تاند- د طالبانو۳ کسیز پلاوی د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسېد چې د افغانستان له حکومت سره د سولې په احتمالي خبرو کې ګډون وکړي.
دا پلاوی دوې ورځې وړاندې کراچۍ ته رسېدلی و. (تفصیل)
پاکستان ټوډې ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ / اپریل ۲۵/ وویل، تراوسه پوري څرګنده نه ده چې د طالبانو د قطر د دفتر دا درې کسیز پلاوی د افغانستان د حکومت له استازو سره ویني او که نه ویني.
د دې پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې د طالبانو په پلاوي کې مولوي شهاب الدین دلاور، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال په اسلام اباد کې د طالبانو دیپلومات و، او جان محمد مدني شامل دي چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال په متحده عربي اماراتو کې سفیر و.
طالبانو تراوسه پوري د خپل پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
پاکستاني رسنیو اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي سفر وروسته له دې اعلان کړ چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا غونډې ته وویل، نور له پاکستانه تمه نه لري چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي، بلکې د دې پر ځای له پاکستانه غواړي چې په څلوراړخیزه غونډه کې د خپلې ژمنې پر اساس په خپله خاوره کې طالبان وځپي.
پاکستان په ښکاره ویلي و چې که د طالبانو مشران د سولې خبرو ته حاضر نه شول لږترلږه له خپلې خاورې څخه به یې وباسي.
What an obvious hypocrisy ! Who will believe this stupidity which Pakistan calls it peace talk!