تاند- ډیورنډ کرښې ته نژدې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالي اوسېدونکي وايي چې پاکستاني پوځیانو د دوی په کورونو کې پوستې جوړې کړي دي.

د ځاځي میدان اوسېدونکي وايي چې پاکستاني پوځیانو د افغانستان په خاوره کې نه یوازې پوستې جوړې کړي بلکې د دوی په کلیو کې یې ماینونه ایښي چې دوی خپلو مېنو ته بېرته ورتلای نه شي.

د بندروغه کلي اوسېدونکي وايي چې دوی په وروستیو کې په ځلونو له پاکستاني پوځیانو سره په خپلو پخوانیو توپکونو جنګېدلي او د افغانستان په خاوره کې یې د پاکستاني پوځیانو له لوري د پوستو له جوړولو سره مخالفت څرګند کړی دی.

د ځاځي میدان ولسوالي د افغانستان یوه له خورا شنو او ښکلو سیمو څخه ده.

د دې سیمې اوسېدونکي وايي چې د غرونو پر لوړو څوکو او ستراتیژیکو ځایونو کې پاکستاني پوځیانو پوستې جوړې کړي او له هغه ځایه پر له پسې د ځاځي میدان پر اوسېدونکو د راکټونو او توپونو ګولۍ اوروي.

د پاکستاني پوځیانو د تجاوز په نتیجه کې د بندروغه کلي دوه سوه کورنۍ خپلو کورونو ته تللی نه شي.

دوی وايي چې که خپل کلي ته لاړ شي د پاکستاني پوځیانو له لوري پرې ډزې کېږي.

د ځاځي میدان ولسوال له ډیورنډ کرښې د پاکستاني پوځیانو رامخکې تګ تاییدوي.

د سیمې اوسېدونکي د افغانستان له حکومته غواړي چې خپلې پوستې جوړې کړي، پاکستاني پوځیان له ډیورنډ کرښې واړوي او نور پرمختګ ته یې پرې نږدي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني پوځیان له ډیورنډه دې خوا ته د رامخکې کېدو هڅه کوي. پاکستاني پوځیانو د شوروي اتحاد خلاف د افغانانو د جهاد له کلونو رانیولې تراوسه پورې پر له پسې هڅه کړې چې د افغانستان له ناامنیو څخه په استفادې خپلې پوستې د افغانستان خاورې ته راواړوي.

د چارو ځینې کتونکي باور لري چې پاکستان غواړي په دې وسیله افغانستان د کرښې پر سر خبرو او یوې نوې موافقې ته اړ باسي. ځینې نور بیا وايي چې پاکستان په هر حال له افغانانو سره دښمني کوي. دوی باوري دي چې پاکستان به تر هغو دښمنۍ ته دوام ورکوي چې په کابل کې یې ګوډاګۍ رژیم واک ته نه وي رسولی.

3 thoughts on “پاکستاني پوځیان د ځاځي میدان ښکلې سیمې ته رامخکې شوي”
  1. Salamooona
    Waqighi dawlat ta de sharam zai de che khpala ye ham na she satai watan walo ta ham emkanat na barabarawe zazi maidan khalak da de benango panjabyano pa zhaba sha pohigi faqat che emkanat warta barabar kri aw bas zamong de de rais jamhor aw mili defa wazarat na hela kegi che dagha kar soomra zar we wai kri zinda bad de zazi maidan khalak pa zangari tooga moshran de la barya pa hela aw ziat omer pa hela.

  2. پاکستاني پوځیان یې مه بولئ. ګناهکار به شئ تاندوالو. دا د ګلبدین او سیاف سکه انصار ورونه دي. نواز شریف او قیام دین کشاف دواړه شاهدان دي.

ځواب ورکول سلظان احمدزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *