عکس له آرشیف نه

تاند – د پاکستان ملېشه ځواکونو په بلوچستان کې هغه وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرانو ډزې وکړې چې په لورلایي کې د دغه خوځښت د یوه بل مشر ارمان لوڼي له جنازې څخه وروسته د خپلو پلویانو په یوه کاروان کې د ژوب په لور روان ول.

په پېښه کې منظور پښتین او علي وزیر ته ځاني تاوان نه دی اوښتی خو پلویان یې له امنيتي ځواکونو سره لاس او ګرېوان شوي دي.

په یوه لایف پروګرام کې چې د پشتو ټېکسټ په نامه فیسبوک پاڼې ژوندی خپراوه، لیدل/اورېدل کیږي چې امنیتي ځواکونه د کاروان په غړو غوسه کوي او ورته وایي چې د غورځنګ مشران باید په پوځي موټرو کې لاړ شي خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي یې مخالفت کوي او وېره لري چې مشران به یې په لاره کې ووژل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، چې په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ د رامنځته کولو او بیا په دغه نوم د پښتنو د وژنې مسؤل پاکستانۍ ادارې دي.‌

د پاکستان نظامي ځواکونو د عدم تشدد د دغه غورځنګ یو مشر ارمان لوڼی تېره ورځ /د فبرورۍ ۲مه/ په لورلایي کې په رڼا ورځ د خلکو په مخ کې د ټوپکونو په کونداغونو په سر وواهه او څو چې روغتون ته رسول کېده ساه یې ورکړه.

د پاکستان نظامي ځواکونو د ارمان لوڼي جنازې ته د منظور پښتین د ورتلونکي کاروان مخه ډپ کړه او نوموړی مجبور کړای شو چې خواوشا شل ساعته پلی او په کږو وږو لارو سفر وکړي او د جنازې مراسمو ته ورسېږي.

3 thoughts on “پاکستاني ځواکونو د منظور پښتین او علي وزیر په موټریز کاروان ډزې وکړې”
  1. له دې مالوميږي چې د پنجاب دیکتاتور او فاشیست دولت د پښتنو له برحقه داعیې نه سخت په ډار او وهم کې دي.
    څنګه کېدای شي چې په ملکي خلکو چې د خپل ملګري د جنازې په مراسمو کې برخه اخلي ، د هغوي د ورتګ مخه ډب کړي او د بېرته ستنېدو په وخت کې په ملکي او غمځپلو خلکو د وسلو ډزې وکړي؟

  2. DEAR PASHTOONS BROTHER&SIATER ASSALAMOALIKUM;

    NOW IS TIME TO BECOME UNITED AGAINST PUNJAB/
    WE HAVE TO BECOME UNION OF LAR AW BAR UNITED PASHTOON
    POWER.IF NOT EVERY DAY WE WILL BE KILLING BY PUNJAB&OTHERS.
    ALWAYS BE UNITED PASHTOON

  3. د وزيرو او مسعودو په لهجه کې د پښتون کلمه په پښتين ډول تلفظ کيږي. ولې ليکل يې بايد په اصلې بڼه يعنې پښتون وشي.

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *