تاند، سه شنبه، د اسد ۲۹مه: د کونړ ځايي چارواکي وايي، پاکستاني پوځیانو د ډیورنډ له کرښې څخه د دې ولایت پر شلطن ولسوالۍ ۲۰۰ توغندي راورولې دي.
د شلطن ولسوال ګل محمد خان له تاند سره په خبرو کې وویل، په دې توغندیزو بریدونو کې درې کورونه هم رانړېدلي دي خو چاته یې ځاني تاوان نه دی اوښتی.
نوموړی وايي، شلطن له باجوړ سره ۱۶ کېلو متره پوله لري چې پاکستاني ځواکونو هم له باجوړ سیمې څخه د کونړ شلطن دره په توپونو ویشتلې ده: (( موږ خپلو لوړو مقاماتو سره خبره شریکه کړې ده او منتظر یوو چې څه امر راته کېږي؟))
مرکزي حکومت یا هم دفاعي – امنیتي بنسټونو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي خو کونړ هغه سیمه ده چې پاکستاني ځواکونه پرې له کلونو راهیسې توغندیز بریدونه کوي او ځايي خلکو ته په کې د سر او مال زیان اړوي.
افغان حکومت څو ځله له پاکستان څخه د ملګرو ملتونو سازمان ته هم شکایت کړی خو تر اوسه دا هېواد له خپلو کړنو نه دی ګرځېدلی.
د شریر پنجاب او آی—اس-آی دشرارت اورذالت په وړاندی د امرالله صالح او نببل پالیسی او طرزالعمل ډیر مناسب او ښه نتیجه ورکړی وه او تجربه همدا ښیی چی ددی ارذل الناس په وړاندی بالمثل ممکنه عکس العمل ، اتومی لچکانو ته ښه ځواب ورکولی شی ،ځکه چی پنجاب اتومی خو اجیر حکام
یی لا هم د هیرامنډه یی کرکتر ندی هیر کړی
پاکستان به خود توغندی ولی!!!!!!!!!!!!ا
ولی نجیب ته نه را ویشتل؟ حتی د نجیب د هغو ګولیو څږاب یې نه شو ورکولی چې د نجیب ګولۍ به په تیرا او وزیرستان کي لویدی! ا ولې؟
د پاکستان دشمنی د مجاهد زیمه ده!!!!!!!!!!ا هغه مجاهد چی د افغانستان ناموس( اردو) یې د څو روپو دپاره په پاکستان خرڅه کړه!اڅه شول د خدای هغه دوستان؟ څه شول هغه پتنګان؟ څه شول هغه پړي په اوږه غله؟ څه شول هغه مفسدین او قاتلان؟ غرتګران؟ صدقه دی شې د کمونست له صداقته!