عکس: د پاکستان لوی درستیز او د آی ایس آی ريیس –

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد لوی درستیز راحیل شریف نن په کابل کې د افغانستان له ولسمشر او نورو مشرانو وغوښتل چې ملا فضل الله یا وروسپاري یا دې د دواړو هیوادونو امنیتي ځواکونه په ګډه په کونړ او نورستان کې د نوموړي پر ضد عملیات وکړي.

ډان نیوز تلویزیون وايي چې راحیل شریف دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې پاکستاني طالبانو پرون په پېښور کې د پاکستان د پوځیانو د بجیانو پر یوه ښوونځي خونړۍ حمله وکړه او تر ۱۴۰ تنو زیات یې ووژل.

له راحیل شریف سره د پاکستان د آی ایس آی مشر او دغه راز د پاکستان د پوځ عملیاتي قومندان هم د کابل په سفر کې ملګري دي.

له بلې خوا د پاکستان نیوز ورځپاڼه وايي چې راحیل شریف د دې لپاره افغانستان ته تللی چې له دغه هیواد سره د تروریزم پر ضد د مبارزې په باب د دوو هیوادونو د استخباراتي ادارو او پوځونو ترمنځ همکارۍ پراخې شي.

دې ورځپاڼې دا هم لیکلي چې پاکستان له افغانستان سره د دغه هیواد په خاوره کې د پاکستاني طالبانو پرضد د ګډو عملیاتو او نورو همکاریو غوښتنه کوي.

دې ورځپاڼې همداراز ویلي چې د پېښور د ارمي پبلک ښوونځي حمله کوونکو په خپل منځ کې په عربي ژبه خبرې کولې نو له دې داسي ښکاري چې دا برید په افغانستان کې تنظیم شوی و.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې بیا لیکلي چې لوی درستیز جنرال راحیل شریف له افغانستانه غواړي چې د ملا فضل الله او نورو پاکستاني ضد طالبانو پر خلاف فوري اقدام وکړي.

دې ورځپاڼې د پاکستان د حکومت د سرچینو په قول دا هم ویلي چې که دا ځل د افغانستان حکومت د پاکستاني ضد طالبانو پر خلاف اقدام ونه کړ پاکستان به په خپله د حملې په شمول هر هغه اقدام وکړي چې د دوی په باور لازم دی.

تر دې مخکې نن د پاکستان صدراعظم نوازشریف په پېښور کې د سیاسي ګوندونو د مشرانو په غونډه کې وویل چې جنرال راحیل شریف کابل ته روان دی چې د سخت دریځو پر موضوع خبرې وکړي. لوی درستیز به له افغان مشرانو سره وږغېږي او له هغوی به د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله پر ضد د اقدام کولو غوښتنه وکړي.

4 thoughts on “پاکستاني رسنۍ وايي، راحیل شریف له افغانستانه د ملا فضل الله غوښتنه کوي”
  1. Salamoonah,

    Pakistanyan de evvel d 1992-93 aw bya d talibano devr ki aw bya d kunnarr , helmand, Urgun , yahyakhelo a.d.n. d Shahidano baazmandegano ta tawan werkrry
    Da akhbar vala yi tzomra be-aqil diey che wayii ” tarhagaro A`rabi khabry kwaly?!” Aya pokistanyan d` arabano ghol dder khory ka Afghanan/. d`usama marry cherta vamondil sho??.
    Av ay-is-ei wali d ANP aw PANP mashran teror kayie???.
    Allah de da monafikoon= fasikkieyn= zalimien etc tabah av berbaad krry.
    Khoday de d` arwashado shahidano, Khan shahid Abd.Samedkhan aw Abd.Ghafarkhan armanoona porah krry .aamin.

  2. راحل شرمیدلی وایی ((دا ځل د افغانستان حکومت د پاکستاني ضد طالبانو پر خلاف اقدام ونه کړ پاکستان به په خپله د حملې په شمول هر هغه اقدام وکړي چې د دوی په باور لازم دی.))
    باور وکړی چی زه خو دغه تورمخیو ته حیران پاتی کیږم. تا خو هر وسیله په کار اچولی ده هره قسم زور د ازمویلی دی نوربه څه وکړی چی تر اوسه درڅخه پاتی دی. ۴۰ کاله د له هری دسیسی څخه کار اخیستی دی تر څو د افغانستان ښونځۍ، روغتونونه، سړکونه،پلونه ودانۍ، جوماتونه، کورونه د تبه او برباد کړی، دمیلیونونو افغانانو خونونه د به عاړی کی پراته دی اوس به بیا بل اقدام وکړی.
    بی ادبی د ډیره ماف وی راشه دا غ…. لنډ کړه چی په سر کی یی پری کوی په دا بیخ کی یی پری کړه هغه ښځی ته د یی وروړه. .دومره سپین سترګی دومره بی شرفی ، دومره تیر نظری. زما د په خدای قسم وی چی زه د افغانستان د چارواکیو پر ځای باندی ناست وی او دی پست راته دا خبره کړی په والله که به دا زما څخه ژوندی پنجاپ ته لاړ وای چی دا ټول افغانستان هم ورباندی تبا او برباد کیدلای.
    ښاغلی ولسمشراشرف غنی ! دا پست انسانانو ته دومره وخت مه ورکوی ، خدی بر خورد ورسره وکړی.دا په سخته خبره پوهیږی په انسانیت او زاریو نه پوهیږی.
    لعنت د وی د پاکستان پر پوځ او آی اس آی.

  3. پاکستانی مقامات غواړی خپل ولس وغولوی او د خلکو فکرونه بلی خواته واړوی. یا د خپل بام واوری په نورو ورواچوی. طالبان خو ټولی دنیا ته معلوم دی چی میډن پاکستان دی . که هغه دلته جګړه کوی یا هلته مور یی بینظیره او پلرونه یی ملا سمیع الحق، ملا فضل الرحمن ، ملا کرنیل امام او ملا جرنیل حمیدکل دی . دا چی بچیان دلته او هلته په پښتون وژنه مصروف دی ټول پلانونه د هغوی پلار او پلندرونو له خوا ورکول کیږی. هغوی خو ټول په پيښور ، لاهور او کویټه کی ناست دی. د چا خبره مونږ په آسمان غوښته خو خدای په مځکه راکړ. آب در کوزه و ما در بیابان تشنه لبان می ګردیم. ملا بن لادن هم هلته ستاسو د پوځ شاوخوا پیدا او ووژل شو. فکر کوم ملا فضلو به هم په کراچی یا لاهور کی ناست وی خو مونږ ته هسی بانی لټوی اما کږه خوله به په افغانی سوک ماته شی . دلته هر جابر په ګونډو شوی. له ګرګین تر رنجیت سنګهه د ټولو خولی ماته شوی . ډاکتر برایدن خو نیم ژواندی درغلی و خو راحیل شریف به هم ښه ورځ ونه وینی.

  4. Pakistan is warning but our corrupted government is looking for them. finally they will capture Kunar province and they are sate to be slaves of America and to full fill their pockets for money.

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *