فریدون خوځون

فریدون خوځون –

ملتونه تل د دولتونو د بریا او ماتې لامل شوي دي. بریالي دولتونه تل تر شا بریالي ملتونه لري. یا په حقیقت کې دولتونه له ملتونو څخه د ملتونو لپاره را زېږي.

هر کله که یو دولت وکولای شي چې د خپل ملت بشپړ باور ترلاسه کړي، په اسانۍ کولای شي چې خپلې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې او سیاستونه پلې کړي. ځکه ملت یې له هرې پرېکړې ملاتړ کوي.

په افغانستان کې تل دولتونو د خپلو سیاستونو او ستراتېژيو په پلي کولو کې له ستونزو سره مخ ول، د نورو عواملو ترڅنګ یې یو اساسي لامل دا و، چې په خپلو پالیسو او ستراتېژیو کې یې د خپلو خلکو غوښتنو او ارزښتونو ته ځای نه و ورکړی، یا یې پر وړاندې واقع شوي ول.

 داسې یوه مقتدر حکومت چې وکولای شي د ټولو افغانانو ملاتړ له ځانه سره ولري، په افغانستان کې خورا لږ رامنځته شوي، یا هم حکومتونه ډېر کم توانېدلي، چې د ملت ملاتړ له ځانه سره وساتلی شي.

کله چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهاله، موقته او بیا منتخبه دوره راغله، که ووایم تقریباً د ټول افغان ملت ملاتړ یې له ځانه سره درلود مبالغه به ځکه نه وي، چې خلک ورته ډېر هیله من ول.

په میلیونونو افغان کډوال له بهرنیو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته راستانه شول او د حکومت له ټولو پروګرامونو یې ملاتړ کاوه. خو که دا ملاتړ د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ د پای ته رسېدو له مهال سره مقایسه شي، بیا ښکاري چې حکومت څومره پر ځان د خلکو باور ساتلی و.

اصلي موخه دا ده، چې د خلکو غوښتنې د حکومت په ستراتېژیو کې له پامه غورځي. په تېرو دیارلسو کلونو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان ملت ارادې ته چا ونه کتل. حکومت په خپلسري ډول د پاکستان پر وړاندې خپل بهرنی سیاست مخ ته یوړ. له بده مرغه هېڅکله د افغانستان سیاسي دکتورین د افغانستان د خلکو د غوښتنې پر اساس نه و عیار شوي.

د ملي یووالي د حکومت په رامنځته کېدو سره خلکو ته نوې هیلې پیدا شوې وې. ښايي دا هیلې له دې امله مړاوې شوې وې، چې حکومت له پاکستان سره د ښې همکارۍ او دوستۍ لپاره نیک نیت ښکاره کړی و او غوښتل یې دا اړیکې پر دوستانه اصولو ولاړې وې.

خو له نهو میاشتو وروسته چې د ملي یووالي حکومت د پاکستان پر وړاندې خپله ژبه بدله کړه، د ملت له پراخ هرکلي سره مخ شو.

د ملي یووالي د حکومت دواړو مشرانو اعلان کړه، چې پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې هېڅ عملي ګام نه دی اخیستی او د سولې له پروسې سره د مرستې پر ځای لا هم له طالبانو ملاتړ کوي.

ولسمشر او اجرایوي رئیس پر پاکستان توندې نیوکې وکړې او ویې ویل، که څه هم د افغانستان له لوري نیک نیت په عمل کې ثابت شوی، خو پاکستان له ژمنو سره سره له عمل ډډه کړې ده.

د حکومت له دغه دریځ نه په کور دننه او بهر ګڼ لاریونونه وشول، غونډې وشوې او ټولو افغانانو په یوه خوله له حکومت وغوښتل چې له پاکستان سره دې په مقابل عمل لاس پورې کړي.

په ټولنیزو شبکو کې د پاکستانیو توکیو د تحریم کمپاین پیل شو. حتی تر دې چې پاکستانیو رسنیو هم پرې رپوټونه خپاره کړل. په ټوله کې د پاکستان ضد احساسات را وپارېدل.

دې کار حکومت ته د پاکستان پر وړاندې د لاس بره کېدو ښه چانس او فرصت برابر کړ. حکومت باید د دې احساساتو کنټرول او پالل په خپله ولکه کې واخلي.

حکومت کولای شي د دې احساساتو په پاللو کې د خپلو سیاستونو د پلي کېدو لپاره بهتره استفاده وکړي.

لومړی باید درک کړي، چې له پاکستان سره په مخکینۍ لاره تګ به له حکومته د خلکو ملاتړ زیانمن کړي؛ دویمه دا چې پاکستان په داسې چارو لاس پورې کوي، چې د ملت او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي.

د بېلګې په ډول په کابل کې وروستي بریدونه تر ډېره د تبلیغاتو لپاره ول، چې حکومت یې ملت ته تر پوښتنې لاندې راوسته؛ خو د ملي یووالي د حکومت مشرانو په پوره تعقل سره دا مساله کنټرول کړه، ملت ته یې حقایق وویل او په پایله کې یې، پاکستان نور هم په افغانستان کې پاکستان ضد احساسات پیاوړي کړل.

حکومت باید دا احساسات بېرته خاموش کېدو ته پرېنږدي، بلکې له دې نه د یوې حربې په توګه کار واخلي. همدارنګه د پاکستان پر وړاندې له دې هم سخت دريځ غوره او عملي اقدامات وکړي.

له دې سره به هم د پاکستان له زیان څخه تر یوه حده په امن شوی وي او هم به د ملي یووالي حکومت په واقعي مانا د خلکو ملاتړ له ځانه سره ولري.

پاکستان په غوښتي یا نا غوښتي ډول په خپلو ناوړو لاسوهنو او چارو په افغانستان کې عام احساسات د ځان ضد کړي دي او د دې احساساتو پالل په افغانستان کې د پاکستان د مرګ په معنی ده.

خلک هم باید د پاکستان پر وړاندې خپل پیل شوي دريځ ته نور هم پراختیا ورکړي، دا باید وپالي او تر هغې چې پاکستان له افغانستان سره رښتینې همکارۍ ته غاړه نه وي ایښي، حکومت دې ډول اعتراضونو او احساساتو ته اړتیا لري.

که چېرې حکومت وکولای شي چې دا احساسات ښه کنټرول کړي، د پاکستان پر وړاندې له پياوړي دريځ نه څرګندېدای شي؛ خو که بیا هم د خلکو نظر ته اهمیت ورنه کړي او په پام کې یې ونه نیسي، خدای مکړه دا رامنځته شوی فرصت به یې له لاسه ورکړی وي.

3 thoughts on “پاکستاني ضد احساسات او د حکومت دنده”
  1. عزتمنده : ډیرعالینظر دی
    دولتونه هیڅکله دخلکو په نظراورایوباندی باید بی باکی اوبی پروایی ونکړی بلکه همیشه هغه باید په نظرکی ونیسی اودعامه خیر اوګټو په خاطر هغه حمایه ، تنظیم اوکار ځینی واخلی . . .

  2. خلک دي چې حکومتونه جوړوي نو حکومتونه هم باید دخلکو په احساساتو لوبې ونکړي ، ملت بیدار شوئ او دوست يا دښمن پیژني ، راشۍ چې د خلکو سره واوسو

  3. دملی یووالی حکومت باید تر هیڅ خارجی فشار لاندی رانشی او په خپل دریځ ټینګ ودریژی ځکه خارجیان کوشش کوی تر څو
    د مختلفو حربو په استعمالولو سره د پاکستان په واسطه خپل د منافقت څخه ډک پلانونه عملی او افغان اولس سره تیت او پرک
    کری

ځواب ورکول Sadre Azam Zaki ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *