تاند- د پاکستاني طالبانو ویندوی نن د یوې میاشتې لپاره د پاکستان له حکومت سره اوربند اعلان کړ.

د طالبانو ویندوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې مشرتابه خپلو ټولو پلویانو او اړوندو ډلو ته سپارښتنه کړې چې اوربند بشپړ رعایت کړي او په دې یوه میاشت کې ټول جهادي فعالیتونه ودروي.

د طالبانو د تحریک له لوري دا یو اړخیز اوربند وروسته له دې اعلانېږي چې د دغه تحریک او د پاکستان د حکومت ترمنځ د سولې وروستۍ خبرې ناکامې شوې.

په وروستیو ورځو کې د پاکستان هوايي ځواک د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې څو ځلي سختې بمباري کړې.

4 thoughts on “پاکستاني طالبانو د یوې میاشتې لپاره یو اړخیز اوربند اعلان کړ”
  1. ورته ووایه د منافقینو په وړاندې جهاد مه ودروئ. د پاکستان پوځ او آی ایس آی د خبیث زامن دي، دا منافقان دي، د دوی له لاسه افغان او کشمیری ولس تباه او برباد شول. لعنت دې وي د پاکستان پر پوځ او آی ایس آی.

  2. طالبان غواړي د يوې مياشتې په جريان کوې خپل قوتونه سره منظم کړي او د لا ډېر و مرګونو او ورانيو لپاره تياری ونیسي. په هغوی باور
    نه دي پکار. خوبياهم ښه خبردی. خو ايا دا زموږ شوده ګان به يی ورڅخه زده کړي؟

  3. ای د افغانستان رهبری غړو، ای د افغانستان د پارلمان غړو ، ای د افغانستان د مشرانو جرګی غړو او ای دفغانستان غیور ملت!
    ترڅو پوری دمره ضعیف سیاست، ترڅو پوری دمره خوش باوری تر اوسه پوری تاسو پاکستان و د پاکستان سیاست سره آشنا نشوی د طالبانو سره آتش بست ولی تر اوسه پوری ونشو چی اوس کیږی ای د افغانستان چارواک و ای د افغانستان غیور ملت ډیر زیاد متوجه اوسی چه پاکستان زموږ د ملت، خوری اوټول دښمنان دی ممکن داهم د پاکستان چال وی نو باید موږ ډیر متحد اوسو او زموږ راتولنکی انتخابات د مشکلاتو سره مخامخ نشی

  4. ټول افغانان او ټول حکومتي چارواکي د ښه خبر وي چه دغه ټول پاکستاني طالبان چه اوس په پاکستان کی میشت دي دوی ټول له پاکستان حکومته او له ائ ایس ائ څخه ډبل تنخی اخلي او کوم اوربند چه طالبانو اعلان کړی صرف د افغانستان سپینڅلي اسلامي حکومت سره دوکه کوي تر څو چه انتیخبات په شفاف ډول ونه شي او د مظلوم اولس وینه په کی توی شي، او د پاکستان یو مشهور سپی چه حمید غول ورته وایي د ډاکټر عبدالله عبدالله سره خپله مخکینی اړیکه ټینګه وساتي، او هغه تاریخ بیا راژوندی کړي کوم چه د پاکستان د ائ ایس ائ مشر حمید ګل په ۱۹۷۳ کال کی د افغانانو د مظلوم اولس د وینی تویولو لپاره احمدشاه مسعود ته په یو ناملوم ځای کی تعلیم ورکولو، لعنت د وي په داسی بی غیرتو او ذلیلو مشرانو.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *