تاند- د پاکستاني طالبانو تحریک پرون/ سې شنبه/ په مومند ایجنسۍ کې اعلان وکړ چې د اوربند اعلان رعایتوي او دا خبرونه ناسم دي چې دوی د پخواني دیکتاتور دولتمشر پروېز مشرف د وژلو پلان لري.

د طالبانو تحریک دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې القاعده او پاکستاني طالبان غواړي چې پروېز مشرف محکمې ته د تګ په لاره کې ووژني.

خو د پاکستاني طالبانو تحریک وویل چې په دې اړه خپاره شوي معلومات ناسم او بې اساسه دي.

په مومند ایجنسۍ کې د پاکستاني طالبانو ویندوی عمر خراساني رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د سیاسي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره دې د طالبانو د اسلامي تحریک د نوم له کارولو ډډه وشي .

ده همداراز ویلي، هماغه راز چې خلک خبر دي د پاکستان د طالبانو تحریک له حکومت سره د یوې میاشتې لپاره اوربند اعلان کړی دی او دوی پر خپلې ژمنې ولاړ دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د هیواد ولسمشر، صدراعظم او دفاع وزیر ته په یوه لیک کې ویلي و چې امنیتي او استخباراتي ادارې وېره لري، ترهګر ښايي پر پروېز مشرف هغسي حمله وکړي چې د پنجاب په پخواني ګورنر یې کړې وه.

د پنجاب پخوانی ګورنر سلمان تاثیر په ۲۰۱۱ میلادي کال په اسلام اباد کې د خپل ساتونکي له لوري وویشتل شو.

په لیک کې ویل شوي چې ممکن پر مشرف د بدرګه کوونکو ساتونکو یا د سړک د غاړې د بمي چاودنې په وسیله برید وشي.

5 thoughts on “پاکستاني طالبانو پر مشرف د حملې د ارادې ادعا رد کړه”
  1. خدای دې نه مشرف پاتې کوي او نه بې طرف. له ما سره سودا د دولت مشر ده، هغه ولسمشر چې اوس مشهور شوی دی او یو ځل ډاکټر صیب زیار ورباندې د ډلواک (د ټولواک سره په توپیر) توغندي حمله وکړه، څه شو؟ اوس دولتمشر به بله ستونزه ونه زېږوي؟ ولې هماغه ولسمشر راټینګ نه کړو چې ان پاړسیوانانو زده کړی دی؟

  2. ژوند ژوند

    د ا اکس د ا تصو یر د ا ا نځو ر ښا یسته د ی

    د څلو ر م ټولګي تر را نه
    د و ه مر غۍ شو ی پا س په و نه کې په جنګ
    د و ا ړ ه غو نډ ی کلو له شو ئ په د ا رنګ

    د غو نډ سکې غو ند ی لا ند ی پر یو تلی
    پیشو ټوپ کړ د و ا ړ ه یی غبر ګی ؤ نیو لی

    د نفا ق و نه سمر نه کو ي سر د ا ر ه
    نه به ؤ سکی مېو ه تر ی مز د ا ره

    مننه

  3. ژوند ژوند

    د ا اکس د ا تصو یر د ا ا نځو ر ښا یسته د ی

    د څلو ر م ټولګي تر را نه
    د و ه مر غۍ شو ی پا س په و نه کې په جنګ
    د و ا ړ ه غو نډ ی کلو له شو ئ په د ا رنګ

    د غو نډ سکې غو ند ی لا ند ی پر یو تلی
    پیشو ټوپ کړ د و ا ړ ه یی غبر ګی ؤ نیو لی

    د نفا ق و نه سمر نه نېسې سر د ا ر ه
    نه به ؤ سکی مېو ه تر ی مز د ا ره

    مننه

  4. خدای ج مهربان دی او خدای ج به دا پاکه خاوره له ناپاکو خلکو پاکه کړي انشاالله

ځواب ورکول دقبر تورې تختې ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *