د ولي الرحمان تر وژل کېدو وروسته حکيم الله محسود ډېر احتياط کاوه ،او په دې پوه وو ،چې امريکا او پاکستاني حکومت يې د وژلو پلان لر،. خو نوموړي ډېر ځان ساته ، چې ډېر شديد ضرورت به نه وو له چا سره يې نه ليدل ! خو په دې وروستيوکې د هغه پلان له مخې ،چې د پاکستان اوامريکا د څارګرو ادارو له لوري جوړ شوی نوموړی يې نمايانه او په دې و توانيدل ،چې له منځ يې يو سي !
ښکار په زور نه په چل نيول کيږي !
د پاکستاني طالبانو د مهمو مشرانو وژنې :
ترحکيم الله وړاندي هم د طالبانو مشران او مهم قومندانان د ګډو پلانونو په ترڅ کې وژل شوي ، ملا نيک محمد چې د ياد تحريک طراح ګڼل کيږي په کال ۲۰۰۴ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې هغه مهال ووژل شوو ،چې د پاکستاني حکومت سريې د خبروتازه تار غزولی وو . تر هغه وروسته ،بيت الله محسود چې په کال ۲۰۰۷ کې د ( تحريک طالبان پاکستان ) بنسټ کېښود، او د امريکا او پاکستاني حکومت سره يې د جنګ اعلان وکړ دا کس هم د امريکا او پاکستان په کار شوو ، خو دا چې بيت الله يې مخامخ نه شوای له منځه وړلای نو يو پلان يې ورته جوړ کړ او د سولې د خبرو په چل يې هغه هم راويوست ، بيت الله محسود هم خوشباوري وکړه او په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې ،چې د پاکستان د مشهورو رسنيو خبريالان ! ورغلي وو يوه خبرې غونډه جوړه کړه ، چې تر دغې غونډې وروسته د هغه ځای ځايګۍ او تصويراو د سيمې نور معلومات تر ای ايس ای او بيا تر سی ای اي ورسيدل ،چې امريکا په ډېره اسانۍ بيت الله هم په ۲۰۰۹ کې د ورته بريد په ترڅ کې و واژه .
بيا همداسې د طالبانو مهم قومندانان لکه قاري حسين ، مولوي نذير …… او ولي الرحمان او اخير هغه يې د حکيم الله محسود سره يوځای د عبدالله محسود او طارق وژل کېدل ول .
د کوم پلان له مخې حکيم الله محسود ووژل شوو ؟
د امريکا او پاکستان خو د پاکستان لوی او مهم پلان دا وو ،چې حکيم الله محسود ژر له مخې لري کړي ، ځکه يو خو دا کس د پاکستان د حکومت سرسخت مخالف وو ، بل يې تر بل هرچا پاکستان ته لوی زيانونه ور اړولي وو او همدغه کس وو ،چې د پاکستاني طالبانو مخ يې د اسلام اباد په لوري ور واړاوه ،چې د سره جومات غچ اخيستل يې لوی مرام وګرځيد . او ترټولو مهمه دا ،چې شرطونه او غوښتنې يې دومره لويې وې ،چې منل يې پاکستاني حکومت ته ځان وژنه ښکارېده !
پاکستاني پوځ سلګونه ځله د هغه د له منځه وړلو هڅه وکړه ،خو بريالی نه شو، اخير يې د امريکا سره په شريکه ورته دام کېښود ، دام څه داسي وو ،چې حکيم الله را وباسي ، نو په دې اساس اسلام اباد د سولې د خبرو ډنډوره و غږوله حکيم الله هم مجبوره وو ،چې د سولې د خبرو په تړاوو خپل دريځ له نورو مشرانو سره شريک کړي ، جرګو ،مرکو او غونډو ته را وو ځې ،چې به داسې حالاتو کې د بې پيلوټه الوتکې تشخيص او کار ډېر اسانه کيږي همدا ځای وو ،چې حکيم الله په نښه او له منځ يوړل شوو .
د پاکستاني ( نوازي ) حکومت دريځ :
هغه شپه چې لا د حکيم الله محسود د وژني تاييد نه وو شوی ، د پاکستان پر ټولو رسنيو همدا يو خبر چلېده ، په هغه لحظو کې د دغه هيواد دکورنيو چارو وزير چودهري نثار دا بريد ظاهرآ وغانده او دا يې د سولې د خبرو مخنيوی وګاڼه !!!! په دا بله شپه يې هم په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې دا خبره تکرار کړه ،چې ګواکې دا کار د دوی په خوښه نه دی شوی ! دا په داسې حال کې چې امريکي ته د نواز د وروستي سفر يوازنی او مهمه غوښتنه هم همدا وه ،چې که بريدونه نه بنده وئ نو بيا لومړی زموږ دښمنان له منځه يوسئ ،چې اوبا ما يې هم خبره پرمځکه ونه غورځوله ! اما دا ،چې د پاکستان حکومت د حکيم الله محسود پر وژنې خواشينی دی دا نو واله که ماشوم هم ومني ، خو که و وايو ،چې په ويره کې او چل کې دی او غواړي له دغه حالته هم ګټه پورته او يو ځلي بيا پاکستاني طالبانو ته وښيي ،چې موږ مو په غم کې شريک يو او امريکا ده ،چې دا سې يې کړي او امريکا خو هغه ده په افغانستان کې ده ، نو ورځئ پرې !!! او په دې سره غواړي په يوه تير دوه نښې وولي او هلته شته جنګ ديخوا را ټېله کړي .
بل پاکستان په ويره کې دی ،چېدطالبان به غچ اخيستونکي بريدونه وکړي ځکه د بيت الله …. ولي الرحمان تر وژنې وروسته طالبانو د پاکستان په ډېرو ښارونوکې بريدونه وکړل نو همدا لامل دی ،چې د نواز حکومت يې وارخطا کړی او غواړي په متضادو دريځونو سره د طالبانو لوری او ذهن ور بدل کړي .
د پاکستاني طالبانو د ضعف ټکي :
له بيت الله محسود پرته نور ټول پاکستاني طالبان په ځان مين دي او هر وخت غواړي ،چې تصويرونه او مرکې يې په راډيو ګانو او تلويزيونونکې راشي ، همدا لامل دی ،چې څاګرې ادارې يې تر نورو اسانه په نښه کولی شي ، ځکه دې دولس کلن حالت دا ثابته کړې کوم څوک ،چې ډېر مشهور شوی ډېر ژر له منځ هم تللی ! حکيم الله محسود خو بيا په هره وړه او لويه خبره له رسنيو سره اړيکې نيولې ! او د اوسني مشر ( سجنا ) تصوير خو لا له مخکې خپور شوی ! په داسې حال کې ،چې دېری پاکستاني رسنۍ پاکستاني طالبانو ته ( دهشت ګرد ) وايي . د افغاني طالبانو په ځانګړې توګه د ملا عمر ، حقاني ………. د اوږده عمر يو مهم راز هم دا هم کېدای شي ،چې له رسنيو سره يې نه دي لېدلي او نه ويني ! او يوازي د ليک له لارې دريځ څرګنده وي !
پاکستاني طالبان ډېر خوش باوره دي ، له دوی سره ،چې کله هم د سولې د خبرو لپاره وړانديز شوی منلی يې دی ، په داسې حال کې ،چې دا خبرې تر ډېره تکتيکي او فريبانه وي ، دوی له تېرو حالتو عبرت نه دی اخيستی .
که پاکستاني طالبان په خپل دريځ له سره غور ونکړي ، د ستونزې اصلي جرړې و نه پيژني او همداسې په تياره کې روان وي نو هغه وخت لرې نه دی ،چې مشران او پلويان به يې همداسې يو په بل پسې له منځه ځي !
شفیق صیب مننه خدای دی وه کړی چی وی منی
ستاسو تبصره باید د ویبپاڼې چلوونکی وګوري ؟
دا ښه خبره ده، خو د ويبپاڼې چلونکې بايد اصلې راپور يا ليکنه هم وګوري
د باز (ا)او نولي (پ) په مینځ. کې چې. احمق او بې شعوره مار راشي نو ډیر زر ښکار
کېږي.
Kaash che da baz ao nawli pa dai loba ke da nawli kirdar afghanano lobawale wai.kho da doi khwakha da.Da tapoos kirdar ya der khwakh dai.Allah da doi la aqal warka.