دی زه د يوي (پريمو) او( ټو ډي) موټر په قيمت ضمانت كوم په تركيي، هندوستان او ځينو نورو هېوادونو كښي. كه چيري خارج كښي په شخصي لګښت د زده كړو امكان نلري د بورسونو شرايط پر ځای كړئ او نوم لیکنه ورته وكړئ او كه هغه نه سي كولاي كابل، جلال آباد او هرات پوهنتونو كښي د ماسترۍ پروگرامونه پیل كړئ. او كه د هغه امكانات هم نلري نو د مطالعي او لوستلو څخه ځان مه ليري كوي ډير ژر به مو په خپلو ولايتونو كي د ماسترۍ پروگرامونه شروع سي له خيره. او اخيركي گرانه دا درته وايم كه خداي مال دوه دري وړوڼه ياست په نوبت يو كار او بل زده كړو ته ادامه وركړئ. زه به خپل مثال دركړم د حاجي بابا يواځني مشر زوي وم او اولادونه مي هم درلودل،بابا د بازار دكانداري كول او ما د كندهار پوهنتون كي ليسانس تر كچي زده كړي پوره كړې، زما له ټولګیوالو څخه پوښتنه كولاي سئ، چي كوم وخت د كندهار څخه كورته راتلو د سراچې موټر د ډكني پر سر به مو سره دعوه وه، په دې خاطر چي كرايه يي لږ وه. د فراغت وروسته ټولو خپل مسلك كي كارونه وكړل، استادان سول او نورو لوړو زده كړو لپاره يي بورسونه واخيستل وړونو زه مو په پوره ډول د تركيي په هيواد كښي د ماستري او دوكتورا زده كړو د پروگرامونو په پيداكولو او پوهنتونو سره د تماس په برخه كښي همكاره يم. او يوه بله خبره هم، دا وزونونه مو هم څه نا څه زيات دي. په اندازه خوراك او ورزش كول يي د حل لاره ده.

——————————–

ښاغلی محمدموسي علمي د ترکیې په ازمیر ښار کې د دوکتورا د دورې محصل دی. (تاند)

4 thoughts on “پاڅه ځوانه، پريږده او وكړه ځوانه!/ محمدموسي علمي”
  1. هر لیکنه د خاص هدف پربنیاد لیکل کیږي د بعضو لیکنو پیغام د ټولني لپاره موهم وی اما د بعضو لوستل او ورباندی عمل کول ډیر اړین او مهم دی.د انجنیرصاحب پر قلم دی برکت وی واقعآ په څو جملو کښی یې د هیواد د ځوانانو لپاره یوه انګیزه لرونکې لیکنه لیکلي. زه په خپله ډير ځیني متآثره سوم. په دی هیله چې همداسی لیکنو ته ادامه ورکړي

  2. په لیکنی کی مو خورا مهم ټکی نغښتی وو
    نورو لیکنو ته مو سترګی په لار یو

  3. ډیره په زړه پوری لیکنه …………. دا په حقیقت کی د جهل خلاف یو لوی جهاد دی ………. الله د کامیاب لره………….

  4. محترم پوهنیارانجنیر محمد موسی علمی صاحب، پدی لیکنه کی د وطن دوستی احساسات شکاره کړیدی او زه یی د دی سپیڅلو احساساتو ستاینه کوم. داسی با احساحه ځوانان په ټولنه کی مئبت بدلون راوستلی شی .. او پدی لیکنه یو بل مهم تکی چی خاص زده کړی ته اشاره کړیده، زمونږ وطن دیر وروسته پاته دی ، یواځی او یواځی لوستی کسانو تر هر څه ډیره اړتیا لری….دا چی زه د ماستری تحصیل کوم، نو یی و نورو لوړو زده کړو ته نور و هم وهڅولم. انجنصر صاحب علمی زما په فکر که وخت پیداکړی کیدای شی د افغانستان په هکله د انجنیری په برخه کی شته ستونزو ته د حل لاری پیداکړی او اړوندو برخو کی علمی او مسلکی لیکنی وکړی

ځواب ورکول وحیدالله حقمل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *