تاند — د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت چارواکو له څو ورځو راهیسې په دې کار کاوه چې له پاکستان څخه د را اوښتونکیو افغانانو له منځه هغه کسان چاڼ کړي چې د کرونا نښې نښانې لري.

افغان چارواکو د دې مقصد لپاره د ډیورنډ فرضې کرښې سره نژدې د تورخم په سیمه کې د نژدې درې زره کسانو لپاره د استوګنې ترتیبات ونیول.

د خیبرپښتونخوا د روغتیا وزیر تیمورخان جګړا وایي چې په دغه ایالت کې په کرونا د ککړو کسانو شمېر ۵۰۰ ته رسېدلی دی او ورځ تر بلې په پراخېدلو دی.

افغان چارواکي وایي، پاکستاني لوري ورسره منلې وه چې په فرضي کرښه موجوده دروازه به د درې ورځو په مخه پرانیزي او د ورځې به یوازې زر کسانو ته د هغوی په پاسپورټونو د خروجي ټاپې له وهلو څخه وروسته اجازه ورکوي چې له فرضي کرښې څخه راواوړي، خو نن پاکستاني لوري د توقع خلاف په زرګونو کسان پرته له دې چې په پاسپورټونو یې خروجي ټاپه ووهي راپرېښودل.

د تورخم ښاروال انجنیر راحت ګل زیارمل په خپله فیسبوک پانه لیکلي، «موږ پرون دا پېشبیني درلوده چې پاکستانی اړخ به نن ورځ په زرګونو مسافرین په یوه ځل راپرېږدي او قصداً به زموږ دا پروسه ننګوي،»

ښاغلي زیارمل لیکلي، «زموږ د قرنطین پروسې مشرتابه دا انديښنې له ننګرهار والي صیب او د هغوی له لارې د افغانستان اسلامي جمهوریت له مشرتابه سره شریکې کړې وې،»

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل چې په سیمه کې د ښه خدمت له امله د افغان ناکامورا په نامه یادیږي، تېره ورځ د دې اندېښنې له امله چې پاکستان به په یو ځل ډېر کسان راپرېږدي، د قرنطین پروسه نرمه کړه.

د تورخم ښاروال لیکلي، «د قرنطين په پروسه کې د یو څه نرمښت یو مهم لامل دا هم و. نن همداسې وشول، نن سهار له پورې غاړې له اتو نه تر لسو زرو مسافرینو یو وار هجوم راووړ، نه ورته پاکستانیانو په پاسپورټ کې خروجي ووهله او نه زموږ د پاسپورټ څانګې ورته دخولي ټاپه ووهلی شوه،»

زیارمل د افغان چارواکو د هلو ځلو د خرابولو پړه په پاکستاني چارواکو ور اچوي او وایي، «زموږ داخلي مافیا او ځینې حکومتي زورواکي او د ISI جاسوسان د ورانکاري ګاونډي سره په یوه کرښه اوږه په اوږه د دې مظلوم وطن د نړولو لپاره کار کوي،»

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل نن په خپله فیسبوک پاڼه ولیکل، په تورخم بحث نه کوو.‌ که څوک د کرونانښې لرئ، د ځان، کورنۍ او ولس د ژغورلوپه خاطر په خپلو کورونو کې ځانونه قرنطین کړئ.

3 thoughts on “پاکستاني ادارو د افغان چارواکو له خوا د کرونا د مخنیوي هڅې په اوبو لاهو کړې”
  1. پروني دښمن ته د دوست په سترګه کتل او له هغه نه ښو تمه کول ، نه ېوازې داچې تيروتنه دي بلکې لويه ګناه دي

  2. نامرده او بی رحمه همسایه ، د افغانانو قاتل ، چه همیشه افغانستان یی تر خوږ ګوته نیولی .

  3. تف لعنت سه په داسې همسایه، تف پر هغه افغان چې پاکستان ته يو اسلامي هېواد وايي، تف پر هغه افغان چې په داسې سختو شرایطو کې مهاجر ونه استفاده کوي الله دې په دې مبارکه شپه دوی تباه کړي

ځواب ورکول یفتلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *