تاند- امریکا ږغ وايي چې پاکستاني چارواکو او د طالبانو سرچینو ورته وویل چې په پاکستان کې د طالبانو پر مشرانو فشار زیات کړای شوی چې یا د خپلو کورنیو له غړیو او کاروبارونو سره له پاکستانه ووځي او یا د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر شي.
د دې راپور پر اساس یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي، چې د افغانستان په چارو کې دخیل دی، وویل«پر دوی (طالبانو) فشار پر له پسې روان دی چې په نتیجه کې یې ځیني طالب مشران خپل هیواد ته تللي او یا د تګ په حال کې دي.»
دغه پاکستاني چارواکي نه غوښتل چې نوم یې څرګند شي ځکه چې د پاکستان حکومت تراوسه پورې دا موضوع رسماً تایید کړې نه ده.
ده وویل چې دا هڅه له پاکستانه خپل هیواد ته د نژدې ۳ ملیونه راجستر او ناراجستر افغان کډوالو د بېرته ستنولو د پالیسۍ برخه ده.
په وروستیو ورځو کې په څو راپورونو کې وویل شول چې پاکستان پر طالبانو فشار زیات کړی چې په افغانستان کې یو یا څو ولایتونه ونیسي او د کوټې شورا هلته ولېږدوي خو د دغو راپورونو ضد هم ترلاسه شول. په نورو کې وویل شول چې پاکستان نه غواړي، طالب مشران او کورنۍ یې له پاکستانه ووځي ځکه چې که هغوی له پاکستانه ووځي پر طالبانو به یې کنټرول له لاسه ووځي.
په عین حال کې ادعا شوې چې پاکستان په نړیواله ټولنه کې د انزوا او د امریکا د فشار د مخنیوي لپاره یو لړ نمایشي حرکتونه پیل کړي او په دې لړ کې یې څو طالب مشران او قوماندانان نیولي او د هغوی څو مدرسې یې بندې کړي دي.
پر پاکستان د نړیوالې ټولنې په تېره بیا د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري فشار دی چې د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو، چې په افغانستان کې ورانکاري کوي، ملاتړ بس کړي.
خو پاکستان دا تورونه چې استخباراتي اداره (ای ایس آی) یې په پټه د طالبانو او حقاني شبکې ملاتړ کوي، ردوي.
د امریکا ږغ په راپور کې ویل شوي چې له قطره اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی د دې لپاره اسلام اباد ته تللی چې له پاکستاني چارواکو سره پر طالب مشرانو د فشار مسله یاده کړي.
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې پلاوی یې د دې لپاره پاکستان ته تللی چې په دغه هیواد کې د څو مدرسو د بندېدو او د مهاجرو پر مسله له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
پاکستان رښتیا وایی ځکه ژمی د جنګ نه دی هسی د طالبانو قدرت کمیږی تر پسرلی پوری به د سولی ډول ته ګډا وکړې چی هوا معتدله شی بیا ضرورت نشته چی په دوی باندی فشار راوړی د اوسیدو ځایونه یی دایمې دی که تاسی ټول ۱۵ کالونه وګوری په ژمی کې د ګرمی خونی خبری او مجلس ښه خوند کوی او یوه غوړه مړی پیدا کیدای شی
که طالبان مجبور نه شي نو هېڅ وخت به له پردي پالنې،افغان وژنې او ضرر رسونې څخه لاس په سر نشي