انس حقاني

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان حکومت نن /پنجشنبه/ د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د کشر ورور انس حقاني په شمول د دې شبکې ۹ غړي خوشي کړي دي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست له لوري د دغو کسانو خوشي کېدو د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې امکان ته هیلې زیاتې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په دې اړه څه نه دي ویلي او د حکومت یوې باوري سرچینې تاند ته د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې حکومت تراوسه پورې نه څوک خوشي کړي او نه یې په دې اړه خبرې کړي دي.

سرچینې وویل چې تراوسه طالبانو د افغانستان له حکومت سره خبرې نه دي پیل کړي او ترڅو چې هغوی خبرې پیل کړي نه وي او د دواړو خواوو ترمنځ جوړجاړی نه وي شوی، د دې ډلې د غړیو د خلاصون امکان نشته.

پاکستان ټوډې د نامعلومو سرچینو په قول ویلي چې د افغانستان د حکومت له لوري په خوشي شویو کسانو کې انس حقاني هم شامل دی چې د ۲۰۱۴ م کال د اکتوبر په ۱۴ نېټه په خوست ولایت کې ونیول شو.

انس حقاني د ۲۰۱۶ م کال د اګست په ۲۹ نېټه په اعدام محکوم شو خو د اعدام حکم یې د ولسمشر غني له لوري توشیح شوی نه دی.

افغان طالبانو هم تراوسه پورې د انس حقاني د خلاصون ادعا تایید کړې نه ده.

2 thoughts on “پاکستاني رسنۍ د انس حقاني او یو شمېر نورو طالبانو د خوشي کېدو ادعا کوي”
  1. یو شاعر څه ډیر ښه ویل

    غټان غټان پیدا دی دوی خو له موره جنتیان پیدا دی
    راځی چی هغو لره جنت وګټو څوګ چی د موره دوزخیان پیدا دی

  2. پاکستان ټوډې د نامعلومو سرچینو په قول ویلي چې د افغانستان د حکومت له لوري په خوشي شویو کسانو کې انس حقاني هم شامل دی چې د ۲۰۱۴ م کال د اکتوبر په ۱۴ نېټه په خوست ولایت کې ونیول شو.

ځواب ورکول zahra zafar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *