تاند- پاکستاني رسنۍ په هند کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي پر څرګندونو غوسه شوي او هغه یې د پاکستان پرضد زهرجن تبلیغات بللي دي.

ولسمشر کرزي، چې د هند د نوي صدراعظم نریندرا مودي د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره نوي ډیلي ته تللی، په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ د تېرې اوونۍ د حملې تور پر پاکستان پوري کړ.

ښاغلي کرزي له هندي رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ حمله کوونکي د پاکستان د لشکر طیبه غړي ول او لوېدیځو استخباراتي رسنیو دا مسله ثابته کړې ده.

افغان طالبانو په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ د تېرې اوونۍ (د مې ۲۳مه) د حملې مسوولیت په غاړه وانخیست. دا برید په داسي حال کې وشو چې په هند کې نوی صدراعظم د واک ترلاسه کولو په درشل کې و او د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ د اختلافاتو راپورونه خپاره شول.

نریندرا مودي د هرات حمله سخته وغندله، په کابل کې یې د هند له سفیر سره ټېلفوني خبرې وکړې او هغه ته یې امر وکړ چې په هرات کې هندي دیپلوماتانو ته هرراز مرسته او ډاډ ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم سمدستي دا برید وغانده.

د افغانستان امنیتي ځواکونو حمله کوونکي په لنډ وخت کې ووژل او هغوی یې پرې نښودل چې هیڅ هندي دیپلومات ته زیان واړوي.

0 thoughts on “پاکستاني رسنۍ د ولسمشر کرزي پر څرګندونو په غوسه دي”
  1. د نورو دولتونو رسنیو ته خپلې ملي کټې خورا لوړې ښکاري خو له بده مرغه زموږ اکثرا رسنۍ نه یوازې چې دا متره په کې نه شته بلکې ملي ګټو ته زیات رسوونکې هم تمامې شوې ، چې ښې بېلګې یې سریالونه ، بې پردې خواندن او …

  2. چه گپ شد کرزی صاحب
    مثل که شما نگفته بودید که اگر کسی بالای پاکستان حمله کرد ما در مقابلش با پاکستان دست یکی کرده با آنها میجنگیم
    حال چه شد
    بیغیرتی و بی احساسی هم حد دارد
    یاره شاه شجاع هزار مرتبه ازخدت کرده با شرف و باعزت بود
    چه یک مداری ره گیر آمید
    بیخی مردم از چهره و چپنت خسته شدن
    برو بست هست اگر سنگ هم میبود از غیرت میکفید. بیخی نام قندهاریا ره شرماندی
    یاره مه خو در مورد پایلوچهای قندهار شنیده بودم که میگه
    زمانیکه در شهر میگشتند اگر کسی طرفشنان چپ هم سیل میکردند برایشان میگفتند
    سه دی را سره دی… رازه چه گرد سره یه معلومه کو
    این آدم خو نه شرم دارد و نه هم کدام تلخه فقد چپن پوشید و مردم را فریب داد

ځواب ورکول زمری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *