ستادشهسوارسنګروال

برېتانیا له یوې خوا پدې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته ګاونډ کې یو نوی سیاسي سیال چې له دوی سره په هر اړخیزه توګه رقابت کولی شي د نړۍ په سیاسي جغرافیه کې منځته راغلي دی چې هغه شوروي اتحاد او د بلشویکانو واک او ځواک وه.

له بلې خوا دوی په دې هم پوهېدل، چې ځوان پاچا امان الله خان دریځ د خپل نیکه او پلار له سیاسي دریځ نه تو پیرلري. دی دېته ژمن او هوډمن دی چې افغانستان ازاد او خپلواک کړي.

پاچا امان الله هم په هېواد کې دننه او بهر یو شمېر ستونزې لرلې نو ځکه یې متارکه غوره و ګڼله، هغه هم پدې اند چې په لومړي سرکې د هېواد خپلواکي په خپله یو ستر بری دی.

د دواړو لورو لخوا یو شمېر لیکونه ښکته او پورته شول. د ساري په توګه لارډ چېلمسفورډ چې د جون په دریمې (۳) نېټې (۱۹۱۹ ز کال) د اوربند لپاره کوم وړاندیز ونه کړي ول. پاچا امان الله یې په جواب کې وکښل(۱۱/۶/۱۹۱۹) :

افغانانو چې تل یې له خپل هېواد ،مذهب او ویاړونو نه د دښمن په وړاندې دفاع کړې او جنګېدلي دي.  تل یې یرغلګروته ماته ورکړې ده.

نو بیایې د وایسرای وړاندیزونه ونه منل. لکه څنګه چې افغانانو د انګرېزانو د هوایې بريدونو په وړاندې مظاهرې وکړې دارنګه پاچا هم ګواښ وکړ، که چيرې زه افغانانو ته ووايم چې ستاسو په الوتکو بريد وکړي نو افغانان به سر غړونه ونه کړي.

له دغو ځرګندونو وروسته د لندن مرکزي حکومت په ټینګار د برتانوي هند وایسرای یو پلاوی د هملتون ګرانت Hamelton Grant په مشرۍ وټاکه چې د راولپنډۍ د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

له افغان لوري نه هم یو پلاوي ته د کورنیوچارو وزير د علي احمدخان په مشرۍ دنده و سپارل شوه چې د جولای په میاشت کې هند ته دخبرو لپاره لاړ شي.

افغان پلاوي د جولای په (۲۵) نېټې پرته له عبدالهادي داوي نه چې له علي احمد خان سره یې له تللو ډډه وکړه راولپنډۍ ته ورسېد، چې غړي یې دغه کسان ول:

سردار محمدیونس خان ،سردار عبدالعزیزخان،  غلام محمد خان، ډاکترعبدالغني خان هندي او «افغاني هندو نرجن داس….

پلاوي ته دپرېکړې واک داسې په ګوته شوي وه، چې په لمړي سرکې د افغانستان بشپړه خپلواکي، د ډېورنډ پورې غاړې ته د پرتو قومونو په ځانګړي ډول د مسیدو، وزیرو، اپريدي، مومند چې له افغانستان نه یې ملاتړ کړی دی د حقوقو ساتنه او د جګړې تاوان او دجګړې مسولیت چې لومړی انګرېزانو پیل کړېده دا ځکه چې د امان الله خان مکتوب ته یې په وخت ځواب ونه ویل.

له دې سر بېره تاریخ پوه غبار هم په دي اند دی چې د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزی هم د یوې لیکنې له مخې پلاوي ته ښودنه وکړه چې هرو مرو په دغه ټکو ټینګار وکړي:

د پلاوي غړي باید درایو په یوالي سره پرېکړه وکړي، پلاوی تر هغه بریده واک لري چې ورته ورکړل شوی دی. له هغې آخوا باید پلاز او مرکز نه هدایت وغواړي (خو کاشکې چې طرزي دې دندې ته ګومارل شوى وى).

هغه څه چې ډېر اړین دي او سر غړونه ترې ناشوني ده هغه د افغانستان بشپړه خپلواکي د یو شمېر سرحدي سیمو په ګډون. امان الله خان هم د جبهو پوځي مشرانو ته وکاږل:

چې برتانوي چارواکي سوله غواړي، که چېرې دغه سوله د افغانانو خپلواکۍ ته درناوی وي زموږ پت او عزت پکې خوندي وي خو ښه، او که چېرې نه وي نو جهاد ته به دوام ورکړو.

د سولې پلاوي د جولای په ۲۶ نېټې (۱۹۱۹ ز کال) په راولپنډۍ کې خبرې اترې پیل کړې.

انګرېزانو ته دا ډېره ګرانه وه چې د افغانستان بشپړه خپلواکي و مني دا ځکه چې دويته افغانستان د هند دروازه وه. خود«ګرانت grant) د څر کندونو له مخې افغانانو یوازې (ibid،۱۲۴ مخ) د دې لپاره جګړه کوله چې هېواد یې بشپړه خپلواکي ولري.[1]

افغان پلاوې په دې ټینګار کاوه چې تر هغې به بېرته هېوادته ستانه نه شي چې افغانستان په رسمیت و نه  پېژندل شي. نو ځکه دا ناشونې وه چې موږ د افغانستان خپلواکي ونه منو.

د برتانوي هند وایسرای چېلمسفورډ هم دا منلې وه چې په منځنۍ اسیا کې د ولسونو ملي احساس… او د بلشویکانو شعارونه په سیمه کې یو شمير بدلونونو ته لاره پرانيستى وه.

د بهرنیو چارو سکتر ګرانت grant هم د غونډې د بلې ورځې پایله افغان پلاوی له خولې د برتانوي هند د بهرنیو چارو وزیر ته وویل:

افغانان په خپلو ژمنو دومره ټینګار کوي چې د وزیرستان او نورو قبایلو سیمو په ګډون د لوی افغانستان د خاورې غوښتونکي دي.

ان تر دې چې له بلشویکانو هم غوښتنه کوي چې د پنجده او کشک سيمې هم بیرته افغانانوته ورکړي.

د برتانوي هند دارشیف په پتو اسنادو کې هم د ګرانت له قوله د افغانانو د انګېرنو په تړاو داسې راغلي دي.

په بهرنیو اړیکوکې د افغانستان خپلواکې، د پاتې اعانې ورکړه، د نوو مرستو ژمنه، د جګړې تاوان، مومندو او اپريدیو جنګیالیو ته زیان نه رسول.

افغانستان ته د ډېورېنډ د کرښې پورې غاړې د قبایلي سیمو په سرکې د وزیرستان سپارل.[2]

عبدالصمد دغوث د Ibid «له انده (۱۲۹ مخ» کښلي دي چې افغان پلاوي «ګرانت» ته وویل:

ټولې قبایلي سیمې افغانستان ته و سپارئ. ښایې برېتانیه په راتلونکي کې مشکلات ونه ګوري. کوم لګښت چۍ انګرېزان یې کوي دهغه نیم لګښت د افغانستان ته ورکړي.[3]

ګرانت له افغان پلاوي نه و غوښتل چې هندي انقلابیون له خپلې خاورې وباسي. خو افغانانو په قبایلی سیمو ټینګار وکړ دوی هم له خپلې خبرې پر شاشول.

د دواړو غاړو تر منځ خبرې اوږدې شوې چې ان د اګسټ تر شپږمې (۶) نېټې پورې دوام وکړ.

ګرانت د د پرلپسې تلګرامونو له مخې د خبرو اترو د هر پړاو په تړاو د برتانوي هند چارواکوته نوي معلومات ورکول. ولې  علي احمد د محمود طرزي د «رهنمود» خلاف له کابل سره هېڅ اړیکه ونه نیوله او په خپلې سر تمبګۍ او د خپل ژباړن ډاکتر عبدالغني په سلا یې ټینګار کاوه.

د علي احمدخان په تړاو ګرانت په یو شمېر تلکرامونو کې ویلی دي:

علی احمدخان د خپلو ملګرو په منځ کې یوازینی کس دی چې سولې ته ژمن ښکاري… دې له موږ سره ښې اړيکې غواړي ما له علي احمد خان نه وپوښتل چې د پلاوي غړي غواړي چې موږ سره تړون لاس لیک کړي؟

ده وویل کفایت کوي چي یوازې زه یې لاسلیګ کړم. له دې څخه څر ګندېږي چې نور ملګري یې نه غواړي چې موافقه لاسلیک شي.[4]

په پای کې د اګست په اتمه(۸) نېټه دواړې غاړې په سر کې علي احمد خان او ګرانت دې پایلې ته ورسېدل چې یو پنځه فقره ییزه موافقه لاس لیک کړي چې لنډيز یې داسې دی:

۱ – تر لاس لیک نه وروسته د افغانستان او انګرېزانو تر منځ د سولې پایښت.

۲- افغانستان نشي کولاي چې دهند له لارې خپل هېوادته وسله وه لېږدوي.

۳- کومۍ پېسې چې امیر حبیب الله خان ته ورکړ کېدلې او د برتانوي هند په خزانه کې خوندي دي پاچا امان الله ته به نه ورکول کېږي.

۴- که چېرې د شپږو میاشتو په موده کې افغانستان د انګرېزانو ددوستۍ جوګه شي، نو بیابه د یوبل پلاوي تر منځ خبرې پیلېږي.

۵- د افغانستان او هند تر منځ هماغه پوله د منلو وړده چې دامیر حبیب الله په مهال منل شوې وه.

د میرغلام محمد غبار په اند چې کله علی احمدخان دغه موفقه لاسلیکوله نو وه رېږدېده او دانګليس په ګټه یې امضا کړه.[5] ولې بیا هم دموافقې خلاف برتانویانو د خیبر لوېدیز ته خاوره چې افغانانو پرې دعوه درلوده په خپل قلمرو کې ونېوله.له دې سربېره په حقوقي ډول پلاوي ته ویل شوي ول د خپل واک په چاپېریال کې د پرېکړې حق لرئ او هم بایدد رایو په اتفاق پرېکړه وشي.

ولې هر څه علې احمد خان وکړل، خو کله چې کابل ته ورسېد. لومړى امان الله دی ورټه او  وروسته یې و غوښتل چې اعدام یې کړي.

ولې مور یې  د ځپل وراره په ملاتړ و درېده او ان داچې خپله لور یې ورته په نکاح کړه.

دغه تړون د اګست په ۸ نېټه د اسد په ۱۸ مه لاسلیک شو پلاوي په لسو ورځو کې ورسېد او پاچا د اګست په (۱۸) پرۍ لاسلیک وکړ پدغه ورځ په ارګ او زرنکار کې خلکو جشن ونیو.

د خبرو دوهم پړاو:

د راولپنډۍ له موافقې نه وروسته بیا هم برتانوي ځواکونو د ډيورنډ کرښې پورې غاړې په وسلوالو بریدونو(په ځانګړي ډول وزیرستان) وڅپلې اوهم کله چې په وسلو راوړلو بنديز و لګېد. امان الله دېته اړ شو چې د شوروي له لارې وسلې تر لاسه کړي.

برتانوي چارواکو د روسانو د دوستۍ له وېرې افغانانو ته وړاندیز وکړ چې د دوستۍ په نوم یو پلاوي هندوستان ته ولېږي.

د اپرېل د میاشتې په (۱۲) نېټه (۱۹۲۰ زکال) د محمود طرزي په مشرۍ یو پلاوي چې غړي یې د سوداګریزو چارو وزیر علام محمد خان، پیرمحمدخان، نرنجنداس، څرخی غلام صدیق خان، عبدالهادي داوي، میرزا غلام معروف، میرزا بازمحمدخان او میرزا محمدنعیم خان ول مېسیوري ته ورسېدل.

د برتانوي پلاوي مشري دهنري دابس په غاړه وه. نوموړی د هند د بهرنیو چارو منشي وو.

نوموړي داسې انګېرله چې دوروسته پاتې افغانستان د هر پلاوي مشر به د علي احمد خان په څېر وي. نو ځکه يې د تېر په څېر خپلې دوه مخې پالیسي په دغو ټکو پیل کړه:

-افغان حکومت اوس هم د قبایلي مشرانو ملاتړ کوي.

– په افغانستان کې هندي انقلابیون برتانوي هند ته یو سترګواښ دي باید انګرېزانو ته وسپارل شي.

– له شوروي روسیې سره د افغانستان اړېکې د انګرېزانو په زیان دي.

لمړي خو د برتانوي هند چارواکو تر څو میاشتو پورې افغان پلاوي ته ډېره پاملرنه ځکه نه کوله، چې د هندوستان خلکوته دوي بابېزه و ښيې. ولې کله چې خبرې هم پیل کړې په ډېرې بې پروایۍ پرمخ وړلې.

خو افغان پلاوي په سرکې محمود طرزي د هندوستان له وګړو سره په لیدونو او کتنو داسې ښوده چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او دېته چمتو دی چې د هند له خلکو سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

د ده لیدنې او کتنې دومره ګټورې پرېوتې چې د روهیلکنډ خلکو یو لیک د طرزی پلاس امان الله خان ته واستوه.

محمودطرزي پخپلو خبرو کې په رسمي بڼه خپل سیال دابس(Dubs) ته وویل:

-داچې برتانویان د افغان او روسیې له دوستۍ نه وېره لري غوره به وي چې د قبایلو ستونزه له افغان حکومت سره حل شي. دغه سېمې باید افغانستان ته وسپارل شي او یا حپلواکې شي.

– برتانوي هند چارواکو چې کوم بندیزونه د وسلې به راوړلو لګولي دي باید لرې شي.

– افغان حکومت هیله لري چې له ترکي مسلمانانو سره ښه سلوک غوره کړي.

– موږ دانساني خوا خوږۍ له مخې د هندوستان انقلابیون برتانوي هندته نشو سپارلی.

– که چېرې یې برته له ځنډه وزیرستان افغانستان ته و سپارل شي افغان حکومت به له برېتانیې سره یو ځای د بلشویکانو پر وړانډې ودرېږي. او دبخارا، خېوې، ترکمنستان وګړو سره به هر اړ خیزه مرسته وکړي.

د دواړو لورو خبرې پرته له کومې پايلې او نتیجې پای ته ورسېدې او د جولای په ۲۴ نېټه (۱۹۲۰ ز کال) د برتانوي هند چارواکو یو لیک د امان الله خان په نوم پلاوي ته وسپاره چې پکې لیکل شوي وه.

موږ د افغانستان استقلال پدې شرط منو چې د ډېورنډ د کرښې دې غاړې ولسونو سره مرسته ونه شي.

د (Ibid) په اند که افغان حکومت په قبایلېي سیمو کې لاس وهنه ونه کړي، برېتانیه ژمنه کوي چې د افغان حکومت سره به د وسلو او پیسو مرسته کوي.

او د ګمرکي محصولاتو پرته به د تلګراف، د رېل کرښې او عصري افغانستان په جوړولو کې مرسته کوي، پدې شرط چې افغان حکومت به د موږ سره پدې تړاو یو سند لاس لیک کړي.« دډېرومعلوماتو لپاره ۱۵۶ مخ وګوری».

د خبرو دریم پړاو:

د برتانوي هند د چارواکو دغه اندېښنه د دوی په اند په ځای وه چې یو شمېر ترکي اوهندي شخصیتونو لکه په کابل کې د هند د موقتي حکومت ریس مهندراپرتاب، صدراعظم مولوي برکت الله، د بهرنیو چارو وزیر مولاناعبیدالله، د عثماني ترکيې یو شمېر پخواني چارواکي  انور پاشا طلعت پاشا او جمال پاشا هم په سیمه کې فعال ول، ولې داچې بريتانيا حق درلود چې اروپا نه دهند نيمې وچې ته راشي، نو پاچا هم دا حق درلود.

پدغسې شرایطو کې دا بس په جنورۍ کې افغانستان ته رسمي سفر وکړ، چې له دې سره جوخت د افغانستان او شوروي تر منځ د دوستۍ تړون چې په ۱۹۲۱ز کال (د فبرورۍ په ۲۸ نېټه) لاسلیک شو. دا یو بل ګوزاروه چې د برېتانیا هېواد یې هک پک کړ.

له دې تړون نه دوه ورځې وروسته د افغانستان او ترکې ترمنځ تړون چې په مسکو کې په امضا ورسېد، د برتانوي هند چارواکې یې وه لړزول.

د افغانستان او شوروي تر منځ د سفیرانو په کچه دېپلوماتیکو اړيکو برېتانیا لا اندېښمنه کړې وه.

کله چې له امریکې پرته یو شمير لوېدځ والو په سرکې فرانسې، جرمني او ایټالیې هېوادونو د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله. دافغانستان او برېتانیې اړیکې یو ځل بیا خړې پړې شوې، خو بیا هم انګرېزانو کوښښ کاوه چې د منځنۍ اسیا دپېښو په تړاو له افغانستان سره سر وخوځوي.

نو ځکه یې دا ورسره ومنله چې افغانستان کولی شي یو شمېر وسلې او تخنیکي توکي له برتانوي هندنه افغانستان ته وه لېږي.

ولې یوه خبره چې افغان چارواکو پرې ټینګار کاوه هغه د ډېورنډ د پورې  غاړې د خلکو برخليک وه چې د بېلابېلو سیمو او قومي مشران لخوا حکومت ته ویل شوي ول چې د ډېورنډ کرښه له مینځه یوسي چې موږ یو شمېر مشران د ساري په توګه یادولی شو:

د ملا پوونده زوی شهزاده فضل الدین، ملاسید اکبرخان، د محمود اخون زاده زوی عبدالخالق خان.همدا راز د یو شمېر قومونو استازي لکه: د اکا خېلو، ملک دين خېلو، کوکي خېلو، قنبرخېلو، زخه خېلو، کمرخېلو، ادم خېلو، ساپیانو، مومندو، شینوارو، ترنګزیو، اتمانزیو او د نورو ټبرونو او خېلونو استازي چې شمير یې د څلورو سونو(۴۰۰) تنو شاوخواته رسېده د بېلکې په توګه د یادولو وړدي.

برتانوي چارواکي د افغانستان د پېښو په تړاو ډېر اندېښمن ول.

ددې لپاره چې سيمې او نړۍ په تېره د هند نیمې وچې ته وښیې چې افغانستان لا تر اوسه یو خپلواک هېواد نه دی. نو په ځغرده یې په رسمیت نه پېژانده.

خو کله چې د افغانستان استازي محمد ولی خان د پاچا امان الله خان او د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزي په لارښونه له روسيې، ترکیې، ایران او له یو شمېر لوېدیزو هېوادونو سره دېپلوماتيکې اړیکې یو د بل پسې ټینګولې دوی یې لا ور ختا کړي وو.

دوی په خپلو برېکړو کې دومره ورختاوو چې کله ایټاليې هېواد له افغانستان سره سوداګریز تړون لاس لیک کاوه. برېتانوي چارواکو اېټالیې هېواته وویل:

د افغانستان هېواد ددې واک او ځواک نه لري چې په خپلواکه توګه تړون لاس لیک کړي.

دوئ ته دې خبرې هم زور ورکړی و چې په کابل کې د سر هنري دابس(Dubs) خبرې یوولس(۱۱) میاشتې اوږدې شوې.

د همدې خبرو په لړ کې د افغانستان د سفارت فوق العاده استازی (محمد ولی خان) لندن ته ورسېد د برتانیې هېواد لومړی ونه مانه او ورته یې وويل چې تاسو د برتانوي هند له وزیر سره وګورئ.

پلاوي غوښتل چې پرته له کومو خبرو لندن پرېږدي. خو (لارډ کرزن د انګلیس د بهرنیو چار وزیر) اړ شو چې افغاني پلاوي سره وګوري، محمدولي خان د کرزن د بې پروایی له بابته افغان چارواکوته خبر ورکړ.

محمود طرزی له ډېرې غوسې هنري دابس ته پرته له دې چې بشپړ نوم یې واخلي د یوه لیک په ترڅ کې یوازې «جناب داب» ولیکه: چې پدې برتانوي پلاوي د خواشینۍ یو سخت غبرګون و ښود.

افغان چارواکي د انګلستان په سیاسي لوبو پوه شوي ول، نو ځکه یې له شوروي سره د دوستۍ تړون لاس لیک کړ که څه هم د « بخارا» په سر د دواړو هېوادونو اړيکې خړې پړې شوې وې.[6]

خو د انګلیس پلاوی لا په کابل کې وه له مسکو سره د فبرورۍ (۱۹۲۱/۲/۲۸) تړون و وېرول.

ان تر دې چې د پغمان په مېلمستیا کې یې پاچا ته وویل: موږ دېته چمتو یو چې د دوستۍ تړون لاس لیک کړو. خو پدې شرط چې د روسانو له دوستۍ نه لاس په سر شئ.

امان الله خان ورته وویل:

هغه څه چې موږ یې غواړو باید را یې کړی…کوښښ مکوی چې افغانستان ته د نولسمې (۱۹)پېړۍ په سترګه وګورئ.

کله چې پاچا د ډسمبر په میاشت ۱۹۲۱) کې په اصطلاح د « دوستۍ) تړون لاسلیک کاوه نو وویل:

دغه د دوستۍ تړون نه دی بلکه د ښه ګاونډیتوب موافقه لیک ورته ویلی شو.

د دواړو غاړو له اوږدو خبرو وروسته چې نږدې یو کال یې دوام وکړ، په پای کې دې پایلې ته ورسېدل چې محمود طرزی او دابس ددواړو هېوادونو (افغانستان او بریتانیې) په استازیتوب یو تړون لاسلیک کړ چې په څوالسو(۱۴) مادو کې ترتيب شوي وه.

 


[1] :- غبار میر غلام محمد افغانستان در مسیر تاریخ ۷۷۵-۷۷۶ مخونه

[2] :- د برتانوي هند د ارشیف پټ اسناد (۱۹۱۹ )ز کال

[3] :- غوث عبدالصمد سقوط افغانستان ۴۶مخ

[4] :- د برتانوی هند ارشیف پټ اسناد ۸۳۲ ګڼه

[5] :- غبار میر غلام محمد افغانستان در مسېر تاريخ ۷۷۵مخ

[6] :- غبار میر غلام محمد در مسیرتاریخ ۷۷۸ مخ

One thought on “پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې”
  1. سلام
    دغازی امان الله خان له تعلیمی،مدنی او په تولنه کې اصلا حی بدلونونو نه دا راڅرګندیږی چې هغه به دې باور وه چې افغانستان په وچه تړلی هېواد دی. د روس او انګرېز تر منځ دسیالۍ ډګردی . په سیمه کې د قومونواوقبیلو به نسبت د ګاونډیو هېوادونو سره توپیر لری په دې ما نا چې افغا نستا ن په سیمه کې ډېر ستراتژیک اوځمکنی سیاسی موقعیت لری . له بلې خوانه دغازی ا مان نالله شاته یوه پیاوړې او باصلاحیته اداره هم نه وه چې په تولو حکومتی برخو کې اوپه ځانګړې توګه د هیواد د زعامت او برخلیک په باره کې یې له غازی سره مرسته کړی وای دملی حاکمیت اوخبلواکی پوهه او اګاهی کمه وه
    ښکاری چې په مقننه ،اجراییه اوقضایی برخو کې کمبو د زیات وه او به بهرنی سیاست کې ډیرزیات ځکه سفیر، استاذی ،نماینده او یو برجسته دبلومات له
    خبل ولس سره هر وخت مرسته او هم غږی کولای شی لکه په ملګرو ملتو کې دافغانستان پیژندل شوی بخوانی سفیر مرحوم عبدالرحمن پژواک تاسې وګوری همدا اوس دانګرېز پشۍ سفیره الیسن بلیک ، دنمارک ، کا نادا،فرانسی او اروپایی ټولنې هسې په نوم سفیر تشویش او مداخله دافغانستان په کږکېچ کې لیدل کیږی . خوله بده مرغه په معاصره نړۍ کې د یوتیوب په اتڼو کې زموږ د بهرنیو چارو وزارت کارونه
    له مطلق سقوط نه هم اخوا دی چی دا کار دېر ماشو ما نه دی وایی چې به ریبارانو څه ونه شو ل
    غازی په خپله لکړه په خپلواکی او پرمختګ پسې را واخیستله او په اروپایې هېوادونورا وګرځید اوله خانه سره یې به کم وخت کې ډیرې پروژې راوړی اوویې غوښتل يې چې بې له سمندره(ددروازې په خوله کې برتانوی هند)ګرمواوبو برته ، افغانستان له نړۍ سره وصل کړی موږ د غازی دلاسته راوړونو به هکله په ملی ارشیف، علمی مو سساتو او دیرو مهمو سفارتونوکې دهغه ژوندی اثار او اسناد هېڅ نه لرو موږ به لافواو پټاکوکې د سفارت د کوټو او دهلېزونو به لویوالی اوښایست څه وکړوچې خپل خبریال ته یی په شوق تشرېح کوو ؟ که غازی تکړه او هوښیار مسلکی مشاوران یا سلا کارا ن درلود ای او یا افغانستان به اقتصادی لحاظ خودکفا وا ی نو زمونږ سیا ست بېړۍ به له دومره کړکېچنې سیالۍ سره نه مخ کېده

ځواب ورکول ع. شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *