تاند، شنبه، د جدي ۷مه: پاکستان افغان ځوانانو ته د علامه اقبال پروګرام له لارې ۱۰۰۰ سکالرشیپونه اعلان کړل.

د دغو سکالرشیپونو د پرانیستې پروګرام تېره ورځ د کابل په یو هوټل کې نیول شوی و چې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان او د باندنیو چارو وزارت مرستیالې ناهید ایثار هم په کې برخه اخیستې وه.

په کابل کې د پاکستان سفارت به د دغه پروګرام له لیارې ۱۰۰۰ تنو افغان ځوانانو ته له ټولو اسانتیاو سره د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.

 د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان وايي، د دغه پروګرام له مخې به په کابل، جلال اباد، مزار شریف، هرات او کندهار کې ازموینې واخیستل شي.

 بلخوا د باندنیو چارو وزارت مرستیاله ناهید ایثار وايي، دمګړۍ په پاکستان کې ۷۰۰۰ افغان محصلین په لوړو زده کړو بوخت دي او د دغسې پروګرامونو  دوام به د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو په برخه کې مرسته وکړي.

2 thoughts on “پاکستان، افغان ځوانانو ته ۱۰۰۰ سکالر شیپونه اعلان کړل”
  1. نو څه پې وکړو ۱۰۰۰ سکالر شیپونه څه کوې که یو لک هم شي غریب ته یی فایده نه رسیږي . ځکه ټول په پیسویعنې په ډالرو خرڅیږي. تاسې پوښتنه وکړی په دې ملک کې د جوماتونو د چندو څخه هم کاراوبار جوړ شویدی

  2. داسی ویل کیږی چی مخکی له مخکی ددی سکالر شیپونو د کامیابی او قبولی لپاره هر کس دوه زره ډالره رشوت ورکوی او ورکړی باید دا خبره هم تر ولسمشر پوری ورسیږی کچیری څوک نږدی کسان زما تا تبصیره له نږدی ګوری او لولی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *