تاند- د پاکستان استخباراتي ادارې نن سبا د پاکستاني طالبانو د مالي ملاتړ په باب پوښتنې کوي او وايي چې هیڅ ډله له مالي ملاتړه پرته جګړې ته دوام نه شي ورکولی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد استخباراتي ادارې وايي چې د پاکستاني طالبانو تحریک له هند او نورو هیوادونو مرسته ترلاسه کوي.

دا منل شوې خبره ده چې هره جګړه خورا زیات مصرف لري او جګړه مار، چې حکومت او ملي عواید یې په کنټرول کې نه وي، له بهرني ملاتړه پرته څو میاشتې مقاومت ته دوام نه شي ورکولی.

پاکستاني رسنۍ وايي چې امریکايي چارواکو ویلي و چې د پاکستاني طالبانو تحریک د مخدرو موادو له کاروباره په ترلاسه کېدونکو پیسو جګړې ته دوام ورکوي خو د پاکستان استخباراتي ادارې دا نظر ردوي او وايي چې له یوې خوا د مخدرو موادو کاروبار دومره عواید نه لري چې پاکستاني طالبان په زرګونو جنګیالي پرې وساتي او هغو ته مهمات او جنګي وسایل واخلي او له بلې خوا پاکستان داسي کوم څرګند سند نه دی ترلاسه کړی چې دا خبره ثابته کړي.

د پاکستاني رسنیو په وینا تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي و چې له افغانستانه د نړۍ نورو هیوادونو ته د مخدر موادو په سلو کې۴۰ د پاکستان له لارې قاچاق کېږي. د دغو موادو په سلو کې۱۰ په پاکستان کې پلورل کېږي. پاکستاني طالبان له دې درکه پیسې ترلاسه کوي.

خو د پاکستان استخباراتي ادارې دا خبره نه مني، وايي چې د مخدرو موادو له درکه دومره پیسې نه شي ترلاسه کېدای. دوی وايي چې امریکا په دې توګه هڅه کوي چې له پاکستاني طالبانو سره د هند او نورو هیوادونو مالي ملاتړ پټ کړي.

پاکستاني رسنیو په دې باب چې افغان طالبان له کوم ځایه مالي ملاتړ او وسلې ترلاسه کوي، څه نه دي ویلي.

8 thoughts on “پاکستاني استخباراتي پوښتنه کوي چې طالبانو ته څوک پیسې ورکوي؟”
  1. دباكستان استخبارت نه بو هيزم جه جهان ورته لوده شكاري او يا دخلكو به ستركو كي شكي آجوي.
    يو سري دملا سره به جماعت كي دذولايخه كتاب لو سته كله جه كتاب ختم شو لوستو نكي دملا خخه بوشتنه وكره جه دا ذولايخه نر اوكه شخه.
    دبلي خوا اوس غواري خبل تيز به بر بت كري.اوس خبل تول هرخه جه دوي كري به هند ورواجوي جه هيخ عقل ءي نه مني.
    به رشتيا جه بنجابيان نه شرم لري نه حيا تول عمر ءي ديو نامعقوله سياست دلاري به مخ بوولي..سره دنيا او دنيا والو ته فريب وركري
    زه هيريزم جه باكستان به سبا دا دعوه هم وكري جه دطاليبانو سره مالي مرسته دافغانستان حكومت كوله.
    خومر خر مغزي استخبارات ، او دروغجن استخبارات، او توطيه سأزي ، استخبارات دباكستان دي
    دا ،دا معني لري جه وواءي احمد دخبلي مور سره زنا كوي.
    ستاسي كمك او همكاري دورخني سياست له لاري دطاليبانو به نسبت يوه معلومداره بلكه ده. دا بايد ووايم جه هند ته به دي عقله به سبينه لمن دتور داغ كيشودل دباكستاني استخباراتو له خوا يو بر الا بروباكنده او يو ستر جرم دي

  2. پنجابی استخبارات ښه پوهیږی چی دا ذلیخا به نر وی او که ښځه . په هر حال دوی ښه پوهیږی چی د طالبانو پلار مولانا سمیع الحق ، د طالبانو پلندر مولانا فضل الرحمن او د طالبانو قوماندان جنرال حمیدګل لا ژوندی دی له هغو د وپوښتی چی طالبانو ته څوک پيسی ورکوی ؟ د پيښور د نظامی ښوونځی ځوانانو وژل هم د آی اس ای کار وو . دوی غواړی په یو ډز سره ډیری کوتری وولی. زمونږ پښتانه ورونه به د افغانستان په خلاف تحریک کړی. د نړیوال پام به افغانستان ته واړوی او هند به هم ملامت وښیی. د پښتنو مځکو تر لاندی کولو لپاره به نظامی او استخباراتی پلانونه جوړوی او خلاصه هری خواته به پښتون وژل کیږی بنا د پنجاب پالیسی پدی هکله واضح او روښانه ده.

  3. salamoona
    Greeting to all tand personal and readers
    it is amazing that isi does not know who help to the Taliban while the founder of Taliban is isi and peder nalat mullah samiullhaq says he is the father of these shaitan group and deasili also said Taliban has right to fight in Afghanistan because there is jihad against forigners while more than 200 American families are there in Lahore so this is new tactic that how bring worst disunity among larawbar Pashtun afghan people just want to accelerate the killing,
    everyone must be aware that this is a conspiracy and using the children massacre issue as a chance for recruit the civil stupid people who are under the influence of spay of Israel isi in fact media says this plan was mad by isi for terrorising the people in area to stand against afghan in the name of Hindus people so try to know each other about this hypocrisy policy. Just want allah may eradicate the establishment of isi amin ya rabilallhamin.

  4. دافغانستان د منتخب جمهور ریس ښاغلی اشرف غنی احمدزی صاحب په حضور وړاندیز
    ښاغلی ملی مشره ! زه په دی پوهیږم چې ستاسو سره د ډیرو لوستلو او مطالعی وخت کم دی خوهیله لرم دا لاندی موضوع چې زماله نظر په اقتصادی ، انکشافی ، سیاسی ، نظامی لحاظ خاص اهمیت لری ستاسوپه عاجل کاری پروګرام کښی په نظر کښی ونیول شی .
    ما ستاسو په انتخاباتی کمپاین کښی څو ځله د ستاسو دکاری پروګرام په برخه کښی د ( متوازن انکشاف) خبره اوریدلی ده چې داجتماعی عدالت دتطبیقد شرطونو څخه یو مهم شرط دی خو زما په عقیده متوازن انکشاف د ټولنیز عدالت د تحقق په خاطر متوازن اداری سیستم ته ضرورت لری چې تیر حکومت ورته توجه نه درلوده . په دغه سبب ستاسو حضورته وړاندیزکووم چې دننګرهار د کامی ولسوالی چې د ګوشتې ولسوالی هم ور پوری ټړلی بلل کیږی د لاندی ولسوالیو په یو ځای کولو سر ولایت مقام ته ارتقا وکړی . لاندی ولسوالی او سیمی د کامې د ولایت په جوړیدو کښی موثر واقع کیدی شی
    د ښیوی ولسوالي
    کاشکوټ او ګوریګ
    لعل پوری ولسوالی
    د ګوشتی ولسوالی
    که چیری دا سیمی د کامې د ولایت تر نامه لاندی ولایت شی څرنګه چې په سرحد کښ د پاکستان سره جوخت موقعیت لری د ولایت په سطحه د نظامې تاسیساتو او تشکیلاتو له پلوه به خاص اهمیت ولری د معارف ، صنعت او اقتصادی انکشاف له وجی به موثر وی او ډیر خلکو ته به دکار زمینه هم برابره شی دتیر حکومت دبی عدالتئ له وجی چې کوم شکایتونه او زړه بد والی د ننګرهار د خلکو په ذهن کښی موجود دی هم رفع شی .
    په داسی یو پیشنهاد باندی ما او زما ملګرو د انتخاباتو په لړی د زرهاوو ننګرهاریانوامضاګانی او ګوتی ټولی کړی دی او ستاسو حضورته یې در رسول غواړو .
    زما بل وړاندیز دادی چې د کابل ښار د لرغونی افغانستان د پایتخت په حیث په یوه ښکلی او مدرن ښار بدل شی چې دا کار په شخصی صورت بدون له کوم پلان روان دی او د کابل ښار پراخیږی چې کنټرول او انکشاف یې د اوسنی ښاروالئ له توانه وتلی خبره ده . بهتره به دا وی چې د کابل ښار د ښکلا ، انکشاف اوترافیکی ازدهام د کموالی په خاطر په پنځو ښاروالیو کښی د یو منظم اداری او مسلکی چوکات په منځ کښی چې د ژوند ستر معیارونه پکښی خوندی شوی وی وویشل او اداره شی ددغه کار د تطبیق دپاره افغانستان پوره مسلکی کدر لری او د بین المللی ټولنی څخه مرسته هم غوښتل کیدی شی

  5. پاكستان ولي د افغاني طالبانو باره كي سه نه وايي دا زكه چي هغه دوي حمايه كوي او ساتي يي او داددوي د علماو شعار دي چي وايي جنگ افغانستا دفاع پاكستان نو له دي معلمويزي چي دپاكستان عالمان د اسلام لپاره نه بلكي د پاكستان د ساتلو لپاره دپاكستان استخباراتي اداري او پوز اجاد كري دي او خداي ج ددوي اصلاح كري

  6. جنرال صاحب!
    ستاسې سیاسي تبصره خو پریږده، آن په املاء کې هم مشکل لري، تاسې څرنګه لوړې زده کړې کړې دي چې لا مو هم په املاء کې مشکل او ناسم کلمات شته دي. د بېلګې په توګه: تاسې د زلیخا نو په ‌ذولایخه، د هکله پرځای مو عقله او د یې پرځای مو ءي کارولي دي. لږ خو املاء زده کړئ بیا مو خپله ناورته تبصره ولیکئ، چې څوک خو را پورې نه خاندي چې داهم د افغان جنرال صاحب لیکنه او یا املاء ده.

  7. ماته هم د پاکستان د آی اس آی دا تجاهل لکه د ملا نصرالدین هغه ټوکه را په یاد کړه چی کتاب یی د خری په شا ایښی وو او کوم لاروی ورته وویل چی ملا څه کوی ، ده ورته وویل چی کتاب وایم ، سړی ورته وویل چی ته خو خره …. ملا کښته وکتل نو بیایی پوښتنه وکړه چی او هو دا چا هلته ایښی دی؟
    دی طالبانو ته څوک پيسی ورکوی؟

ځواب ورکول روښان خادم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *