د پاکستان حکومت د پوځ په لارښوونه د ۲۰۱۷م کال لپاره د ټاکنو قانون کې تعدیل راوست چې یوه برخه یې د لوړې په مراسمو کې د (ختم نبوت) کلمه وه چې ترې و یې ویستله، دا کار په ښکاره د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر یاد شو، خو ترشا یې پوځ و او دا کار په لویه کې د قمر باجوه وه چې د دین بنسټونو پسې یې راخیستې.

قمر باجوه او د پاکستان د پوځ زیات لوړپوړي چارواکي چې بې دینه دي، هڅه کوي چې اسلام په پاکستان کې په تدریجي ډول کمزوری کړي او هغه ډلې او مشران چې په اسلام قرباني ورکوي او دفاع یې کوي، کرار کرار منزوي کړي.

د ټاکنو په قانون کې د ختم نبوت د کلمې له منځه وړل کومه وړه خبره نه ده، دا کلمه په یوه اجماع باندې قانون کې ځای شوې وه او د یو کس (باجوه) په خوښه له قانون ووتله، د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه په دې ډول حرکاتو سره غواړي د خلکو له احساساتوسره لوبه وکړي.

د ختم نبوت د کلمې د ویستلو په غبرګون کې یواځې یوې ډلې غبرګون وښود، لاریونونه یې وکړل، د وزیر د استعفا غوښتنه یې کوله او په اساسي قانون کې یې د ختم نبوت د کلمې د بیرته لیکلو غوښتنه یې کوله، د پاکستان پوځ په دې وخت کې په نورو اسلامي ډلو کار وکړ چې دا ډله په سمه نه ده روانه او عوامو ته یې داسې ذهنیت جوړ کړ چې ګنې د دې کلمې اړتیا په اساسي قانون کې نشته او بریالیانو ډله (هغه ډله چې شنې لونګۍ تړي پاکستان کې ورته بریالیان وايي) د بهرنیو استخباراتو په لمسون حکومت کې ګډوډې او خلکو ته سرخوږی جوړوي.

همغه و چې د پاکستان پوځ د یو وزیر قرباني ورکړه، له ۱۵ ورځنیو اعتراضونو وروسته وزیر استعفا وکړه او هغه اسلامي ډله چې د ختم نبوت په ملاتړ راپورته شوي و، کرار کړل، خو د ختم نبوت کلمه یې له اساسي قانون حذف کړه.

د پاکستان پوځ په دې سره یو پلان کې بریالی شو، هغه دا چې پاکستان کې د اسلام او د اسلام د لارښود حضرت محمد ص په ملاتړ خلک ځان قرباني کوي او باجوه غواړي په کرار ـ کرار مخکې لاړ شي چې څنګه کیدای شي اسلام سخت دریځی معرفي کړي او هغه بنسټونه چې د اسلام د پراختیا لپاره کار کوي، مخه یې ونیسي.

د پاکستان پوځ چې ټول ملک اداره کوي، په دې پوهیږي په دې ډول پریکړو کې اسلامي ډلې او ګوندونه سره وویشي او هر کله د اسلام په تړاو راپورته کیدونکي غبرګونونه به د یوې ډلې پورې تړي، ځکه پاکستان اسلامي ډلې په نومونو باندې ویشلي او یو له بل سره یې داسې په دښمنۍ اړولي چې ممکن داسې ورځ راشي چې د یو بل پروړاندې جهاد هم اعلان کړي.

د پآکستان پوځ او استخبارات چې ګډه دنده لري، د پاکستان له پیدايښت سره سم په اسلام او اسلامي ډلو ځان ساتلی او تل یې د خپلو ګټو لپاره کارولي او د اړتیا په وخت کې یې ترې د پوځ کار هم اخیستی او په بیلابیلو هېوادونو کې یې د موخو لپاره کارولي.

د پاکستان د پوځ زندانونه همدا اوس په پاکستاني دیني علماوو ډک دي، هغه علماء چې د پاکستان د پوځ مرتدو پریکړو په تړاو یې غږ پورته کړی او یا یې غوښتل خلک منسجم کړي چې د پوځ دناکارو کړنو مخه ونیسي.

پاکستان یوځې دیني علماء او ډلې په خپل منځ کې نه دي ویشلي، بلکې د دیني زده کړو مرکزونه یې هم داسې ویشلي چې د یوې مدرسې زده کوونکي د بلې هغې په زده کوونکي سلام هم ناروا بولي، پاکستان له لومړي سره دا کار د دې لپاره کړی چې هر کله کولای شي، د اسلام د تخریب لپاره یې وټاکي او د اسلام په نوم ترې ګټه پورته کړي.

نو د پاکستان عوامو ته پکار ده چې پوځ یې په یوه او بله مصروف نه کړي او خپلو ملي او اسلامي مسوولیتونو ته ځیر شي چې د پاکستان بې دینه پوځ ترې ارزښتونه وا نه خلي، که اوس ویده پاتې شول او په یو او بل نوم همداسې سره پاشل شوي و او منسجم نه شول، نو پوځ به یې وتوانیږي چې په اسانۍ سره یې د یو بل پرضد وکاروي او موخو ته به ورسیږي چې عوام به یې نه بیا په پاکستان کې اوسیدای شي او نه بل هېواد کې، که پاکستان کې اوسیږي، نو خپل دین به ګوري چې پروړاندې به یې سلګۍ وهي او د دوی به هیڅ له توانه پوره نه وي.

One thought on “پاکستان؛ له دین ګټه اخلي، له منځه یې وړي | سید عبدالله پاچا”
  1. که پاکستان په رښتیا دا کارکوي چې بنادګرايی کمزوري کړي او باجوه شخصا، نو بیاخو موږ افغانانو ته د خوشالۍ ځای دی او باید چکچکي وکړو. بنیادګرايي نن ټولې نړۍ ته اور اچولی دی.مدرسي د ملایانو له خوا د کرکې خپرولو، نورو دینونو ته د بې احترامی او هم په کوچنیو هلکانو د جنسي تیریو مرکزونه دي. مدرسي باید کنترول، او هم يی نصاب د نړیوالو غوښتنو سره برابر وي. نن په سعودي کې هم تحولات راروان دي. پاکستانی اسلام تراوسه اصیل اسلام نه دی، هغه د پاکستان اسلام دی چې د يوې وسیلې په حیث د هند او افغانستان په مقابل کې د مدرسو له لارې جوړشوی و. اوس چې پاکستان ته د همدوی په لاس جوړشوی اسلام اصلاح کول غواړي، نو داخو زموږ غوښتنه هم وه، او موږ باید ورته ډیر ډیر خوشاله اوسو….

ځواب ورکول ازاد خیال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *