تاند- تر ۳۰ زیاتو پاکستاني دیني عالمانو پرون/ شنبه/ یوه فتوا صادره کړه چې پر اساس یې انتحاري حملې، وسله وال بغاوت او پر خلکو په زور د شریعت تطبیقول ناروا بلل شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې دا فتوا د پاکستان ۳۱ نامتو دیني عالمانو په اسلام اباد کې د یوې غونډې په پای کې لاسلیک کړه.

غونډه د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون څېړنیز انستیتیوت ترتیب کړې وه.

د پاکستاني دیني عالمانو په فتوا کې تروریزم او افراطیت غندل شوي او انتحاریان او د انتحاریانو ملاتړ کوونکي ترهګر بلل شوي دي.

په فتوا کې ویل شوي چې د جهاد د اعلان حق یوازې په اسلامي حکومتونو پورې محدود دی نه هغه ډلې چې د یوه اسلامي دولت واک یې په لاس کې نه وي.

فتوا د دیني علومو د پروفیسر معصوم یاسینزي له لوري وړاندې شوه او مفتي عثماني ولوسته.

په فتوا کې تروریزم او سختدریځي په کلکه غندل شوي او تروریستان او ملاتړ کوونکي یې جنایتکاران بلل شوي دي.

2 thoughts on “پاکستاني دینی عالمانو انتحاري حملې ناروا وبللې”
  1. ښایی په آخر کی یی دا ور زیاته کړی وی چی افغانستان له دی فتوا مستثنا دی…

  2. ګرانه لیکونکیه! عنوان داسی اصلاح کړه: پاکستانی جاهلان اوس عالمان شول او اسلام یی راوړ
    دا خبیثان پخوا چیری وو

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *