تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان حکومت د پاکستاني طالبانو یو مهم مشر ورسپارلی دی.

پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د حکومتي سرچینو په قول وویل چې د افغانستان حکوکمت لطیف الله مسود ورسپارلی دی.

لطیف الله مسود د پاکستاني طالبانو د مخکیني مشر حکیم الله مسود نژدې کس و چې ویل کېږي دوه کاله پخوا وروسته له دې په لوګر ولایت کې امریکایانو ونیوه چې غوښتل یې له لوګر څخه کابل ته لاړ شي او د افغانستان د ملي امنیت د ریاست له چارواکو سره پټې خبرې وکړي.

نوموړی وروسته له دې چې د لوګر د هماغه وخت له والي ارسلاجمال سره وکتل، کابل ته روان شو خو په لاره امریکايي پوځیانو ونیوه.

پاکستان د نوموړي د ورسپارلو غوښتنه کوله. په همدې حال کې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت وویل چې لطف الله مسود د افغانستان حکومت نه بلکې په افغانستان کې دېره امریکايي پوځیانو پاکستان ته سپارلی دی.

د افغانستان حکومت هم وویل چې نوموړی د افغانستان د حکومت په محیس کې نه و.

ویل کېږي چې د افغانستان حکومت له لطیف الله مسود سره ۳ نور پاکستاني طالبان هم پاکستان ته سپارلي دي.

پاکستاني سرچیني پاکستان ته د لطیف الله مسود سپارل د افغانستان د نوي حکومت او پاکستان ترمنځ د همکاریو یوه نښه بولي.

د دوی په وینا پاکستان ته د ولسمشر غني له سفره وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته شوې او د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا زیات امکانات برابر شوي دي.

2 thoughts on “پاکستاني سرچینې وايي چې افغانستان یو مهم طالب ورسپارلی دی”
  1. اوس د پاکستان دولت هم باید خپل حسن نیت وښیی او ټول ملایان له ملااومره تر ملا خاینو او د هغوی نور بړیڅی د افغانستان دولت ته وسپاری او د ملا فضلو په خوله کی هم یو غټ خولبوی ورکیږدی چی نوری ډډوزی ونه ولی.

  2. آیا پاکستان کوم افغان طالب تراوسه افغان حکومت ته سپارلی دی؟
    دشاغلی کرزی خواستونه په دغه هکله ولی پاکستان ونه منل (ملا برادر) چیرته دی؟

    لطیف الله مسود خو دملی امنیت او شهید ارسلاجمال میلمه وه٬ آیا اوسنی حکومت په دغه نزاکت نه پوهیدلو او نور…….

    محمداله

ځواب ورکول محمداله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *