پاکستانیان وایي، هېواد یې د کفر او اسلام د بېلښت د تصور پر اساس جوړ دی. که داسې وي، بیا خو پاکستان ملت نه، امت دی.
د امت او ملت، هر یوه بېل تعریف وي. د امت کار له اوبو، څړکونو، تجارتونو، ګمرکونو، دپلوماتیکو اړیکو، هغو دغو سره نه وي. په بله معنا، د ملت کار او محور دنیوي ګټې، او د امت اساس دیني، او اخروي وي. ټول مسلمانان یو امت دي، خو په عصري تعریف، یو ملت نه دی. ملي ګټې د هر چا خپلې دي.
د پاکستان د جوړښت لپاره دغه د دوو مذهبونو اساس لا هم د دوی د ملایانو او عوامو پر ژبه دی، چې ښایي د تاریخ تر ټولو لوی دروغ وي. تر ټولو لوی درغ په دې مانا، چې د بشر تر ټولو لویه کتله یې وایي.
دا څنګه کېدای شي چې یې به د پاکستان ملت… شعارونه به دې د اسلام د امت وي، او کارونه دې نه د یوه شریف ملت او نه د یوه عزیز امت په معیارونو برابرېږي.
د پاکستان خپلې متناقضې دعوې یې ثابتوي چې پاکستان نه ملت دی، نه امت دی، بلکې له نفاق، کرکې، دوه مخۍ، جعلکارۍ، مذهبي کرکې، تعصباتو، فرقه بازۍ، توکمیزو شخړو، او نورو بدیویانو ډکه یوه کتله ده، چې تر باندېني فشار لاندې، په یوه انفجار ته چمتو حالت کې اوسېږي.
پاکستان د بدمعاشه او بدکرکټره پنجابي انسانانو یو غلام بانډ دی، چې د دې خطې ناپنجابي ولسونه یې یرغمال کړي دي. پاکستان ملت نه، بلکې د استعمار قضای حاجت دی چې د سیمي تر مادي او معنوي ثروتونو هضمولو وروسته یې افراز کړی دی.
د پاکستان له ملي نظریې، ارزښتونو، اتلانو او حماسو نیولې، تر تاریخ او ارمانونو پورې هیڅه هم په خپله جغرافیه، او خپله رویه کې اصالت نه لري.
ملي اتلان یې څوک غوریان دي، څوک غزنویان دي، څوک عرب دي، څوک ترک دي، څوک پښتانه دي، څوک ایرانیان دي.
کتابونه یې د ترکو، عربو، او افغانانو له کیسو ډک دي.
د کارګل د ماتې خوړلي جنګ له څو تلویزیوني اتلانو پرته یې یو اتل یې هم پر خپله خاوره نه دی زېږېدلی.
یوه حماسه يې پر خپله خاوره نه ده پېښه.
یو مذهبي پېشوا یې پر خپله آب او هوا کې نه دی روزلی.
همدا علت دی چې د پاکستان ارزښتونه ټول شعاري، ذهني، او غیر واقعي دي. له جغرافیې او تاریخ سره یې اړیکه نه لري، او له واقعیتونو سره یې سر نه خوري.
پاکستانی ځوان که په پاکستاني نصاب کې هرڅومره د غرور کیسه ولولي، د غرور خوند یې دی نشي اخیستلای، ځکه چې په ده پورې اړه نه لري.
د پاکستان تر ټولو لویه تاریخي مسخره دا ده چې ټول هغه خلک خپل اتلان بولي چې دوی یې لوټلي، غلامان کړي، او ذلیل کړي دي. که له پاکستانه څوک پوښتنه وکړي، چې غوري، غزنوي، افشار، او ابدالي خو تاسې غلامان کړي، لوټ کړي یاست. پر تاسې یې تېری کړی و. دا کوم معیار شو چې خپل لوټونکي ته خپل اتل وایې؟
پاکستانی ځوان که د هرڅومره ښه اتل په اړه یو څه ولولي، ده ته یې له لوستلو څخه یواځې د کمترۍ احساس تلقینېږي.
همدا علت دی چې دا ملت د ذلت په روحیه روزل کېږي، او د ذلت له دې ژونده د فرار لپاره د جنت منظرې ورته ترسیمېږي.
لومړی د ذلت په ژوند روزل کېږي، او بیا ورته ویل کېږي چې د زمري یوه ورځ ژوند د ګیدړ تر سل کاله بهتر دی. دا ښه متل دی، که یوه عزتمند انسان ته وشي، د ژوند پیغام دی، خو که یوه ذلیل انسان ته وشي، چې ټول عمر یې له ذلت پرته د بل څه تلقین نه دی ورکړل شوی، نو واضحه خبره ده چې د هغه لپاره د مرګ تر ټولو ماهرانه مشوره ده.
که څه هم، تر پاکستان لاندې په پرته سیمه اتلان، لیکوالان، شاعران، روحاني سټي او مدنیتونه اوسېدلي، خو په لوی لاس هڅه شوې چې دا هرڅه مسخه، او تر پاکستان لاندې د اوسېدونکیو قومونو حافظه له خپل تاریخ، خپل دود، او د خپلو حماسو او اتلانو له یاد څخه و ووینځل شي.
نن، خوشال خان خټک غوندې نابغه انسان د پاکستان په ملي اتلانو کې ځای نه لري. علت یې دا دی چې د هغه نظریه له هغه څه سره برابره نه ده چې پاکستان یې لپاره جوړ شوی. هغه یو مغرور، خپلواک انسان دی. پاکستان د زرخریدو انسانانو یوه کتله ده.
په پښتنو سربېره، د دې خاورې د نورو سرلوړو توکمونو، لکه بلوڅو او سندهیانو تاریخونه هم محوه شوي.
دغه ولسونه په شته اتلانو کې بې اتله شوي، او په شته مدنیتونو کې له مدني نسبه محروم کړای شوي دي.
دا چې د دې ملت شعارونه د هغه له ځمکې سره تړاو نه لري، دا ملت نن له خپل هر ارزښت سره په ټکر کې روان دی. له خپلې هرې ژمنې، هر اعلان، هر شعار، هرې داعیې سره په ټکر روان دی، د ارزښتونو له بحران، د هویت له بحران، او د افکارو له بحران سره مخ دی. په هره کوڅه کې یې یو مفتي ناست دی، او د بلې کوڅې مفتي ته ګمراه وایي. زر ډوله جهادي، زر ډوله قومي، زر ډوله فرقوي تروریستي ډلې لري. پاکستان یوه جبري جغرافیه ده، یو ملت نه دی.
پاکستان په خپله دې رویه، نه یواځې ځان او خپلو نسلونو ته، بلکې د سیمې د نورو هېوادونو لپاره هم په ساري فرهنګي، دیني، سیاسي او ټولنیز ناسور بدل شوی.
د سیمې هېوادونه، او نړۍ د دغسې یوه حالت په اړه شدید مسؤولیت لري. په دې اړه، یو لومړی، او ساده مسؤولیت، چې د افغانستان حکومت ته راجع دی، دا دی چې پر پاکستان، د افغان اتلانو د نومونو د نه کارولو، او تاریخ نه مسخه کولو غږ وکړي.
د افغانستان حکومت باید د خپلو شخصیتونو د نومونو د ناوړه کارېدنې، او په تخریبي وسیلو، لکه راکیټونو، او بمونو د غوري، غزنوي، ابدالي او نورو د نوم ایښودنې پر ضد رسماً اعتراض وسپاري.
دا ادعا که په حقوقي لحاظ ځای ونه نیسي هم، په رسنیز لحاظ، او د پوهاوي لپاره خو به یو کمپاین وشي.
تر دې وروسته، د اسلامي نړۍ مسؤولیت دی چې د یوه امت په حیث، پاکستان د خپلو تروریستي او فسادبنسټو ګټو لپاره د اسلام د مبارک دین او امت له بدنامولو، او کارولو منع کړي.
او وروستی مسؤولیت نړیوالې ټولنې ته راجع کېږي، چې د نړیوال امنیت د پایدارۍ لپاره د فساد پېشه بدمعاشانو دا ډله مهاره، او انسانه کړي.
مجيد قرار
حقيقت هم دا دی چې دپاکستان تاريخ د نورو په ستا يلو ډک دی ، هغه څوک چې په موجوده پاکستان کي اتلان دي،هغه ټوله په درواغو جوړ سوي دي ،تاسې خپله دپاکستان باني جناح وګوری چې کومه کارنامه لري، خو دوی ته يو داسي اتل ښودل سوی چې ته به وايې په بشري نړی کي که اتل وو همدا جناح به وي ۰په داسي حال کي چې دباچاخان او خان شهيد يوه ورځنۍ مبارزه په ټول تاريخ کي نه لري،خو دموجوده پاکستان په تاريخ کي دا اتلان حذف دي۰
قرار صیب
ستا او قانع قلمونه داسې خروشان روان دي لکه د کونړ سیند.
ځه فکر نه کړم چه دوی په خپلو توغندو د ابدالی، غزنوی او داسی نور نومونه له دی له پاره ګدی چه دوی پاکستانیان وو بلکه دی له پاره یی ګدی چه دوی مسلمانان وو. او دا اتلان فقط افغانان نه وو بلکه مسلمانان وو او مسلمانانو په دی ټوله منطقه (افغانستان، پاکستان، هند وغیره) باندی پادشاهی کوله. اودا زر ډوله مفتیان نه یواځی پاکستان بلکه دَ سیمی هیوادونو، همسایه او امریکه پیدا کړی.
بل په افغانستان کښی چیری داسی سپیسلی خلق ووس پراته دی چه په نورو اعتراضونه کړی. دلته سومره لسانی، نسلی اومذهبی ستونزی دی. هریو دلته ظالم، د بل حق خوړونکی او متقبره دي. په درنښت
جمال افريدى صيب که داسې وي چې ديومسلمان په حيث پاکستان دا حق لري چې دمسلمانو مشاهيرو نومونه دمرګونو په شيانو کيږدي نو دا مسلمان مشاهير دا حق په پاکستان نه لري چې حداقل پخپل هيواد کې يو يو پوهنتون ،اکيډمي،يا څړنيز مرکزونه ددې مشاهيرو په نوم ونوموي
پاکستان دانګریزانودضرورت اواستخباراتو په خاطر مینځته راغلی دی اواوس هم دغه استعماری ملک دانګریزانودی،
وګوری موټر یی په چپ لاس دی، دجمعی مبارکه ورځ یی رسمی ورځ ده اوکال یی په عیسوی کال 2013 لیکل کیږی، رسمی لیکل په انګریزی ژبه کوی، دډرون پریمانه حملی په شپه اوورځ روانی دی، کلیساګانی پکی وجود لری اوپه کلاش کی یی تر اوسه غیرمسلمانان اوسیږی اوداس نور
دا خبره حقیقت ده چی پاکستان همدی لپاره جوړ شو چی د هند او افغانستان لپاره همیشګي ګواښ وي، یو داسی هیواد چیری چې بعد له ۶۶ کالو هم د اسلام نښی نه لیدل کیږي، څنګه کولای شي د پینځوسو مسلم اکثریته هیوادونو نمایندګي وکړي
مرگ پر پاکستان