تاند- د پاکستان د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د جمعې په ورځ وویل چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو او د امریکا په مشرۍ ایساف ځواکونو موافقه کړې چې د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې به په ګډه د طالبانو پر ضد درې اړخیز عملیات کوي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او د نوازشریف د نړیوالو چارو مشاور سرتاج عزیز د ترکیې اناتوليا خبري اژانس ته وویل:«دا به د افغانستان، پاکستان او ایساف له لوري د پولې په دواړو خواوو کې همږغي درې اړخیز عملیات وي.»

ده وویل چې درې خواوو همداراز سلا کړې چې په خپل منځ کې به استخباراتي معلومات هم شریکوي.

سرتاج عزیز په عین حال کې دا خبره رد کړه چې د افغانستان یا پاکستان پوځیان به د یو بل خاورې ته داخلېږي. ده وویل چې هیڅ هیواد به د بل د ملي حاکمیت سرغړونه نه کوي.

«نه به پاکستاني پوځیان سخت دریځي د افغانستان تر خاورې پوري تعقیبوي او نه به افغان ځواکونه په طالبانو پسې دې خوا ته راځي. که طالبان دې خوا ته راغلل موږ به دوی ته معلومات ورکوو، دوی به هم موږ ته خبر راکوي.»

سرتاج عزیز ونه ویل چې دا عملیات به کله او په کوم ځای کې پیل شي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي د ترکیې اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې دا پرېکړه کابل ته د پاکستان د لوی درستیز راحیل شریف په وروستي سفر او د افغانستان له ولسمشر او د ناټو له عمومي قومندان جنرال کیمبل سره په کتنه کې وشوه.

راحیل شریف د پېښور له حملې یوه ورځ وروسته کابل ته لاړ.

One thought on “پاکستان، افغانستان او ایساف د ټولو طالبانو پر ضد درې اړخیز عملیات کوي”
  1. په افغانستان کی روانه جګړه د افغانستان جګره نه ده دا دامرېکا او دمتحيدينودشمو مخو لپاره دا جګړه روانه ده ترسو چي امريکا ونه غواري نوپاکستان او افغانستان هيچ هم نشي کولي پاکستان خو دامريکا په لاس نچا کوي نو تر چو چي دامريکا شومو موخو ته نه وي رسيدلی اوامريکا ونه غواري چي سوله راشي تر هغه وخته سوله راتله نا شوني ګنم

    مننه

ځواب ورکول wahidullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *