انټر پول پولیسو په بحرین کې د پاکستان د حکومت په غوښتنه د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی نیولی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، ګیله من پښتون چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین د نیول کېدو پرضد یې اعتراض کاوه، په بحرین کې د انټر پول پولیسو له لوري نیول شوی دی.
د ګیله من پښتون پر نیول کېدو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو جدي غبرګونونه ښودلي او د پاکستان د حکومت دغه کار یې د بشري حقونو او بیان ازادۍ خلاف عمل بللی دی.
دادي عربو دموکراسي
دا ځوان يي په کوم جرم نيولي
نه يي غلا کړي يي نه څوک مړ کړی نه ترهګر ده
څوک ده شاعر ده ليکوال ده او په خپل کوم مين ده عدالت غواړي ځکه عربو نيولي
ګيله منه چورت مه وه موږ د شاته ولاړ يو
د بحرین هېواد د نړیوالو موازینو او د بشر د حقوقو د اعلامې پراساس دا حق نه لري چې سیاسي مخالفین دیکتاتوري نظام لرونکو دولتونو ته تسلیم کړي . ځکه چې هلته د دوي ژوند ته جدي خطر شته.
پنجاب فکر کوي چې د یوڅو انقلابي ځوانانو په نیولو سره به د پښتون ژغورني غورځنګ وډارکړي او ځان به بچ کړي . اما دا فکر یې بالکل غلط دی. د هرځوان له نیولو سره د هغه ملګري ، خپلوان ، قوم او همفکره ځوانان له پنجابه خپله کرکه او نفرت اضافه کوي. ورو ورو د پنجاب پرضد د ملي او سرتاسري قیام ته لار هواریږي ، په بل عبارت د خپلواکۍ انقلاب ته عیني او هني شرایط برابریږي چې د عربو پسرلي په شان به ټول پنجابي او پوځي دیکتاتوران یو یو دغو مظلومو خو د کلک عزم لرونکو مظلومانو پروړاندې په ګونډو کیږي.
خبره د منظور پښتین د انډیوال د نیولو او سپارلو په چون او چرا کی نه ده بلکه خبره او پوښتنه دا ده چی انترپول د کومو مقرراتو په اساس دا کار کړی دی؟
آیا د انترپول د پولیسو پر اوږو د ( ۷ یا ۸ ) ( هوښیار سړی قربان سم ) غوندی نښان نصب دی چی یو ښکلی ځوان بېله پوښتنی او معلومات د هر هیواد د ګوزک حکومت په امر نیسی؟
داسی ښکاری چی د پاکستان د پښتون د ځپلو په پروژه کی لوی لوی دلالان او دلاکان هم د ملګرتوب لاس لری