محسن داوړ د میرعلي د پرلت برخه والو ته خبرې کوي

تاند – د پاکستان امنیتي ځواکونو او د یو شمېر فعالانو په وینا د دغه هېواد پوځ د شمالي وزیرستان په میرعلي ښار کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په احتجاج کوونکیو پرلت والو باندې ډزې کړي او ګڼ شمېر کسان یې ټپیان کړي دي.

د یاد غورځنګ یوه مخکښ غړي محسن داوړ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې هغه د میرعلي د پرلت برخه والو سره روژه ماتی وکړ او بیا چې د پرلت برخه والو غوښتل چې له میرعلي څخه میران شاه ته مارش وکړي په هغوی باندې برید شوی دی.

ښاغلي داوړ لیکلي چې پوځ سیمه په ولکه کې اخیستې او د پرلت برخه وال یې نیولي دي.‌

یو شمېر راپورونه دا هم وایي چې پوځیانو د پرلت برخه وال د نیولو پر وخت وهلي ټکولي دي. (ویډیو د پاکستاني پوځي ځواکونو له خوا د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړو سره د تېرو ورځو چلند ښیي)

په ورته وخت کې، ویل کیږي چې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پاکستان د حکومت پلوي طالبان چې د امنیتي ځواکونو او پوځ ملاتړ ورسره دی هڅه کوي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ اورژبی مشر، علي وزیر، ووژني، خو فعالان وایي چې د پښتنو د بېلابېلو قومونو په زرګونو خلک د علي وزیر د کور خواوشا ته راټول شوي او نه پرېږدي چې ښاغلي وزیر ته څوک زیان ورسوي.‌

د غورځنګ یوه بل مشر ډاکټر سید عالم مسعود په یوه ویډیو کې چې داسې ښکاري تېر ماښام /د جون ۶مه/ د یوې غونډې برخه والو ته خبرې کوي، وایي، چې امنیتي ځواکونو د علي وزیر کور محاصره کړی، ګرځبندیز یا کرفیو یې لګولې او غواړي چې شپه په شپه نوموړی شهید کړي.‌

ښاغلي مسعود د غونډې له برخه والو نه ژمنه واخیسته چې د غورځنګ د هر مشر ژوند ته د پوځ، پوځي طالبانو له خوا د زیان رسېدلو په صورت کې به خپل جهاد ته دوام ورکوي او برخه وال یې په تودو احساساتو بدرګه کوي.‌ (ویډیو)

3 thoughts on “پاکستاني ځواکونو د میرعلي په پرلت والو ډزې کړي، ګڼ شمېر کسان زخمیان”
  1. پنجابیان فکر کوي چې دوي به پښتانه له خپل دریځ او پاڅون نه منصرف کړي خو نور هغه وختونه تېرشول چې دیکتاتورانو به مظلوم انسانان وژل او نړیوال به ترې نه خبرېدل .
    یواځې په تاریخ کې به مو د چنګیز ، تیمور او سکندر ظلمونه د واقعي له پېښېدو 500 یا 2000 کاله وروسته لوستل. اوس نړۍ د یوه واړه کلي حیثیت غوره کړي اوهره حادثه آنلایان ټولو نړیوالو ته رسيږي.
    د پنجابیانو مخ به یوځل بیا داسې تورشي لکه په بنګلدیش کې چې د نړۍ په معاصر تاریخ کې ترټولو ډېر تر غاوښو پورې مسلح پوځ تسلیم شو.

  2. پاکستان چی په طبعی ډول دولت ندی بلکی ددوهم نړیوالجنګ څخه دانګریزی استعمار تر استعماری جبر لاندی په سیمه کی داستعماری موخو دپاره منځ ته راغلی و اوس یی دمنځه تللو دپاره وخت را رسیدلی دی لکه څنګه چی منځ ته راغلی و همداسی به له منځه ځی انشا الله .، اوپه نړی کی دداسی دولتونو دبیر ته دمنځه تللو ژوندی مثالونه عملا ډیردی .، اوس چی پاکستانی حکومت او فوځ دپښتون قوم په وهلو ټکولو، وژلو ترورولو، دهشت اچولو ،تښتولو ، لادرکولوو ازار او ا‌ذ یتولو دټولو نړیوالو حقو قی موازینو خلاف په ډیر بیشرمانه اوبی رحمانه ډول لاس پوری کړی ، خوپښتون قوم دفولادو خاصیت لری چی څومره وهل کیږی ، هغومره سختیږی او شخ کیږی .، دپښتون ساتلو اوحراست غورځنګ ږغ چی دحق دپاره پورته شوی یوبرحق اوعادلانه ږغ او رښتنی ا وعادلانه غوښتنی لری ، چی دنیا به یی ملاتړاوانشا الله بریالی به وی . ومن الله التو فیق

ځواب ورکول بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *