راپور: حبیب الرحمن تاثیر

پاکستاني حکومت په قبايلي سيمو کې له زرو څخه د زیانو تعلیمي او روغیتايي ادارو د بندولو پریکړه کړې ده چې د قبایلي سیمې د ولسي خلګو، سیاسي، مذهبي مشرانو، او په پاکستاني پارلمان کې د قیایلي سیمو د استازیو له سخت غبرګون سره مخ سوې ده.

له فاټا سيکرټريټ څخه د جاري شويو مالوماتو له مخې: د ريشنلائزيشن (د کم تعداد) پاليسۍ په اساس ‎به په قبايلي سيمو کې په مجموعي توګه درې سوه درويشت (۳۲۳) روغیتايي مرکزونه او تر اووه سوه زيات تعليمي ادارې بندې کړي.

د سرچینې په حواله، دا پریکړه تیره ورځ په یوه غونډه کې د چارواکیو له سلامشورو وروسته کړې ده، چې د قبایلي سیمو ولسي خلګو، سیاسي، مذهبي مشرانو، او په پاکستاني پارلمان کې له قبایلي سیمو استازیو خواشیني ښوولې ده.

بلې خوا ته د (خيبرپښتونخوا ډائريکټريټ آف کالجز) د زده کوونکیو د کمي له امله حکومت ته په ایالت کې د يوولس کالجونو د بندولو سپارښتنې کړي دي، په دغو سپارښتنو کې ويل شوي دي چې په کالجونو کې د درې نوي زره زده کوونکیو ګنجایش دی، خو په دې کې تر پنځوس زره هم کم زده کوونکي زده کړې کوي.

خو د قبایلي سیمې خلګ، ملایان، مدني فعالان، مخور، سیاسي/ مذهبي مشران او له قبایلي سیمو څخه په پاکستانی پارلیمان کې د خلګو استازي وايي، حکومت ورسره په هره ډول زیاتی کوي، دوی وايي پاکستان ورسره د ژوند په یوه برخه کې زیاتی کوي، نو دا چې دغه دولت به هیڅکله د دغه تعلیمي او روغیتايي ادارو بندولو ته پرې نه ږدي.

یاده دي وي چې په خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې تر دې  وخته د وسله والو له لورې تر زرو زیات ښوونځي په بیلا بیلو پلمو په بمونو الوځول سوي او یا هم سوځول سوي دي، چې سیاسي شنونکي او ملتپال ګوندونه دا کار په پښتني سیمو کې د تعلیمي نظام په کمزورې کولو او پښتانه د جهالت و لورته په بیولو پورې تړي او وايي: دغه وسله وال دغه کار د دولت په ملاتړ کوي.

4 thoughts on “پاکستان، پښتانه په بنیادي، ذهني او جمساني ډول ځپي”
  1. پښتانه باید د ګيلو پر ځای خپله لاس پکار شي او د روښانه راتلونکې لپاره د پنجاب پرته خپل لوری مالوم کړې.

  2. مومند وروره
    دا بلکل ښه نظر ده خو پښتانه دومره کله کوي اول زمونږ رهبران غلامان دي
    دوهم له پنجابه بايد ګيله ونکړو خپل حکومت مو تباه کړو پښتو وګوره په ټول حکومت څوک د نر زوي نه دي چي ملي اسناد په پښتو وليکي
    څه وخت مخکي استراليا کي افغان کونسلګري نه مو پاسپورټ اخيست ټول فورمونه په فاسي او انګليسي ول
    دريم هغه بي غيرته پښتانه چي په کوسلګري کي کار کوي مونږته يه د پښتو اجازه رانکړه

  3. زه د مومند سره موافق یم خو د هغی طرف پښتانه باید پر خپله هم غیرت وکړی ولی دوی همیش د آی ایس آی په اشاره د افغانستان پښتانه هم څپی دوی باید د خپله عقله کار واخلی پنجابی په ژوند کښی د چا دوست ندی شوی او د پیسو لپاره خپل ایمان په زرها وو واره پلوری لکه دلته په افغانستان کښی چی اوس ددی وطن پلورنوکو ښی بیلګی شته دی د دیورند د هغی غاړی پښتانه باید د پنجاب پر ضد لاس په کار شی موږ ورسره ملګری داسی نه لکه اوس چی د طالب په نامه راڅی او افغانان وژنی

  4. پښتانه بايد دفاسدو پښتنو مشرانو څخه لاس پر سر سي
    پښتانه بايد په يوه پلاتپورم کي منسجم او دخپل خاوريدآذادولو په خاطر خپله انرجي مصرف کړي تر څو چه دپنجاب دمنګولو څخه خلاص نه وي دا به ئې حال او آحوال وي
    پښتانه بايد دبلوڅو وړونو سره اوږه پر اوږه دپنجاب پر ضد په يوه جبهه کي راسي
    پښتانه بايد دپنجاب په نظامي قطعاتو کي ځان شامل نه کړي دا هغه فرمول دئ چه آنګريز پر هند تطبقکاودسکانو په زور ئې هندوستان تر خپلي ولکې لاندي وو.
    همدا دپښتنو نه شامليدل دپنجاب په اردو کي دپنجاب پښې خپله سوستي کيږي او دپښتونستان او بلوچستان دآذادئ سبب کيږي .
    دپښتنو روشن فکره طبقه بايد دآذادئ درس په ټولو پښتنو کي مروج کړي.

ځواب ورکول صديق ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *